خوارج ولې د کفارو پر ځای د مسلمانانو وژنې ته ترجیح ورکوي؟

نعمان سعید

الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه، أما بعد:
د مخکنیو او اوسنیو خوارجو په ټول تاریخ کې به یو ځای هم پیدا نه کړې، چې کومه ځمکه دې یې له کفارو یا مشرکینو څخه فتح کړې وي، بیا د یې هلته اسلام او مسلمانان حاکم کړي وي، ځایي کفار یا مشرکین دې مسلمانان شوې وي.

همدا شان د خوارجو په ټول تاریخ کې به څوک پیدا نه کړې، چې دوی دې خالص مشرکانو یا کافرانو سره د جنګ لپاره راپورته شوې وي، سره له دې، چې د تاریخ په ځینو پړاوونو کې خوارج ډېر په ځواک، شوکت، شمېر او وسایلو له پلوه ښه قوت درلودلی دی؛ خو د دوی ټول تاریخ دا دی، چې هر ځل او هر ځای د هغه مسلمان پر وړاندې را پورته شوې دي، چې د کفارو لپاره خڼډ وي، یا د دوی له تکفیري فکر سره جوړ نه وي، او د مسلمانانو په وژلو، ربړولو او له منځه وړلو یې صرفه نده کړي.

په دې لیکنه کې به موږ اول د مخکنیو او اوسنیو خوراجو د فکري، عقيدوي او هدفي یووالي او د هغوی د مشترکاتو لنډ تشریحي تطبیق وکړو او بیا به د حدیثو او مخکنیو علماوو له لیدلوري دا خبره واضحه کړو، چې ولې د خوراجو اصلي هدف مسلمانان دي؟ ولې د کفارو پر ځای دوی د مسلمانانو وژلو ته ترجیح ورکوي؟

د مخکنیو او اوسنیو خوراجو توافقات:

۱- ځواک او وسایل:
اوسني خوارج، لکه داعش د پخوانیو خوارجو په څېر ځواک، وسایل او امکانات لري؛ خو د هماغه پخوانیو خوارجو غوندې د مشرکینو او کفارو پر ضد نه؛ بلکې د مسلمانانو پر ضد یې کاروي.

۲- د مسلمانانو وژنه:
اوسني خوراج د خپلو مخکنیو خوراجو غوندې د خپل منحرف او نفسي تاویل، تفسیر او تعبیر پر اساس هر هغه کس مسلمان نه ګڼي، چې د دوی نظریه نه مني او ضد یې وي. لکه څنګه چې مخکنیو خوارجو مسلمانان وژل او کفارو ته یې زیان نه رساوه؛ اوسني خوارج هم مسلمانان او د پوره مسلمان حکومت په وړاندې بریدونه کوي.

۳- د کفارو پر ضد کمزوری چلند:
پخوانیو خوارجو مشرکانو او کافرانو ته زیان نه رساوه. عیناً اوسني خوارج هم داسې دي؛ البته ځینې وخت د غیر مسلمانانو پرضد فعالیت لري؛ خو هغه ډیر کمزوری وي، یوازې د ځینو پروژو له مخې وي؛ خو اصلي تمرکز یې د اسلامي ټولنې پر داخلي شخړو او فتنو دی.

۴- اختلاف ته ترجیح:
د پخواني خوارجو غوندې، اوسني خوارج هم د مسلمانانو د اختلافاتو څخه ګټه اخلي، د شخړو پر وخت راپورته کیږي. دوی د خپلو هدفونو او پلانونو لپاره فتنې او وېش ته مخه کوي او د دې لپاره له هیڅ ډول وحشت دریغ نه کوي.

۵- فکري منحرف تاویلات:
د پخوانیو خوارجو غوندي، نني خوراج هم د اسلامي شریعت په نصوصو او سنتو باندې عمل نه کوي؛ بلکې یوازې د خپل افراطي فهم، منحرف تاویل، غلط تفسیر او نفسي تعبیر پر اساس د هر څه او هر چا په وړاندې قضاوت کوي.

بهر حال! اوس به راشو دېته، چې ولې خوارج د کافرانو پر ځای مسلمانان وژني او د مسلمانانو وژلو ته ترجیح ورکوي؟

علماء کرام وایي: د مشرکینو سره د خوارجو نه جنګیدل د رسول صلی الله علیه وسلم د نبوت له ښکاره نښو څخه ده؛ ځکه نبي صلی الله علیه وسلم د دوی په اړه هغه مبارك ویلي: “يقتلون أهل الإسلام، و يدعون أهل الأوثان، يمرقون من الإسلام كما يمرق السهم من الرمية”.معنی دا، خوارج داسې خلک دي، چې «مسلمانان به وژني او بت پرستان به پرېږدي، او له اسلامه به داسې خارجیږي، لکه غشی، چې له لیندۍ څخه وځي». (بخاري و مسلم)

علامه قرطبي رحمه الله په خپل کتاب «المفهم» کې د دغه حدیث لاندې وایي: قوله :”يقتلون أهل الإسلام، ويدعون أهل الأوثان” هذا منه صلى الله عليه وسلم إخبار عن أمر غيب وقع على نحو ما أخبر عنه، فكان دليلا من أدلة نبوته صلى الله عليه وسلم … اهـ.
یعنې د هغه صلی الله علیه وسلم دا وینا چې: «مسلمانان به وژني او بت پرستان به پرېږدي» دا د هغه صلی الله علیه وسلم له لوري د غیبي امر اخبار دی، چې نن هماغسې واقع شو، څه ډول چې یې خبر ورکړی و؛ دا د هغه صلی الله علیه وسلم د نبوت له دلایلو څخه ده.

او ابن حجر رحمه الله په «فتح الباري» کې وایي: هو مما أخبر به عليه السلام من المغيبات فوقع كما قال. یعنې، دا له هغو غیبي خبرو ده، چې نبي صلی الله علیه وسلم یې خبر ورکړی و او هماغسې واقع شوه، چې څه ډول یې ویلي و.

او ابن حزم رحمه الله په خپل کتاب «الفصل» کې وایي: قالوا باستعراض كل من لقوه من غير أهل عسكرهم ويقتلونه إذا قال: أنا مسلم، ويحرمون قتل من انتمى إلى اليهود وإلى النصارى أو إلى المجوس! و بهذا شهد رسول الله صلى الله عليه وسلم بالمروق من الدين كما يمرق السهم من الرمية، إذ قال عليه السلام: “إنهم يقتلون أهل الإسلام و يتركون أهل الأوثان” وهذا من أعلام نبوته صلى الله عليه وسلم؛ إذ أنذر بذلك وهو من جزئيات الغيب فخرج نصا كما قال.

یعنې هغوی (خوارج) دا عقیده لري، چې هر څوک چې د دوی له ډلې نه وي او ورسره مخ شي؛ نو پوښتنه ترې وکړي، که ووايي، چې: «زه مسلمان یم» نو هغه وژني او د یهودو، نصاراوو او مجوسیانو وژنه حرامه ګڼي! او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی د همدې کار په اړه شاهدي ورکړې، چې دوی (خوارج) له دین څخه داسې وځي لکه غشی، چې له لیندۍ څخه وځي؛ ځکه هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مسلمانان به وژني او مشرکین به پرېږدي او دا د هغه صلی الله علیه وسلم د نبوت له ښکاره نښو څخه ده؛ ځکه چې هغه له مخکې خبر ورکړی و او دا د غیب له جزئیاتو څخه و؛ عیناً هماغسې واقع شول، لکه څنګه چې یې ویلي و.

او امام احمد په «کتاب السنة» کې روایت کوي: عن عون بن عبد الله، قال: بعثني عمر بن عبد العزيز إلى الخوارج أكلمهم، فقلت لهم: هل تدرون ما علامتكم في وليكم التي إذا لقيكم بها أمن بها عندكم وكان بها وليكم؟ وما علامتكم في عدوكم التي إذا لقيكم بها خاف بها عندكم وكان بها عدوكم؟
قالوا: ما ندري ما تقول!
قلت: فإن علامتكم عند وليكم التي إذا لقيكم بها أمن بها عندكم وكان بها وليكم أن يقول: أنا نصراني! أو يهودي! أو مجوسي! وعلامتكم عند عدوكم التي إذا لقيكم بها خاف بها عندكم وكان بها عدوكم أن يقول: أنا مسلم. اهـ

له عون بن عبد الله څخه روایت دی، وایي: عمر بن عبدالعزیز رحمه الله زه خوارجو ته ور ولېږلم، خبرې مې ورسره کولې؛ ورته ومې وویل: ایا تاسو لپاره کومه نښه شته، د هغه چا په اړه، چې ستاسو دوست وي، چې که له هماغې خبرې سره درسره مخ شي؛ نو تاسو پرې ډاډه شئ او هغه ستاسو دوست وي؟ ستاسو نښه څه ده، د هغه چا په اړه، چې ستاسو دښمن وي، که هغه له همغې سره درسره مخ شي؛ نو تاسو ترې ووېرېږئ او هغه ستاسو دښمن وي؟
هغوی وویل: موږ نه پوهېږو چې ته څه وایې.

ما ورته وویل: نو ستاسو نښه د دوست لپاره دا ده، چې که درته یې وویل چې: «زه نصراني یم» یا «زه یهودي یم» یا «زه مجوسي یم» نو تاسو ډاډه شئ او هغه ستاسو دوست وي! او د دښمن لپاره ستاسو نښه دا ده، چې درته ووایي: «زه مسلمان یم»؛ تاسو ترې ووېرېږئ او هغه به ستاسو دښمن وي.

او شاطبي رحمه الله په «الاعتصام» کې وایي: أخذوا في قتال أهل الإسلام بتأويل فاسد، زعموا عليهم أنهم مجسمون وأنهم غير موحدين، وتركوا الانفراد بقتال أهل الكفر من النصارى والمجاورين لهم وغيرهم.
یعنې هغوی (خوارج) د مسلمانانو پر ضد جګړه پیل کړه، د فاسد تأویل له مخې او پر هغوی یې دا تور پورې کړ، چې ګواکې دوی (مسلمانان) مجسمه دي او موحدین نه دي او د کفارو، نصاراوو او د هغوی د مجاورینو پر ضد یې جګړه پرېښوده.

او ابن تیمیه په خپل کتاب «مجموع الفتاوى» کې وایي: هؤلاء الخوارج المارقون من أعظم ما ذمهم به النبي -صلى الله عليه وسلم- أنهم يقتلون أهل الإسلام ويدعون أهل الأوثان وذكر: أنهم يخرجون على حين فرقة من الناس. یعنې دغه له دین څخه وتلي خوارجو، تر ټولو ستر عیب، چې نبي صلی الله علیه وسلم هم ور باندې نیوکه کړې، دا دی چې دوی مسلمانان وژني او مشرکین پرېږدي. بیا وایي: دا خوارج د خلکو د اختلاف او تفرقې پر مهال راپورته کیږي.

Exit mobile version