بې شکه رسنیزه جګړه او تش په نامه شعارونه، د داعش د خوارجو له ناوړه پیدایښت څخه د هغوی د خیالي خلافت تر وروستۍ سلګۍ او حتی اوس چې تیت او پرک شوي هم دي، یوه له تر ټولو اغېزناکو وسلو څخه ګڼل کېږي.
د خوارجو مشرانو او قوماندانانو به په خپلو ټولو ویناوو او بیانیو کې داسې خبرې کولې چې ګواکې دوی د اسلامي امت د مظلومانو رښتیني ملاتړي دي او د دوی د پاڅون یوازینۍ موخه د مظلومانو دفاع ده؛ داسې شعارونه چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې له عیني حقیقت سره یې له ځمکې تر اسمانه توپیر درلود.
د خوارجو د خودخوانده خلافت ویاند ابومحمد العدناني، په یوه څو دقیقهایزه ویډیو کې له عامو مسلمانانو سره د چلند په اړه په ظاهراً ښکلو ټکو داسې ویلي وو:
و لئن نقدم فتضرب أعناقنا واحدا واحدا أحب إلينا من قتل رجل مسلم قصدا، فإنا والله من أجلهم نفرنا و للذود عن دمائهم و أموالهم و أعراضهم جئنا و سنضل نحبهم و لو كريهونا و سنضل ننصرهم مهما خذلونا و نريد حياتهم و لو أرادوا قتلنا.
عدناني په خپلو دې خبرو کې سره له دې چې د داعش د ناوړه حرکت د پاڅون لامل یې د مظلومانو دفاع ګڼله او د مسلمانانو پر ملاتړ یې ټینګار کاوه، حتی که د هغوی له خوا طرد هم شي، خو په عمل کې یې تر هر بل فعالیت ډېر د بې دفاع مسلمانانو په وینه تویولو کې مهارت درلود، هغه د داعش د ټولو غړو وژل کېدل د یوه بې ګناه مسلمان د وینې تویولو څخه غوره ګڼل؛ په داسې حال کې چې په عمل کې د دوی په نزد تر ټولو بې ارزښته شی د مسلمانانو وینه وه.
د خوارجو تر واک لاندې سیمو کې عیني حقیقت د دغو غولوونکو شعارونو یوه بشپړه بیله څېره نندارې ته وړاندې کړه؛ په هغه وخت کې د سوریې او عراق په ډېرو ښارونو او کلیو کې هغه مسلمانان چې له دې پرته یې بله هیڅ ګناه نه درلوده چې د دغې ډلې له خیالي خلافت سره یې بیعت نه و کړی، د مخالفت په جرم یې د تکفیر او ارتداد حکم صادر شو او په پایله کې یې په عام محضر کې سرونه ترې غوڅ شول.
په افغانستان کې هم د داعش د خوارجو جنایتونه له عراق او سوریې څخه کم نه وو؛ په داسې ډول چې پر جوماتونو، دیني مدرسو، د جمعې پر لمانځه او حتی پر روغتونونو او روغتیایي مرکزونو بریدونو دغې ډلې توره څېره او درواغجن شعارونه تر پخوا هم ډېر رسوا کړل.
په دې ټوله موده کې لسګونه، سلګونه او حتی زرګونه مسلمان ځوانان د دغې ډلې له باطلو افکارو سره د نه ملګرتیا په جرم په ډېر وحشیانه ډول ووژل شول او جسدونه یې په دښتو او غرونو کې وغورځول شول.
بې له شکه، د داعش د خوارجو خونړې او شرمناکه کارنامه، د دغې ډلې د غولوونکې وینا او وحشیانه عمل ترمنځ د ښکاره توپیر ژوندۍ ګواهي ده؛ هغه ډله چې د اسلامي امت د مظلومانو د دفاع تر نامه لاندې، پخپله پر تر ټولو لویو ظالمانو بدله شوه او د بې ګناهانو په وینه تویولو سره یې د امت پر وجود داسې ژور او نهروغېدونکي ټپونه پرېښودل؛ هغه ټپونه چې تاریخ به یې هیڅکله هېر نه کړي او دا تور داغ به د تل لپاره د هغوی پر تندي پاتې وي.