مسجد اقصى او پر ضد یې د يهودو سازشونه | شپږمه برخه

ناصر سعید

د مسجد اقصىٰ پر خلاف دغه يهودي سازشونه کومه نوي خبره نه ده، تقريباً له پنځه پنځوس کالونو راپه دې خوا جريان لري، په تېرو کالونو کې دلته د سور رنګونو د جوړولو، د بمي بريدونو او د اور اچونې کوښښونه شوي دي. په 1969ع کال کې د اقصىٰ په جومات کې اور لګېدنه وشوه، چې د جومات ډېره برخه يې زيانمنه کړه.

د 2002ع کال د نومبر په 22مه د يروشلم د ښاروال لوپونکي يو مطبوعاتي بيان نشر شو، چې ويلي وو: د القدس يهودي پلان د عملي کولو لپاره 200 میلونه بودېجه خاص کړل شوې ده، چې په دې سره به يروشلم په يهود رنګ-رنګ کړلى شي او القدس به په نویو خطونو رسمي شي، د دغه بيان نه څه وخت وروسته ښاروال د متحده آيالاتو دوره وکړه او هلته يې له يهودي ټولنو فنډونه راټول کړل.

د 2008/11/01 اسرائیلي حکومت اعلان وکړ چې سترې محکمې د صحابه کرامو د هغو ټولو قبرونو د ختمولو امر ورکړ، کوم چې د يروشلم په جنوبي څنډه کې واقع دي، حکومت پلان لري چې دلته يو موزيم جوړ کړي.

په دغه قبرستان کې تر 1948 کال پورې 70000 پورې مسلمانان دفن دي، چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د اصحابو مقبرې هم پکې شته. د همدغه کال په اکتوبر کې مسلمانانو اسرائیلي محکمې ته عرېضه وکړه چې دغه قبرستان دې ړنګ نشي، خو عريضه يې و نه منل شوه.

په 2006ع کال کې د موزيم کار پیل شو، خو د جسدونو د راوتلو وروسته د تعمير د جوړولو کارونه هم ودرېدل.

اسرائیلي حکومت د دغه موزيم لپاره 250 میلیونه ډالر بودېجه ځانګړې کړې ده.

هرماس الافغاني
Exit mobile version