زما قلم عاجز دی له دې چې دا ټکي ولیکم، خو زه یې لیکم، ځکه تاریخ باید هیڅکله هېر نه شي.
د ایمان د قلعې نړول – د اسلاماباد زړه ته څپېړه
په ۲۰۰۷م کال کې، د پاکستان پوځ د اسلامآباد په زړه کې، د لال مسجد پر معصومو ښځينه زدهکوونکو، حافظانو، او استادانو وحشیانه یرغل وکړ. دا یرغل یوازې د پاکستان د یو جنرال یا پوځ پرېکړه نه وه، بلکې د امریکا، اسرائیلو، او هندي استخباراتو یوه ګډه دسیسه وه، چې موخه یې د دیني شعور نابودول و.
لال مسجد یوازې یو عبادتځای نه و، بلکې د اسلامي بیدارۍ یو سمبول و. هلته په اسلامي او ديني جذبه سرشاره داسې زړورې نارینه او باعفته ښځې وې، چې د ظالمانو پر وړاندې یې د وخت د مظالمو او غیر شرعي پاليسيو په خلاف د حق غږ پورته کړی و. خو دا غږ د هغو خلګو لپاره د زغملو نه و، چې د اسلام د اصلي روح دښمنان دي.
د ظلم او وحشت تور تاریخ او معصومې سرې وینې:
د ۲۰۰۷م کال د جولای په میاشت کې، د پاکستان پوځ د امریکا په اشاره، د جنرال پروېز مشرف په امر، د لال مسجد پر محصلینو، طالبانو، انجونو، استادانو، او د قرآن کریم پر حافظانو باندې وحشيانه حمله وکړه. د دې عملیاتو لپاره ۱۰،۰۰۰ پوځیان، درنې وسلې، ټانکونه، هلیکوپټرونه، او حتی زهرجن ګازونه او د فارسفورس په څېر کیمیاوي بمونه وکارول شول.
د رسمي شمېرو له مخې، له ۱۰۰۰ څخه زیات ښځینه طالبانې، محصلین، عالمان، طالبان او حافظان شهیدان شول، خو عیني شاهدان وايي، چې دا شمېر له ۳۰۰۰ څخه هم زیاته وه. هغوی نه یوازې شهيدان کړل شول، بلکې جسدونه یې د پوځ لخوا وسوځول شول، څو د ظلم او پېژندنې نښې يې پټې او يا په بشپړ ډول ورکې شي.
تر ټولو دردناکه کیسه دا ده، چې شاوخوا ۲۰۰ باعفته مؤمنې محصلې نجونې، چې د شرعي نظام د نفاذ مدافعینې وې، ورکې کړلای شوې. د بېلابېلو راپورونو له مخې، زیات شمېر نجونې امریکايي ځواکونو ته د څو څو زرو ډالرو په مقابل کې وسپارل شوې او د بګرام، ګوانتنامو، او نورو پټو امریکايي زندانونو ته انتقال شوې.
امریکا، اسرائیل، او هند – د پټې معاملې رازونه:
د امریکا پټ لاس: د عملیاتو پر مهال، د امریکا سفیر اېن پیټرسن د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره تماسونه نیولي وو، او امریکايي مشاورین د پوځ د مشرانو تر څنګ موجود وو. د امریکا د استخباراتو CIA دا عملیات د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په بدل کې تمویل کړل. د پاکستان د پوځ لوړپوړي جنرالانو، چې د دې عملیاتو مشري یې کوله، د عملیاتو وروسته يې په امریکا کې دایمي ویزې او جايدادونه ترلاسه کړل.
د اسرائیلو مرسته: د عملیاتو پر مهال، د پاکستان پوځ د اسرائیلي جوړو شوو پرمختللو وسلو، لکه لیزر بمونو او زهرجن ګازونو څخه کار واخیست، څو شهیدان بې له شواهدو له منځه یوسي. د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) ځیني افسران، چې دا عملیات یې شکمن، غیر معقول او د جنګي اصولو خلاف بلل، یا ووژل شول، یا دندې پرېښودو ته مجبور کړل شول.
د هندي استخباراتي ادارې رول – “را” د پردې تر شا: د هندي استخباراتي ادارې (RAW) د پروېز مشرف حکومت ته د جعلي استخباراتي معلوماتو له لارې دا قناعت ورکړ، چې لال مسجد د “القاعدې” د یوه مرکز حیثیت لري. د هندي حکومت استخباراتي افسران، چې د پاکستان د پوځ په ځینو حلقو کې یې نفوذ درلود، د عملیاتو لپاره تخنیکي او استخباراتي ملاتړ برابر کړ.
د عملیاتو وروسته، د هند استخباراتو د پاکستان ځینو رسنیو ته ۱۵ میلیونه ډالر ورکړل، څو دا عملیات د “ترهګرۍ ضد بریالیتوب” وښيي.
پوځ دننه مقاومت او ځپل شوي افسران
د عملیاتو پر مهال، د پاکستان د پوځ ځینو دیني افسرانو د لال مسجد د یرغل مخالفت وکړ. څو مهم پوځي افسران، چې دا برید یې “غیر اسلامي” باله، له پوځ څخه وایستل شول، او ځینې نور ووژل شول.
کرنل عباس – د لال مسجد پر ضد د عملیاتو مخالفت یې کړی و، او د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.
میجر عامر – د پوځ استخباراتي افسر و، چې د عملیاتو حقیقت یې افشا کاوه، خو ناڅاپي دنده پرېښودو ته مجبور شو.
برېګېډیر علي خان – د عملیاتو مخالفت یې کړی و، او په دروغو د “ترهګرۍ” په تور زنداني شو.
د پاکستان دوهمخې تګلاره – د ناکامو پالیسو پړه پر نورو اچول:
که لال مسجد “ترهګر” و، نو ولې هلته خو یواځې قرآن، حدیث او د اسلامي علومو زدهکړې ترسره کېدې؟ که د دې عملیاتو موخه د “ترهګرۍ” ختمول و، نو ولې بېګناه محصلې نجونې امریکایانو ته وسپارل شوې؟
ولې د عملیاتو وروسته پوځ لوړپوړو افسرانو ته د امریکا لخوا دایمي ویزې او جايدادونه ورکړل شول؟
پاکستان پرځای د دې چې خپلې ناکامې او غیر شرعي پالیسۍ سمې کړي، د خپلو ناکامیو او خراب امنیتي وضعيت پړه پر نورو اچوي. لکه څو ورځې وړاندې چې په اسلامآباد کې د لال مسجد اړوند د جامعه حفصې مدرسې مشره او مدیره ام حسان يې د څو شرعي معقولو غوښتنو په غبرګون کې ونیوله، چې له امله یې په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه راپورته شول.
پاکستان د خپل ولس سترګو ته خاورې اچوي، د پروپاګند له لارې هڅه کوي چې خپل ناکام امنیتي سیاستونه پټ کړي، او د خپلو داخلیو ستونزو پړه پر افغانستان وراچوي.
حقیقت دا دی، چې پاکستان په خپله قصداً په مذهبي او مقدسو ځایونو پورې ځان سولوي، مسلمانان تنګوي، چې د ولس مذهبي قهر راوپارېږي، او هغوی ټوپک را واخلي. دا هر څه د پاکستان د فاسدو جنرالانو او حکومتي مشرانو له لوري د قدرت د ساتلو لپاره ترسره کېږي. خو پاکستان پرځای د دې چې خپله پالیسیانې سمې کړي، د افغانستان نوم اخلي، څو خپل ولس وغولوي.
د لال مسجد داستان – د تاریخ له حافظې نهشي پاکېدای:
د لال مسجد وینې لا وچې شوې نه وې، چې دغه ظلم بیا تکرار شو. ام حسان ونیول شوه، مظلومو حافظانو بیا د ظلم څپې ته غاړه کېښوده، خو حقیقت دا دی چې دا هر څه د تاريخ په پاڼو کې ثبتېږي او هېڅکله به پټ پاتې نشي.