له جهاد او مجاهدینو سره د نیابتي ډلو ناځواني

علي أنصار

#image_title

جهاد د اسلام یو مهم رکن او فریضه ده؛ چې د اعلاء کلمة الله د لوړولو، په ځمکه د خدای جل جلاله د سپېڅلي دین د اِقامې، د یوه شرعي نظام د پایښت، په اسلامي هیواد د کفر د استعمار د خاتمې او د خپلې ازادۍ د اخیستلو لپاره تر سره کېږي.

 

جهاد د بې ضمیرو، غلامانو او په کفري استعمار روږدو وګړو لپاره ډېر سخت عمل دی، خو! هغوی چې د خدای تعالی په قران او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په تګلارې او شریعت مین دي، دنیوي ژوند د اسلام په رڼا کې غواړي، له فحشاء او منکراتو کرکه کوي او ازاد ژوند خوښوي؛ جهاد ور ته له نورو ټولو عبادتونو خوښ او هوسا دی.

 

خو دا چې په جهاد سره د اسلام او شریعت لمنه پراخېږي او د نړۍ تر ګوټ-ګوټه رسېږي؛ ډېر د دین دښمنان ددې سپېڅلې فریضې مخه نیسي، جهاد بدناموي، مجاهدین له دې سپيڅلې فریضې اړوي، د نړۍ د انسانانو په سترګو کې جهاد ترهګري او قتل عام ښکاره کوي، حال دا چې جهاد د خدای جل جلاله په امر تر سره کېږي، هغه رب چې دا نړۍ او مخلوقات یې پیدا کړي دي.

 

کفرۍ نړۍ دا کار په خپل لاس ډېر وکړ، په اسلامي هیوادونو یې یرغلونه وکړل، د استعمار ريښې یې قوي کړې، مسلمانان یې په ډلیېزه توګه په شهادت ورسول، اسلامۍ نړۍ یې بار بار د غم په ټبر کښېنوله، خو! د جهاد مخه یې هيڅ ونه نیوله، چې یو زلمی به شهید کېده، لس به نور را پیدا شول، دا حالاتو تر ډېره دوام وکړ؛ چې بلاخره کفري نړۍ په ملا ماته او په ګونډو شوه.

 

کفري نړۍ له ماتې وروسته د یوې داسې پروژې په لټه شول، چې دوی ته پکښې هيڅ زیان وا نه وړي؛ خو اسلام او جهاد دواړه ختم او بدنام کړي، ددې کار لپاره د اسلام او خلافت په نوم ترهګریزې نیابتې ډلې تر ټولو موثرې تمامېدې، ځکه چې هغوی د اسلام په جامه کې اسلام بدناماوه او خلګ یې له جهاد څخه اړول.

 

له دغو نیابتي ډلو څخه دوه مشهورو ډلو ډېر کار ور ته وکړ، یوه ډله یې داعش؛ چې د اسلام په جامه کې یې اسلام بدنامه کړ او دوهمه یې حزب التحریر؛ چې د خلافت د تاسیس په نامه یې مجاهدین له جهاد څخه واړول او د تشو شعارونو او خیالي خلافت د تاسیس په پلمه یې وغولول.

 

داعش اسلام داسې بدنام کړ، چې د اسلام د بقاء په نوم یې د مسلمانانو قتل عام په دې پلمه پیل کړ؛ چې دوی اسلامي منهج هېر کړی دی او تش په نوم مسلمانان دي، داعش ځانونه د ټولې نړۍ تر مسلمانانو غوره بولي او دعوه کوي، چې رښتینی اسلام یوازې دوی ساتلی، حال دا چې د اسلام د رېښو ویستلو په قطار کې لومړی داعش راځي.

 

حزب التحریر له جهاد انکار وکړ او د عدم تشدد په نظریه روان شول؛ چې خپل حق او ازادي په زاریو وغواړئ، د اسلام د بقاء لپاره مه جنګېږئ، بلکې کفري نړۍ ته پر پښو پرېوزئ او د خپل اسلام، دین او هیواد ازادي ور څخه وغواړئ، حزب التحریر په دومره مکر سره د جهاد تحریف وکړ؛ چې د کفر په وړاندې له تیارو سنګرونو مجاهدین ولاړ او د جهاد له سپېڅلې فریضې پر شا سول.

هرماس الافغاني
Exit mobile version