د اسلام په مبارک دین کې د مسلمانانو وژل له شرک او کفر څخه وروسته لویه ګناه او ستر جرم دی. امام ذهبي رحمه الله فرمایي «أَكْبَرُ الْكَبَائِرِ بَعْدَ الشِّرْكِ بِاللَّهِ قَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ» الکبائر ص ۱۲.
ژباړه: له الله تعالی سره له شرک وروسته تر ټولو ستره کبیره ګناه د هغه نفس وژل دي چې الله تعالی حرام ګرځولی وي، مګر په حق سره.
الله تعالی په قران عظیم الشان کې د مؤمن د وژلو په اړه ډېر سخت وعیدونه کړي دي، او د مؤمن قاتل ته یې څلور درنې سزاوې ذکر کړي دي: اول دا چې قاتل به همیشه (ډېر وخت په اور کې وي)، دوهم دا چې پر قاتل به د الله تعالی غضب وي، درېیم دا چې پر قاتل به د الله تعالی لعنت وي، څلورم دا چې قاتل ته الله تعالی سخت عذاب چمتو کړی دی. الله تعالی فرمایي: {وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا} النساء: ۹۳.
داعشي خوارج لکه څنګه چې له وخته د دوی لاسونه پر دغه ستر جرم ککړ دي او د خپلو اسلافو په شان د دوی همیشنی کړنه مسلمان وژنه ګرځیدلې ده. دوه ورځې وړاندې یې یو ځل بیا د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایي مسلمانانو پر رستورانت برید کړی دی، او څو تنه مسلمانان یې په شهادت رسولي دي. یاد برید د داعش په اړه ډېر شیان ثابت کړل چې یو څو یې په لاندې ډول ذکر کوو:
۱- داعشي خوارج لکه څنګه چې دعوه کوي، اسلامي خلافت نه دی چې د نړۍ مسلمانان که د هر ځای وي، دوی ولاء ورسره لري؛ په یاد شوي برید کې چینایي مسلمان وګړي په شهادت رسیدلي دي. دا څنګه اسلامي خلافت دی چې یو څوک پر دې وژني چې تاسو د چین یاست، نور که مسلمان یې که کافر توپیر نه کوي.
داعشي خوارج د اسلام له اصیلي نظریې چې د انسان وینه د توحید په کلمه حرامه ګرځي که د هر وطن او ځای وي بې برخې دي، دوی د خپلو بادارانو د سیاسي موخو د پلي کولو لپاره د چینایي مسلمان په وینه تویولو سره ځانونه د الله پر غضب، لعنت او لوی عذاب ککړوي.
۲- د داعشي خوارجو یاده شوې کړنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه مبارک کلام تصدیق کوي چې «يَقْتُلُونَ أَهْلَ الإِسْلَامِ وَيَدَعُونَ أَهْلَ الأَوْثَان» رواه البخاري.
ژباړه: دوی مسلمانان وژني او مشرکان پریږدي.
داعشي خوارجو په خپل ټول تور تاریخ کې د اسرائیلو د وژلو هڅه نه ده کړې، کفار یې د مسلمانانو په نسبت سلمه برخه هم نه دي وژلي، دنده یې د اهل الاسلام او مسلمانانو وژل دي.
دوی ولې د صهيونيستي رژيم هغه وحشي ځناور نه وژني چې د فلسطين په مسلمانانو ظلم کوي، چې د کابل په هوټل کې غریبکاره مسلمان چینایي وژني؟ یقیناً هم لکه څنکه چې الله تعالی ویلي پر دوی د الله لعنت او غضب دی او قهار رب به سخته عذاب ورکړي. یاد ملعونین او مغضوبین ولې د نړۍ پر مستکبرو او ظالمو طواغیتو کوم چې د پردي تر شا د دوی باداران دي بریدونه نه کوي او ولې یې نه وژني؟
ځواب داده چې داعش د اسلام له نوم څخه پر استفادې د انسان په شکل کې داړونکي ځناور دي چې بې له مسلمانه بل ښکار نه پیژني.
۳- یاد شوي برید دا هم ثابته کړه چې داعشي خوارج د امت پر نفع نه بلکې پر زیان یې کار کوي. دوی ځانونه د اسلامي امت مدافعین ګڼي، پر دې برید د اسلامي امت د څه شي دفاع شوې ده؟ آیا د مسلمان په وژلو د امت دفاع کوي؟ آیا پر دې وژنه دوی د کفارو له منګولو اسلامي خاوره ایستلې ده؟ کومه ګټه ده چې د دغو معصومو مؤمنانو په وینه تویولو سره امت ته رسیدلي ده؟
قاتلهم الله انی يؤفکون!
