له پاکستان سره د چین د اړیکو د درجې ښکته والی تر
چین پرېکړه کړې چې له دې وروسته به له پاکستان سره اړیکې له (لومړي لومړیتوب) څخه (لومړیتوب) ته راښکته کېږي.
دا د چین په سیاست کې یو نوی بدلون دی.
د ګاونډیانو په اړه منفي سیاستونه، داخلي سیاسي بحران، په چینایي اتباعو بریدونه، د داعش د خراسان څانګې انتقالېدل بلوچستان ته او د نفوذ پراخېدل یې هغه احتمالي عوامل دي چې کېدلای شي چین یې له پاکستان سره پخپلو اړیکو کې له سره غور ته مجبور کړی وي او په دې اړیکو کې یې د درجې د ښکته والي پرېکړه کړې وي.
همدغه راز د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې د ځینو هغو جنرالانو څنګ ته کول او تقاعد کول چې د غرب په نسبت له چیناییانو سره د نږدې اړیکو طرفدار وو او غوښتل یې د تحریک انصاف په مرسته په پاکستان کې د پارلماني نظام پر ځای ریاستي نظام رامنځته کړي، د دې یو بل عامل کېدلای شي.
چین دا کار په پاکستان کې د سیاسي بحران د کنټرول، د پاکستان د مرکزي نظام د تقویې، پایدارۍ او اقتصادي ستونزو د حل په خاطر کاوه؛ ولې غرب په وروستیو شېبو کې د دې طرحې مخه ونیوله او په یوه سپینه کودتا کې یې عمران خان له قدرته لېرې کړ او هغه جنرالان یې د پاکستان له پوځ او استخباراتو څخه ګوښه کړل چې د دې طرحې پلویان وو.