رحمت الله فیضان
د امریکا پر دوو تجارتي څلو د دوو تښتول شويو الوتکو پر مټ مرګونې حمله وشوه، چې له امله یې د دریو زرو شا و خوا کسان په کې ووژل شول، متحده ایالاتو له ځنډ پرته ددې حملې نسبت په افغانستان کې عرب مجاهد اسامه بن لادن رحمه الله چې دا مهال د القاعدې په نامه د عرب مجاهدینو د تنظیم مشر وو وکړ، امریکایانو اعلان وکړ چې د امریکا په تجارتي څلو حمله په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د اسامه بن لادن له لوري طراحي شوې وه او په دې موخه یې دوو کسانو ته د لوګر ولایت د مس عینک په کمپ کې روزنه ورکړې وه.
د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش له دې حملې لږ وخت وروسته اسامه بن لادن چې دا مهال په افغانستان کې اوسېده پړ وباله، په یو کنفرانس کې یې پنځه پریکنده ټکي افغان دولت ته دا ډول واورول:
۱: د القاعدې ټول رهبران دې متحده ایالاتو ته وسپارل شي.
۲: د طالبانو په زندانو کې چې څومره خارجي بندیان دي، هغوی دې آزاد او متحده ایالاتو ته وسپارل شي.
۳: په اسامه بن لادن پورې مربوط د روزنې ټول مرکزونه دې وتړل شي.
۴: ټول تروریستان او د هغوی ملاتړي دې په ګوته او متحده ایالاتو ته وسپارل شي.
۵: متحده ایالاتو ته دې عام و تام اجازه ورکړل شي، ترڅو د ترورستانو کمپونه بررسي کړي.
جرج ډبلیو بوش په ډېر تکبر اعلان وکړ، چې ترورستان دې را وسپارل شي؛ که نه هغوی (طالبان) به هم د دوی په برخلیک اخته شي، زموږ جګړه به د القاعدې په خلاف پیل شي، خو هم هلته به پای ونه مومي.
متحده ایالاتو د نیویارک په حملو کې د ۱۹ تنو نومونه یاد کړل، چې یو هم پکې افغان نه وو، په دې کسانو کې ۱۵ تنه سعودیان، دوه تنه د محتده عربي اماراتو اتباع، دوه تنه د مصر او لبنان اتباع په ګوته شول.
افغان دولت (اسلامي امارت) هغه مهال په پاکستان کې د خپل سفارت له لارې یوه اعلامیه خپره کړه، چې په اعلامیه کې راغلي وو: دوی داسې سند په لاس کې نه لري چې وښایي د نیویارک په حملو کې دې د اسامه بن لادن لاس لرل ثابت کړي، همدا راز اسلامي امارت اعلان وکړ؛ چې اسامه بن لادن د دوی په هېواد کې میلمه دی، د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور له مخې اسامه بن لادن په افغانستان کې د پناه اخیستلو او اوسېدلو حق لري.
اسلامي امارت درې ځلې له متحده ایالاتو څخه وغوښتل: چې د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې په اړه که امریکا کره شواهد او اسناد په لاس کې لري، دوی به په افغانستان کې هغه محکمه کړي، خو د متحده ایالاتو له لوري دا وړاندیزونه رد شول.
د جګړې پیل:
له هغه وروسته چې اسلامي امارت، متحده ایالاتو ته د اسامه بن لادن له ورسپارلو ډډه وکړه امریکایي ځواکونو او سي آی اې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملتیا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه رسماً پر افغانستان یرغل پیل کړ. special activities division اوسیا د امریکا لومړني ځواکونه ول چې د افغانستان په خاوره کې پښه کېښووه، دا ځواکونه وروسته بیا د امریکا د ځمکنیو ځانګړو ځواکونو په نامه یاد شول، چې وروسته بیا د ۱۵م په نامه نور ځواکونه هم ورسره یوځای شول.
دغو ځواکونو له شمالي ټلوالې سره په ګډه د افغان دولت (اسلامي امارت) پر ضد ګډ عملیات پیل کړل چې وروسته بیا بریتانوي او استرالیایي ځواکونو هم د متحده ایالاتو په ملاتړ د جګړې ډګر ته را ودانګل.
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه د کابل ، جلال آباد او کندهار په هوایي ډګرونو د امریکایي ځواکونو له لوري بمباري پيل شوه، ډبلیو بوش پر افغانستان د خپل یرغل ننداره د سي اِن اِن تلویزیون له لارې کوله، بوش د افغانستان خلکو ته ډاډ ور کاوو چې د هوا له لارې به خواړه، درمل او جامې ور ورسوي.
امریکایي بم غورځوونکو الوتکو د افغان دولت (اسلامي امارت) د هوایي مدافعې له ویرې له ډېر لوړې ارتفاع بمونه غورځول او لومړني اهداف یې په کندهار، کابل، جلال آباد کې په نښه کړل، د څو ورځو په تېریدو سره د افغان دولت د هوایي مدافعې سستم له منځه لاړ او افغان ځواکونو ته درانه صدمات واوښتل.
له دوو اونیو تېریدو وروسته د افغان دولت مسلح مخالفین، چې دا مهال د یرغلګرو له ډلې سره یوځای شوي وو، له امریکایانو وغوښتل چې خپل حملات د جګړې پر لومړۍ کرښه متمرکز کړي.
د ۲۰۰۱ کال د نوامبر په لومړیو کې د افغان دولت دفاعي لیکې د امریکا د سي ۱۳۰ الوتکو له لوري چې د بي ال یو ۸۲ ډوله بمونه یې له ځان سره لیږدول بمبار کړې، افغان ځواکونو چې د پر مخ تللي جګړې تجربه نه درلوده، نو د دُښمن مخته به په رڼه میدان ولاړ ول او تګ را تګ به یې کاوو، له پرمختللي جګړې سره د افغان ځواکونو نابلدي د یرغلګرو هوایي ځواک ته دا چانس ورکاوو چې په ډېر اساني سره دوی تر خپل خپل هدف لاندې راولي.
د نوامبر په دومه د افغان دولت (اسلامي امارت ) پر دفاعي کرښې د امریکایي ځواکونو په مټ د افغان دولت( اسلامي امارت) مسلحو مخالفینو چې دا وخت د اشغالګرو برخه ګرځیدلي وو، په مزارشریف حمله وکړه او د طالبانو اکمالاتي لارې یې وتړلې، چې په دې کار سره په مزارشریف کې مېشت طالبان د ټلوالې له لوري محاصره شول.
جنګي جرایم:
متحده ایالاتو په افغانستان کې د اشغال پر مهال سخت جنګي جرایم ترسره کړل، د جګړې ټول رسوم او آداب یې تر پښو لاندې کړل، د غیر نظامیانو په وژلو یې لاس پورې کړ، په غیر نظامي اهدافو یې بمونه و ورول، د اسیرانو په سختو شکنجو یې لاس پورې کړ، جنګي اسیران یې ووژل، د یوې پروسې له مخې یې د مسلحانه سرقتونو او ترورونو پروژې په کار واچولې د عامه اموالو په تخریب یې لاس پورې کړ، په مدارسو، روغتونونو او ودونو یې بمباري وکړې، د افغانستان په شمال کې یې ۳۰۰۰ تنه طالبان د خپلو داخلي مزدورانو په لاس په کانتینرونو کې ووژل، همدا راز د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري ډیری دسته جمعي قبرونه وموندل شول، چې زرګونه افغانان پکې خښ شوي وو، خو د متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو دا تحقیقاتي پروسه بنده کړه.
د امریکا د براون په نامه یو معتبر پوهنتون په افغانستان کې د امریکایي اشغال په اړه یو رپوټ خپور کړی، په دې راپور کې راغلي چې د امریکا له لوري د افغانستان په شل کلن اشغال کې ۲۴۱ زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په دې ډله کې یو اویا زره او درې سوه څلور څلویښت تنه غیر نظامیان ول، چې ۴۷۲۴۵ تنه د افغانستان په داخل او ۲۴۰۹۹ تنه د افغانستان په پولو کې د بې پيلوټه الوتکو په حملو کې وژل شوي.
۶۹۰۰۰ تنه د افغانستان پولیس او د اردو سرتیري، او ۳۵۸۶ تنه امریکايي سرتیري ووژل شول.
له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې د امریکا بې پيلوټو الوتکو ۲۷ زره رهبري شوي بمونه د افغانستان پر خاوره وغورځول.
د پوهنتون په دې رپوټ کې راغلي چې د یوې لسیزې په اوږدو کې ۷۷۹۲ ماشومان وژل شوي او ۶۶۲ تنه ټپیان شوي.
له ۲۰۱۰ میلادي کال را دېخوا ته ۳۰۰۰ تنه میرمنې ووژل شوې او ۷۰۰۰ تنه نورې ټپیانې شوې.
د اشغالګرو تلفات:
که څه هم اشغالګرو ځواکونو ته په افغانستان کې درانه ځاني تاوانونه واوښتل، خو دوی د خپل تلفاتو اصلي ارقام د خپلو ولسونو له سترګو پټ وساتل په هغو تلفاتو چې دوی خپله اعتراف کړی په دې ډول دي :
متحده ایالات ۲۳۵۵۰ تنه، بریتانیا ۴۵۶ تنه، کانادا ۱۵۷ تنه، فرانسه ۸۸ تنه، آلمان ۶۲ تنه، ایتالیا ۵۳ تنه، لهستان ۴۴ تنه، دنمارک ۴۳ تنه استرالیا ۴۱ تنه، اسپانیا ۳۵ تنه،ګرجستان ۳۲ تنه، رومانیا ۲۶ تنه ، هلند ۲۵ تنه، ترکیه ۱۵ تنه، چک ۱۴ تنه، نیویلند ۱۰ تنه، نروژ ۱۹ تنه، استونیا ۹ تنه، مجارستان ۷ تنه، سوید ۵ تنه، لتوانیا ۴ تنه، سلواکیا ۳ تنه، فنلند ۲ تنه، اردن ۲ تنه، پرتګال ۲ تنه، جنوبي کرویا ۲ تنه، البانیا ۱ تن، بلژیک ۱ تن، بلغارستان ۱ تن، کرواسي ۱ تن، لیتوانیا ۱ تن، مونتنګرو ۱ تن.
د جګړې مصارف :
د متحد ایالاتو د دفاع وزارت د تخمین له مخې له ۲۰۰۱ میلادي کاله تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې متحده ایالاتو ۵۹۲/۷۳۷ میلیارد ډالره مصرف کړی، چې په دې جګړه کې هر مالیه ورکوونکي امریکایي ۳۷۱۴ ډالره پاګونه کړې ده، اخواته بیا د امریکا د براون پوهنتون تحقیقات په ډاګه کوي، چي متحده ایالاتو له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۱۹ کاله پورې ۹۷۵ ملیارده ډالره پانګونه کړې.
په ۲۰۱۳ کال کې د هاروارد پوهنتون د عمومي سیاست استاد لیندا بیلمز اټکل وکړ، چې د افغانستان او عراق د جګړو چې هم مهاله پېل شوې د امریکا لپاره به حد اقل له ۴ تر ۶ تریلیون ډالرو مصرف وغواړي، نوموړي زیاته کړه، چې د عراق او افغانستان جګړې به د متحده ایالاتو لپاره تر ټولو قیمتي د امریکا ماته او تېښته
امریکايي ځواکونو او متحدینو یې له نن څخه ۲۲ کاله وړاندې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې تر شعار لاندې پر افغانستان یرغل وکړ اوله ۲۰ کلن اشغال او ددې اشغال په نتیجه کې له سترو او زړه بوږنوونکو جنایاتو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه د امریکايي ځواکونو وروستی سرتېری په ټیټ سر له افغانستان څخه ووت او افغانانو ته یې تر شا د داعش په نامه منحوسه پروژه تر شا پرېښووه، چې لله الحمد دغه پروژه هم د دوی په شان له منځه ولاړه.