په قرآن عظیمالشان کې الله تعالی جلجلاله د یوه داسې عالم عبرتناکه کیسه بیانوي چې د الهي آیتونو پوهه یې لرله، خو د حق لارې منحرف او په پای کې د ګمراهۍ په کندې کې ولوېد. مفسرینو دا کس «بلعم بن باعورا» بللی دی؛ هغه عالم چې د حضرت موسی علیهالسلام په زمانه کې اوسېده او خلکو یې له علمه هیلې لرلې. خو کله چې فرعون ورته د مال او مقام ژمنه ورکړه، وغولېد او له حقه واوښت. د دې پر ځای چې د حضرت موسی علیهالسلام او د مظلومو بنیاسرائیلو تر څنګ ودرېږي، د فرعون په لیکه کې شامل شو او خپل علم یې د هغه د ظلم د توجیه لپاره وکاراوه.
قرآن عظیمالشان د داسې انسان په اړه فرمایي: «فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّیْطَانُ فَکَانَ مِنَ الْغَاوِینَ» (اعراف: ۱۷۵)؛ یعنې هغه له الهي آیتونو څخه جلا شو او شیطان پسې ولاړ، تر دې چې له ګمراهانو څخه وشمېرل شو. دا قرآني کیسه یوازې یو تاریخي روایت نه دی، بلکې د ټولو زمانو لپاره یو خبرداری دی؛ داسې خبرداری چې ښيي حتی دیني عالم هم که د قدرت او شتمنۍ په فتنه کې راګیر شي، د ظلم وسیله ګرځېدلی شي.
نن چې د پاکستان د ځینو دیني څېرو وضعیت ته ګورو، د همدې قرآني برخلیک اندېښمنوونکی ورتهوالی پکې تر سترګو کېږي. یو شمېر هغه کسان چې ځانونه دیني عالمان بولي، له بده مرغه داسې لاره یې نیولې ده چې ډېر د بلعم باعورا له برخلیک سره ورته ده. هغوی خپل علم او دیني مقام د داسې نظام په خدمت کې ایښی دی چې ډېر شنونکي یې له بهرنیو قدرتونو سره تړلی بولي. دا کسان نه یوازې د پاکستان د حکومت د جنجالي سیاستونو او کړنو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي، بلکې کله ناکله په خپلو ویناوو او فتواوو کې هڅه کوي دغه سیاستونه د «سمې حکومتدارۍ» په نوم توجیه کړي. دا چلند په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دې هېواد په ګڼو سیمو؛ له بلوچستانه تر پښتونمېشتو سیمو پورې، خلک د تاوتریخوالي، ظلم او بېعدالتۍ شکایت کوي.
همدارنګه د سیمې د ډېرو شنونکو لپاره دا خبره روښانه ده چې د پاکستان بهرني سیاستونه ډېری وخت د سترو نړیوالو قدرتونو له تګلارو سره تړلي وي. له اسرائیلو او لوېدیځو قدرتونو سره پوځي او استخباراتي همکارۍ، په ځینو پوځي اډو کې د بهرنیو ځواکونو شتون او د سیمې په امنیتي بدلونونو کې د پاکستان رول هغه موضوعات دي چې پرلهپسې په رسنیو او سیاسي راپورونو کې مطرح شوي دي. په داسې وضعیت کې تمه دا ده چې دیني عالمان په رښتینولۍ او زړورتیا سره د دې واقعیتونو په اړه خبرې وکړي او د خلکو له حقونو دفاع وکړي. خو له بده مرغه، ځینې درباري علما د روښانګرۍ پر ځای چوپتیا غوره کوي او آن کله ناکله په دیني بیانونو د حکومت له سیاستونو ملاتړ کوي.
اصلي ستونزه دا ده چې دا ډول ملاتړونه ډېری وخت له منبر او جوماته څرګندېږي؛ یعنې له هغه ځایه چې باید د حق او عدالت د بیان مرکز وي. کله چې یو عالم خلکو ته ووایي چې د داسې حکومت اطاعت واجب دی او هر ډول اعتراض د حاکم پر وړاندې بغاوت معرفي کړي، نو په حقیقت کې خپل علمي مقام، چې د پېغمبرانو د وارثانو او د حق او عدالت د غږ استازیتوب کوي، د ظالمو واکمنانو لپاره پلوري.
قرآن عظیمالشان په بل آیت کې خبرداری ورکوي: «إِنَّ الَّذِینَ یَکْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْکِتَابِ وَیَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِیلًا أُولَٰئِکَ مَا یَأْکُلُونَ فِی بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ» (بقره: ۱۷۴)؛ یعنې هغه کسان چې الهي حقایق پټوي او په لږه بیه یې پلوري، په حقیقت کې په خپل ځان کې اور اچول دي. دا آیت څرګندوي چې د حق پټول او په لږه بیه یې پلورل د دین پر وړاندې له سترو خیانتونو څخه ګڼل کېږي. کله چې یو عالم حقیقت پېژني، خو د مقام، پیسو یا سیاسي امتیاز لپاره یې پټوي، نو په اصل کې هماغه تېروتنه کوي چې قرآن عظیمالشان یې پر وړاندې خبرداری ورکړی دی.
د دې درباري علماوو په مقابل کې، قرآن عظیمالشان د «رباني علماوو» یادونه کوي؛ هغه کسان چې یوازې له الله تعالی جلجلاله وېره لري او الهي آیتونه په ارزانه بیه نه پلوري. د اسلام تاریخ هم له داسې شخصیتونو ډک دی. د بېلګې په توګه، امام اعظم ابوحنیفه د خپل وخت د سیاسي فشارونو پر وړاندې ودرېد او په همدې سبب بندي شو. همدارنګه امام احمد بن حنبل د «مِحنې» په مشهوره پېښه کې تر سختو شکنجو لاندې راغی، خو حاضر نه شو چې خپل دیني باور د حکومت د غوښتنې قرباني کړي. دغو علماوو وښودله چې رښتینی عالم هغه دی چې د ظلم پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي، که څه هم د دې دریځ بیه یې ډېره درنه وي.
په معاصره دوره کې هم، په افغانستان او ځینو نورو سیمو کې داسې عالمان تېر شوي دي چې د بهرنیو قدرتونو او سیاسي فشارونو پر وړاندې یې مقاومت کړی او هڅه یې کړې چې خپل دیني او سیاسي استقلال وساتي. ډېریو خلکو دغه عالمان د خپلواک علمیت بېلګې ګڼي؛ هغه عالمان چې دین یې د بهرنیو قدرتونو او تابعو نظامونو د وسیلې په توګه نه دی کارولی.
د دغو دوو ډولو علماوو ترمنځ توپیر ډېر څرګند دی. رباني عالم د غره په څېر د ظلم د توپانونو پر وړاندې ټینګ ولاړ وي او حقیقت بیانوي، که څه هم تریخ وي. خو درباري عالم د واښو په څېر د قدرت له بادونو سره خوځېږي او هر چېرته چې ګټه وي، هماغلته درېږي. رباني عالم خپل رسالت د حق په دفاع کې ویني، په داسې حال کې چې درباري عالم زیاتره د خپل مقام او شخصي ګټو ساتنې ته پام کوي.
د پاکستان اسلامي ټولنه باید دې توپیر ته پوره پاملرنه وکړي. درباري علما د دیني جامې په کارولو سره کولای شي د خلکو پر ایمان دروند ګوزار وکړي، ځکه چې هغوی د دین له منځه خبرې کوي. له همدې امله، خلک باید هوښیار وي او د رباني عالم او هغه عالم ترمنځ توپیر وکړي چې د ظالمو قدرتونو تر اغېز لاندې وي. رښتینی درناوی او باور باید هغو کسانو ته ورکړل شي چې د حق او عدالت تر څنګ ولاړ وي، نه هغو ته چې دین د ظالمو او جنایتکارو واکمنانو د توجیه وسیله ګرځوي.
په پای کې، د علماوو مسؤلیت ډېر دروند دی. هغوی یا کولای شي د رباني علماوو په څېر د حق د ملاتړو په لیکه کې ودرېږي او یا لکه بلعم باعورا د تاریخ په اوږدو کې د انحراف او خیانت د بېلګې په توګه یاد شي. د دې دوو لارو ترمنځ انتخاب د دیني عالم برخلیک ټاکي؛ هغه برخلیک چې هم د خلکو په نظر او هم د الله تعالی جلجلاله په دربار کې پرې فیصله کېږي.










































