له داعشیانو یوه خاطره: “تاسې ډېر ښه خلک یئ، خو افسوس چې مشرکان یئ”

د ۲۰۱۸ کال خبره ده، داعشیان په خپل وروستي زور کې و، له اچین، هسکې مینې، شینوارو، خوګیاڼو، پچیراګام او چپرهار وروسته وسله وال ان روداتو ولسوالۍ ته راښکته شوي وو.
زمونږ د ښوونځي وروستی کال و، د ۱۲ کال څلورنیمې میاشتنۍ ازموینې مو پیل شوې وې. د ازموینو په دوهمه اونۍ کې لومړنۍ پرچه د کیمیا وه. د کیمیا، فزیک او بیولوژي تدریس د روداتو ولسوالۍ یو استاذ راته کاوه.
ازموینه په ۷ نیمو بجو پیل کېده، زه د ټولګي مشر وم، له ټولګیوالو مې کتابونه او نوټونه ټول کړل، له تالاشۍ وروسته مې د ازموینې سپینې ورقې پرې وویشلې، خو د استاذ درک و نه لګېده. لس دقیقې مو نور انتظار هم وکړ، خو ښوونکی راښکاره نشو، مجبور شوم، ادارې ته لاړم. مدیر راته وویل، چې د استاذ نمبر خو کار نه کوي. اندېښنې پسې واخیستو. یو کلیوال زده کوونکي ته مو زنګ ور وواهه، هغه خبر کړو چې د استاذ دوی په حجره کې خو داعش وسله والو اړولي او هغه یې ایسار کړی دی.
مونږ خبره د بهسودو له پوهنې مدیریت او بیا له عمومي ریاست سره شریکه کړه، پریکړه په دې وشوه چې زمونږ ښوونځی دې تر نامعلوم وخته وتړل شي، تر څو د داعشیانو خطر کم شي.
له یوې اونۍ وروسته چې داعشیانو سره په چپرهار کې طالبانو سختې جګړې وکړې، هغوی له روداتو بېرته وتښتېدل او زمونږ ازموینې بېا پیل شوې. د کیمیا استاذ مو راغلی و. ښه و، زمونږ له انګیرنو برخلاف و، وهل او ډبول یې نه و خوړلي.
پوښتنه مو ترې وکړه: استاذه داعشیانو رانیولی وې؟
ځواب یې راکړ: هو! ګلانو؛ په تور ماښام یې دروازه را وډبوله، چې ووتلم، له ماشینو او دهشکو سره تیار ولاړ وو، په شنه زور یې د حجرې (دیرې) دروازه راباندې پرانیسته. ټوله شپه یې پهره داري راباندې وکړه او په نیمه شپه مې خپل پسه (ګډ) هم له ډار او مجبورې ورځې ورته حلال کړ.
په ډکه ګېډه یې د پسه غوښې سره وخوړلې او کله چې په جومات کې د سهار له غوړ چای وروسته رخصتېدل؛ نو ما او زمونږ کلیوالو ته یې مخ را واړاوه: “ښه خلک یئ، میلمه پالنه مو بیخي د مسلمانانو عادت دی، خو افسوس چې تاسې مشرکان یئ او له مرتدو خلکو ملاتړ کوئ”
مونږ ټولو په یوه خوله وخندل؛ خو د استاذ له تندي ښکارېده، چې هغه د داعشیانو رویې څومره پرېشانه کړی و.
زه خپله د هغو جاسوسو کړیو په لوبې حېران وم، چې کم عمره هلکان یې داعشیان کړل، کور په کور یې خلکو ته دښمنۍ وزېږولې او بېا یې همدغو وسله والو ته زمونږ د کفر فتوا ورکړه او هغه فلسلفه یې ور وښودله، چې پر اساس یې مونږ له یوه سره کافر یو.

لیکنه: سمسور

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version