له بله اړخه د تاریخ په بهیر کې داسې بېلګه شته چې یو ملي حکومت دې د خپلو خلګو له ارادې او ملاتړ پرته بشپړ حاکمیت تر لاسه کړي؟ د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنۍ اصلي راز دا و چې دا د ولس غوښتنه وه، هغه ولس چې د جمهوریت له شعارونو، پردي پالو مشرانو او د هغوی د ملاتړو بهرنیو پوځي اشغالګرو څخه تر پزې راغلی و او داسې موقع یې کتله چې نور د خپل دین او ملي کلتور په لمن کې د یوه اسلامي حاکمیت خاوند شي.
داسې مشران ولري چې د همدې، خاورې، جومات او حجرې اوسېدونکي وي، نه د امریکا، اروپا او نورو بهرنیو هېوادونو پاسپورټ لرونکي او نېکټايي پوش پردي پال کارپوهان او متقاعد مامورین چې د خپل کار اصلي ظرفیت یې د نورو په چوپړ کې تېر کړی او د تقاعد عمر تېرولو لپاره له کورنۍ پرته افغانستان ته د خدمت په نوم د غلا او فساد لپاره راځي.
د اوسنۍ نړۍ اکثره حکومتونه چې پر نړیوالو ستېجونو او ناستو کې د خپل ملي مشروعیت او محبوبیت شعارونه ورکوي، په حقیقت کې د هغې تشې د ډکولو هڅه کوي چې د یوه تاریخي پېغور او حقیقت په توګه د دوی د واک او تسلط په اډانه کې نغښتې ده، ځکه چې اکثره یې استبدادي او د یوه بهرني ملاتړ او ماموریت پر مټ واک ته رسېدلي او کېدی شي یوه پروژه هم ورته ووایو، ځکه خو نړیوال سازمانونه او امنیت شورا د افغانستان د اسلامي امارت په اړه هم همداسې ناوړه فکر کوي، چې مطلق خلک او خپله د دوی د وضعه کړو دیپلوماسیو د تعریف خلاف دی.
په افغانستان کې اوسني امنیت، ټولنیز ثبات او د بیا رغونې روانو پروژو ته، چې په ملي بودیجه تر سره کړي، په پام سره څنګه امکان لري چې دا ټول اساسي کارونه دې له ملي ملاتړ او مشروعیت څخه پرته تر سره شي؟
دلته بل بحث هم د اسلامي نړۍ دی او د اسلامي امارت بریالیتوب د هغوی له څېرې څخه هم هغه نقاب پورته کړی چې دوی ټول د امریکا او غرب په اشارو څرخېږي، ځکه یې تر اوسه د امارت د رسمیت پېژندنې لپاره یوه اشاره هم نه ده کړې او د هغه سیاسي او اقتصادي ډار تر چتر لاندې ژوند کوي، چې د عدم رعایت په صورت کې یې واکمني او ګټې تر پوښتنه لاندې راځي، کنه په دې خو ډاډمن دي چې د افغانستان اوسنی نظام د اسلامي نظام، امنیت او ولسي ملاتړ یا ملي مشروعیت یو بېلګه ییز او ایډیال نظام دی.
دا چې افغانانو له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د جګړې د ختم او سراسري سولې غوښتنه کوله، دا غوښتنه یې خدای جل جلاله د امارت په راتګ سره پوره کړه، نور که نړۍ هر څومره دوه مخي او له خپلو وضعه کړو اصولو سرغړونه کوي، په خپل تېر او راتلونکي تاریخ تور داغونه زیاتوي، کنه د افغان ولس ارمان پوره شوی دی، که نړیوالتوب او نړیوال رسمیت په دې معنی وي چې یو ځل بیا دې زموږ هېوادنی او حتی شخصي حریم هم تر پوښتنې لاندې راشي، افغانستان دې د هر ډول وسلو او سیاسي ستراتیژیو د تطبیق او عمل رابراتور وي؛ نو بیا دې پر داسې نړیوال رسمیت لعنت وي.
زموږ د ملي مشروعیت ګټه او ثمر خپله موږ ته رسېږو، همدا چې د نړیوالو له شر څخه بېغمه وو، دا هم لویه خبره ده، پاتې شوه د هغه رسمیت خبره چې نورو اسلامي هېوادونو ته ورکړل شوی دی، دا بیا که نن نه شو؛ نو سبا به خامخا نړۍ دې حقیقت ته لمن ږدي، چې یوه لویه برخه ابتدايي کار یې همدا اوس د سیمې او ګاونډیو له څلوېښتو زیاتو هېوادونو سره د تعامل او سیاسي استازولیو پر مټ تر سره شوی دی او نور به هم پراخېږي.
د ګاونډ او سیمې هېوادونه په تېرو درېیو کلونو کې په دې باوري شوي چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست، متعادل، اقتصاد محوره او پر واقعي همکاریو او عدم مداخله ولاړ سیاست دی، دوی ته نه یوازې تاوان نه رسوي، بلکې خپلې ملي او نړیوالې ګټې یې هم په کې خونديتوب لري.
ځکه خو په ډاډ سره ویلای شو، چې زموږ لپاره اوسمهال تر ټولو ګټور او اړین کار د رامنځته شوي ملي یووالي ټینګښت او پر هغه ملي مشروعیت ولاړ درېدل دي چې اسلامي امارت ته خپلو په دین او هېواد مینو خلکو ورکړی دی او په هر اقدام او کړنه کې یې په مېړانه ننګه هم کوي، په بل عبارت که د نړیوال رسمیت بیه بیا هم د ملي پخلاینې، ثبات او شرعي مشروعیت له لاسه ورکول وي؛ نو هېڅ عاقل انسان، چې د افغانستان د معاصر تاریخ او شخړو د حقیقت درک ولري، یوې داسې ناوړه معاملې ته زړه نه ښه کوي.