له اوج تر زواله؛ لس کاله وروسته د داعش د بشپړې ماتې روایت لومړۍ برخه

احسان ابراهیم

۲۰۱۴ میلادي کال وو چې ابوبکر البغدادي، د اوسنۍ زمانې د خوارجو ځان‌ساخته خلیفه، د موصل د النوري جومات د منبر پر زینو وخوت او د خلافت د جوړېدو اعلان یې وکړ؛ داسې خلافت چې نه یوازې د امت د یووالي لامل نه شو، بلکې دا ټپي شوی امت یې لا په درنو مصیبتونو کې ښکېل کړ.

هغه وخت داعش خوارج د خپل ځواک په اوج کې وو او همدې ځواک ورته یو کاذب غرور پیدا کړی و؛ هغه غرور چې په پایله کې یې د خلافت اعلان، د مخالفو ډلو تکفیر او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د یوې بشپړې جګړې د پیل لامل شو. خو د دوی د تمو خلاف، د دغه پوچ خلافت اعلان د عروج ټکی نه و، بلکې د دې فتنې د زوال او له منځه تلو پیل شو. ډېر وخت نه و تېر شوی چې د دوی تر واک لاندې سیمې یوه په بلې پسې ونړېدې او د دوی د فعالیت ساحه ورځ تر بلې تنګه شوه.

اوس، د داعش له‌خوا د خلافت له اعلان څخه لس کاله وروسته، د دې کرغېړنې ډلې د یوې ترخې خاطرې پرته بل څه نه دي پاتې او د ځینو سیمو پرته، په ځانګړي توګه په افریقایي هېوادونو کې، د دوی لپاره بل ځای نه دی پاتې. هو! هغه خوارج چې تل یې د «دولت الإسلام باقیه» شعار ورکاوه، نن یې غړي په بشپړ ډول خواره‌واره شوي؛ نه یوازې دا چې دوی عملیاتي ځواک نه لري، بلکې د دوی د خلیفه په اړه پرته له یوه نوم او کنیې بله کومه څرګنده نښه نه تر سترګو کېږي.

له همدې امله، د دې لیکنې په راتلونکو برخو کې به د دې کرغیړنې ډلې پر وروستیو او یوازینو فعالو اډو، د پردې تر شا پر سیاسي ملاتړونو او د دې ډلې پر اوسني ځواک یو نظر واچوو، که څه هم داعش د خپل ناوړه خلافت له نسکورېدو وروسته په بېلابېلو څانګو او «ولایتونو» وویشل شو، خو د دې ډلې د اوسني فعالیت نقشه څرګندوي چې دا ډله له خپل پخواني مرکز عراق او سوریې څخه په بشپړه توګه شړل شوې ده.

نن د داعشي خوارجو د عملیاتي او رسنیزو فعالیتونو یوه برخه په افریقا کې روانه ده؛ لوېدیځه افریقا او د ساحل په نوم ځان‌ساخته ولایت د داعش د اوسني ځواک اصلي محورونه دي او د نیجریې، نیجر او مالي په ځینو برخو کې شتون لري.

دا څانګې، د داعش له اصلي برخې خلاف، لا هم د منظم بریدونو وړتیا نه لري او د منځني ختیځ له رسنیز مرکز څخه د واټن له امله د نړیوالو پام ورته کم دی. مګر د منځني ختیځ په زړه کې، چیرې چې داعش یو وخت د خپل ځواک په اوج کې ولاړ و، نن ورځ د خپل تېر د کم‌رنګه سیوري او ترخو خاطرو پرته بل څه نه دي پاتې.

په عراق او سوریه کې نږدې ټولې سیمې چې د دې منفورې ډلې تر واک لاندې وې، بېرته نیول شوي او د داعش پاتې غړي اوس یوازې د بادیې په دښته، غرونو او لرې پرتو سیمو کې کله ناکله له سیوري راڅرګندېږي.

په جنوب او مرکزي اسیا کې دا داستان یو څه توپیر لري. د «خراسان ولایت»، چې داعش د افغانستان او پاکستان لپاره ټاکلی و، د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته سخت وځپل شو او د هغې عملیاتي وړتیا له منځه ولاړه؛ خو په پاکستان کې، د دغه رژیم په مستقیم ملاتړ، بېرته راټوکېدلی او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره د امنیت جدي ګواښ ګرځېدلی.

د داعش د سیاسي ملاتړ په اړه، ډېر شمېر شنونکي پر دې باور دي چې د داعش خراسان څانګه د پاکستان په خاوره کې روزل کېږي او د ISI پورې اړوند کړۍ یې په پټه ملاتړ کوي.

سره له دې ټولو، د داعش د اوسني ځواک ارزونه ښيي چې دا ډله د بشپړې نابودۍ او زوال په درشل کې ده؛ نه پخوانی مرکزيت لري، نه ورسره پخواني قوماندانان ژوندي پاتې دي، نه د سیمو د نیولو توان لري او نه یې هغه تشکیلاتي انسجام د یوې لسیزې مخکې سره د پرتله کېدو وړ دی.

Exit mobile version