ایا په اسلام کې د بې ګناه وګړو د وژلو اجازه شته؟

علي أنصار

اسلام د عدل، امان، ژوند ژغورنې او ساتنې دين دی، هغه دین چې د نړۍ پر ټولو وګړو یې د رحمت او مهربانۍ سیوری غوړولی دی، همدارنګه خپل پیروان یې د همدې اصل په عملي کولو امر کړي دي، اسلام هيڅ چا ته د بې ګناه مسلمان او انسان د وژلو اجازه نه ور کوي، الله ج قران کریم فرمايي: مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا (سورة المائده، ۳۲)
ژباړه: هر هغه څوک چې یو انسان بې له دې چې بل څوک یې وژلی وي یا یې په ځمکه کې فساد کړی وي ووژني، داسې ده لکه ټول انسانان یې چې وژلي وي.

همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې دا ستره ګناه ترسره کوي، لوی زجر یاد کړی: وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا (سورة النساء، ۹۳)
ژباړه: او څوک چې یو مؤمن په قصد ووژني، د هغه سزا جهنم ده چې تل به پکې وي.

خوارج د اسلامي دور تر ټولو لویه او ناوړه وباء ده، داسې وباء چې د اسلام د سپېڅلي نوم او د اعلاء کلمة الله څخه په استفادې یې د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو، خرابولو او د نړۍ له مخه د له منځه وړلو قسم کړی دی، هغوی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه عدل یې اعتراض وکړ چې مشرکینو هم عادل بللی وو، هغه خوارج چې لاسونه یې د اسلام د دوو سترو خلیفه ګانو، حضرت عثمان بن عفان او علي ابن ابي طالب رضی الله عنهم په مبارکو وینو سره دي، هغه خوارج چې د خباب بن الارت، معصوم بچي او نازولې میرمنې قاتلان دي.

دې ناوړې پدیدې د اسلام د ویاړلې تاریخ هره دوره په خپلو شومو کړنو او بربیت سره داغداره کړه، تر معاصرې زمانې را ورسېدل او د غرب او کفري تاړاک په یوې لویې پروژې بدل شول، هغه پروژه چې د مسلمانو هیوادونو، جهادي ډلو، علماؤ او د أمت د نخبه ګانو ختمول یې اساسي دنده او ستراتيژيک اهداف وو، د داعش نوم ور کول شو او د اسلامي دولت تر نوم لاندې یې فعالیت پیل کړل، خو تور فطرت یې هم هغسې تور پاتې شو.

د شام د سپيڅلي خاورې عام مسلمانان یې قتل عام کړل، په لارو او کوڅو کې یې را وځړول او تر تېغ یې تېر کړل، د قاعدة الجهاد د ویشلو او بدنامولو هڅې یې وکړې، د اسلامي أمت ستر رحماء او ربانین یې تری تم کړل، افغانستان کې د روان جهاد او ستر تحریک – اسلامي امارت په وړاندې ودرېدل، د ننګرهار، جوزجان، کنړ او د دې اسلام پرورې خاورې ګڼې ساحې یې تر خپلو تېرو منګولو لاندې ونیولې او عام وګړي یې شهیدان کړل.

دا کوم اسلام دی چې دوی یې دعوه کوي؟
ددې افراطي فکر ستره دعوه او په اصطلاح د تبلیغاتو اولیت اسلام وو، هره بیانیه چې وړاندې کوي، لومړۍ د اسلام تلقین کوي، خو دا کوم اسلام دی؟ دا کوم دین دی؟ چې دوی ور باندې ایمان راوړی او د عملي کولو دعوې یې کوي، که دا د اسلام مبارک دین دی، نو د هغه په احکامو او ارکانو کې خو د مسلمانانو د وژلو هيڅ ډول اجازه نشته، حتی عاملین به یې ټول عمر په جهنم کوي، الله جل جلاله فرمايي: َلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ (سورة الفرقان، ۶۸)

د اسلام سپېڅلي دین د یوه بې ګناه مومن وژنه د ټول عالم د وژنې سره تشبېه کړې ده، حتی الله جل جلاله له کفارو سره په غزاء او جګړه کې د اعتدال توصیه کړې ده، داسې فرمايي: َلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (سورة البقرة، ۱۹۰)
ژباړه: تاسې تر حد مه تېرېږئ، یقیناً الله جل جلاله تیري کوونکي نه خوښوي.
نو که داعشیان د اسلام لارویان وي، ولې دې احکامو او اوامرو ته غاړه نه ږدي، ایا په اسلام کې د دیني شعائرو د ورانولو، د ماشومانو، ښځو، سپین ژیرو، علماؤ او مجاهدینو د وژلو اجازه شته؟

دوی افغانستان کې، د أمت ستر محسن، د عظیمتونو او عظمتونو امام شهید رحیم

Exit mobile version