د اسلام په نوم د اسلام دښمني!

سید جمال الدین افغاني

په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غنیمتونه ویشل، په دې وخت کې د حرقوص په نوم یو تن ودرېد او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: «له خدایه ووېرېږه او په انصاف کار وکړه!» رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دا خبره واورېده، په غصه ناک غږ یې وفرمایل: «که زه هم بې انصافي وکړم، نو بیا به پر دې ځمکه کوم انصاف کوونکی پاتې شي؟» د شجاعت او مېړانې سمبول، سیدنا حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دا ګستاخي او سخته بې ادبي ونه زغمله او اجازه یې وغوښته چې د دغه ګستاخ سر له تنه جلا کړي؛ خو رحمت للعالمین صلی الله علیه وسلم هغه منع کړ. خو حضرت عمر رض ته یې یوه اصولي او پخه خبره وکړه او د هغې له لارې یې ټول امت ته تر قیامت پورې د یوې داسې ډلې په اړه خبر ورکړ چې په هره دوره کې به په بېلابېلو نومونو او جامو کې راڅرګندېږي او د اسلام له نامه په ګټې اخیستنې سره به د اسلام د پیروانو په سینو کې خنجرونه وهي.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا چې بې ادبي کوي، دا یوازې دی نه دی، وروسته به یې ځینې ملګري ستاسو مخې ته راځي؛ د هغوی حالت به داسې وي چې په لمانځه او روژه کې به دومره مخکې وي چې تاسو ته به خپل اعمال د هغوی په وړاندې ډېر کم ښکاري، خو سره له دې به هم هغوی له دین څخه داسې وځي لکه غشی چې له لندۍ څخه وځي.»

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وړاندوینه په هره دوره کې داسې توري په توري ثابته شوې چې تر نن پورې نه څوک ترې انکار کولی شي او نه هم په دې اړه له شک سره مخ کېدای شي. د خلفاء راشدینو، امیر معاویه، بنو امیه، عباسي خلفاوو، صلاح الدین ایوبي، نورالدین زنګي، عثماني خلافت او نن د اسلامي امارت په دوره کې د حرقوص پیروان او ملګري په ورته ډول شتون لري او وخت په وخت په بېلابېلو نومونو او بڼو د مسلمانانو صفونه څیرې کوي. دوی د اهل قبله وو وینه تویوي او د اسلام پر سپېڅلې تندي د تور داغ په څېر ښکاري.

د هغوی کړنو ته په کتو په هره زمانه کې یهود او هنود هم شرمېږي؛ او لامل یې دا دی چې هغوی اسلام او اسلامي لارښوونې لوبې ګرځولې دي. دوی د اسلام نوم خو اخلي خو هیڅکله د اسلام د مفهوم په پوهېدو هڅه نه کوي، دوی د اسلام هغه منفي او په خپل سر تفسیر کوي چې د هغوی په ناپاکه ذهن کې راځي، خپلو غلطیو او بدزبانیو ته د جواز ورکولو لپاره د داسې خبرو په مټ استدلال کوي چې لږ تر لږه د عقل په تله کې هم سمې نه خيږي.

په جنګِ جمل کې چې کله د حضرت علي او حضرت عایشې رضی الله عنهما ترمنځ جنجال پای ته ورسېد او سیدنا حضرت علي رضی الله عنه، د امت مور، بي بي عایشه رضی الله عنها په پوره عزت سره مدینې منورې ته رخصت کړه، نو د فتنې د مرکزونو او د ذوالخویصره دغه لارویانو غوغا جوړه کړه. دوی شعارونو ته مخه کړه او ویې ویل چې ولې بي بي عایشه رضی الله عنها (العیاذ بالله) مینځه نه کړل شوه؟ دلیل یې دا وویل، چې له چا سره جګړه روا وي، د هغوی د غلامولو څخه مانع څه دی؟ پر دې حیدر کرار رضي الله عنه ډېر معقول ځواب ورکړ او ویې فرمایل: قرآن د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیبیانې د مؤمنانو میندې ګرځولې دي، ایا تاسو په دې راضي یئ چې خپله مور بندي او مینځه کړئ؟ په حقیقت کې هغه له یوې خوا خلک د هغوی له دیني پوهې خبرول او له بلې خوا یې د هغوی پر عقل ماتم کاوه چې دومره ساده خبره یې په سر کې نه ځایېږي، خو هغوی چې کم عقل او احمقان وو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم نور اصحاب او په ځانګړي ډول سیدنا ابوبکر او سیدنا عمر رضی الله عنهما یې هم د خپلو ملامتیاوو نښه وګرځول.

بیا په یو بل ځای کې کله چې سیدنا علي کرم الله وجهه له حضرت معاویه رضي الله عنه سره پر دې خبره هوکړه وکړه چې دواړو خواوو ته به ځینې حکم (ثالثین) وټاکل شي او همدا حکم به د مسلې حل راباسي، نو دې نویو راپورته شویو فتنه ګرو غوغا جوړه کړه چې: نه، پرېکړه به دریم ګړي نه، بلکې قرآن کوي! ښکاره ده چې دا یوه بې خونده او پوچه غوښتنه وه او یوازې د خبرې د غټولو بې ځایه هڅه وه، پر دې سیدنا حضرت علي رضي الله عنه د ژبې او خبرو پر ځای په یو بې ساري انداز ځواب ورکړ.

هغه سلګونو کسانو ته امر وکړ چې د قرآن پاڼې په لاسونو کې ونیسي او د دغو عقل بايللو خلکو مخې ته ورشي، کله چې لښکریانو د امر سره سم د قرآن پاڼې په لاسونو کې د هغوی مخې ته راغلل، نو حضرت علي په لوړ غږ وفرمایل: ای قرآنه! خبرې وکړه او زموږ ترمنځ پرېکړه وکړه! خلک حیران شول چې د قرآن پاڼې څنګه خبرې کولی شي؟ او دا خبره حضرت علي ته هم ښه معلومه وه، خو هغه غوښتل چې د هغوی حماقت او بې عقلي خلکو ته ښکاره کړي او وښيي چې څنګه هغوی بې لارې شوي دي. که هغوی ته د قرآن پرېکړه معززه وي، نو بیا به د قرآن خاوندان (عالمان) پرېکړه کوي او د پرېکړې واک به د هغو کسانو وي چې الله ورته د قرآن پوهه ورکړې ده؛ او ایا له صحابه کرامو او په ځانګړي ډول له حضرت علي رضی الله عنه څخه بل څوک په دې پوهه کې پورته کېدای شي؟ خو دا چې د هغوی پر عقلونو د ناپوهۍ له امله پردې پرتې وې، نو ځکه هغوی د دغې ساده خبرې له درک کولو هم عاجز وو.

د حرقوص د هغو وروڼو او ملګرو په اړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاندوینه کړې وه، یو لوی صفت یې دا دی چې هغوی د دین د سمې پوهې د نشتوالي او په خپل سر د دین تفسیرولو له امله د مسلمانانو د وینې تویوولو په برخه کې ډېر زړور دي. هغوی له خپل احمقانه تقوا څخه له یوې خوا د لارې پر سر پرته د خورما یوه دانه هم نه خوري چې ګناهګار به شي او د بل حق به وخوري، خو له بلې خوا پر ځمکه د خدای تر ټولو غوره بنده ګان په دومره بې رحمۍ وژني چې د انسان زړه یې د لیدو زغم نه لري.

کله چې هغوی د جلیل القدر صحابي حضرت خباب بن الارت رضي الله عنه زوی عبدالله ونیوه، نو یوازې پر دې چې هغه د دوی د پوښتنې په ځواب کې د حضرت علي رضی الله عنه غندنه ونه کړه، لومړی یې په ونه پورې وتاړه، ډېر یې وځوراوه او بیا یې د سیند پر غاړه د څاروي په څېر حلال کړ. ورپسې یې د هغه مېرمنې ته لاس واچوه او بې له کومې خبرې او سوچ یې د هغې مبارکه خېټه وڅیرله او شهیده یې کړه، خو په همدې شیبه کې چې کله له ونې څخه یوه خورما راوغورځېده او یو کم عقل په خوله کې کېښوده، بل کم عقل ورته غږ کړ: تا د مالک له اجازې پرته خورما په خوله کې کېښوده، دا خو حرامه ده! په همدې وخت کې چې کله یو خارجي د یو غیرمسلم خنزیر په توره وواهه، نو بل خارجي خپل ملګری سخت وغانده او د هغه مالک یې پیدا کړ او د خنزیر بیه یې ورته ورکړه.

سیدنا حضرت علي، حضرت امیر معاویه او عمرو بن العاص رضي الله عنهم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جلیل القدره صحابه دي، له رسول الله سره قرابت لري، د اسلام لوی ستنې دي او د اسلامي فتحو سرلاران دي؛ دوی خوارجو د دغو دریو کسانو د وژلو پلان جوړ کړ، چې په پایله کې یې د رسول الله زوم او د خدای زمری حضرت علي رضي الله عنه د شهادت جام نوش کړ.

د ذوالخویصره د دغه ناپاک لښکر لویه نښه دا ده چې هغوی په هره خبره کې نیوکې کوي او په لږ مخالفت خپل مقابل لوری مرتد او مشرک ګڼي، د هغوی په اند د ګناهونو کومه درجه نشته؛ یا به د هغوی غوندې بدبخته مسلمان کېږې او یا به د هغوی له ماشینه هر وخت پر تا د ارتداد او شرک ټاپه لګېږي، کله چې خلکو هغوی ته بلنه ورکړه چې ولې له حضرت علي سره نه ملګري کېږئ؟ نو ویل به یې چې: لومړی باید حضرت علي له شرک څخه توبه وباسي، بیا ایمان راوړي، بیا به ورسره خبرې کوو.

اوس نو د حضرت علي رضی الله عنه پر ایمان باندې رسول الله صلی الله علیه وسلم ګواهي ورکوي، هغه د حق او باطل معیار ګڼي، له هغه سره مینه ایمان او ورسره کینه له ایمان سره په ټکر کې بولي؛ خو دلته دا بې عقله خلک دي چې پر یوه معمولي اختلاف هغه مشرک بولي. ځکه چې هغوی د علم په نامه هیڅ نه لري، یوازې د لیکې فقیران دي، له عمومي نصوصو غلط استدلال کوي او په لفظي ژباړې سره د حضرت علي په څېر د “باب العلم” مخې ته د ان الحکم الا لله درس ورکوي.

اوس په همدې تړاو تاسو د دې دورې حرقوصي او خویصري ملګري وڅېړئ، کوم کار چې هغوی په خلافت راشدہ کې کاوه، نن یې هم په هماغه بڼه ترسره کوي. په افغانستان کې چې له لسیزو وروسته کوم اسلامي نظام قایم شوی او د هغه لپاره چې له یو میلیون څخه زیاتو شهیدانو مبارکه وینه تویه شوې ده؛ او د کوم نظام تر ټولو مشهور مشر او قائد، امیرالمؤمنین حفظه الله چې نن هم پر هر سټېج نارې وهي چې: ای خلکو! که تاسو په دې نظام کې یو شی هم د اسلام خلاف ولید، موږ ته ووایئ چې اصلاح یې کړو، د همدې نظام پر وړاندې دا حرقوصي او خویصري ډله یو ځای شوې ده. عجیبه دا ده چې د دغو مسلمانانو پر ضد هغوی د پردیو مرستې ته چمتو دي او هیځ شرم هم نه ورځي. ځکه چې دلته دوی ته خنزیر د یو صحابي له زوی څخه ډېر ګران دی.

له کله راهیسې چې رب العزت اسلامي امارت ته فتحه ورکړې او د اسلامي امارت په لاسونو الله تعالی د نړۍ کفار او د هغوی متحدین ذلیل کړي دي، نو دغو خویصري او حرقوصي وروڼو وسله پورته کړې ده؛ پر عامو مسلمانانو یې په جوماتونو کې چاودنې کړي، اسلامي مدرسې یې په نښه کړي، د اسلامي نړۍ جلیل القدر علماء یې په بې رحمۍ شهیدان کړي او د اسلامي نظام د مخکښو کسانو او په هغو جهادي قوماندانانو پسې یې اخیستې ده چې نن هم د کفر په سترګو کې اغزي دي.

د هغوی په جنایتونو کې تازه جنایت تېره ورځ د کابل په شهرنو، کوڅه ګلخانه کې په یو هوټل کې دردونکې پېښه وه، چې د امت د دغې ذلیلې ډلې له خوا د چاودیدونکو توکو په واسطه اوه تنه عام مسلمانان په اور کې وسوځول شول او بیا یې په ډېر ویاړ سره د هغې مسؤلیت ومنه، دغو د خدایه بې بېرې انسانانو ته دومره حیا هم ورنغله چې بیا یې هغه مظلومو او بې وسه مسلمانانو ته مرتد او مشرک هم وویل.

د علم او دین خاوندان په دې باور دي او حالاتو ثابته کړې چې دا خلک تل د اسلامي ځواک د مخنیوي لپاره کارول شوي دي او پردیو هغوی د اخیستل شویو غلامانو په څېر کارولي دي. د خلفاء راشدینو په دوره کې د اسلامي فتحو لړۍ ورځ په ورځ پراخېدله او د کفر په ماڼیو کې زلزله وه، هغوی یې د مخنیوي لار نه موندله، نو د اسلام په جامه کې یې د دغو احمقانو مرسته واخیسته او د حضرت علي رضی الله عنه په دوره کې یې مسلمانان په خپلو کې سره واچول.

وروسته هم په هره دوره کې دا لړۍ روانه وه؛ تر دې چې د افغانستان په خاوره کې د خدای نظام په خپل اصلي بڼه راستون شو، خو اغیارو ته د زغم نه و، ځینو ګاونډیو ته هم په نس کې درد پیدا شو او چې کله یې په خپله څه له وسه پوره نه شول، نو د معمول سره سم یې د دغو احمقانو څخه ګټه پورته کړه.

په داسې حال کې چې د امت شیرازه شیندل شوې او د فلسطین پر خاوره لعنتي خلکو دوزخ جوړ کړی دی، او د ټول امت سترګې د یووالي لپاره اسلامي امارت ته اوښتي دي، په داسې وخت کې دا بدبخته کسان د پردیو په لاسونو کې لوبیږي او پر اسلامي امارت نیوکې کوي. که هغوی اسلام او مسلمانانو ته ګټه رسول غوښتل، نو د اسرائیل خاوره د هغوی خدمت ته حاضره وه، هلته یې غوره جهاد هم کولی شوای او کمزوري مسلمانان یې له اوره ایستلی شوای. خو له دې امله چې هغوی له اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ قسم خوړلی، نو د هغوی ټول زور هم پر بېوزلو مسلمانانو راوځي.

Exit mobile version