قدس؛ د اُمت ټپي زړه! لومړۍ برخه

ابو هاجر الکردي

#image_title

مسجد الاقصی د نړۍ له سپېڅلو، مهمو، او خورا بحث‌انګېزو ځایونو څخه ګڼل کېږي، چې د تاریخ په اوږدو کې یې ځانګړی ارزښت ساتلی، دا جومات د مسلمانانو لپاره ځانګړې مرتبه لري؛ ځکه چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله او درېیم سپېڅلی ځای دی.

د اسلام ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم د اسراء په شپه دې جومات ته ولېږدول شو، چې د بشریت په تاریخ کې تر ټولو ستره غونډه دلته ترسره شوه، په دې غونډه کې ټولو انبیاوو علیهم السلام د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امامت قبول کړ او د هغه تر شا یې لمونځ وکړ، د مسجد الاقصی نوم د مسجد الحرام او مسجد نبوي ترڅنګ په خورا فضیلت لرونکو جوماتونو کې ځای لري.

د روایتونو له مخې، د دې جومات بنسټ حضرت داود علیه السلام ایښی و او حضرت سلیمان علیه السلام بشپړ کړ، د اسلام ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم د هجرت څخه وروسته د اوولسو میاشتو لپاره د دې جومات لوري ته لمونځ کاوه او د معراج ستره واقعه هم له همدې ځایه ترسره شوه.

“الاقصی” په لغت کې د “لیرې، تر ټولو لیرې یا وروستي حد” په معنا دی؛ ځکه چې دا جومات د مسجد الحرام څخه ډېر لیرې پروت دی.

سریزه:
له شاوخوا شپېتو کلونو راهیسې، مسلمانان او د فلسطین خلک د بېلابېلو کړاونو او ستونزو سره مخ دي، زرګونه خلک بې‌کوره شوي، وژل شوي او زنداني شوي دي، ښځې کونډې شوې، ماشومان یتیمان شول، کورونه او کروندې ورانې شوې.

مسجد الاقصی، چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله او درېیم مقدس ځای دی، اوس د صهیونیستي یرغلګرو تر ولکې لاندې دی، د دغو ظالمانو لاسونه د بې‌ګناه انسانانو په وینو سره دي او لا هم د ظلم او غصب څخه لاس نه اخلي.

له بلې خوا، لوېدیځ او اروپايي هېوادونه د دوی ملاتړ کوي، پرمختللې وسلې او میلیاردي مرستې ورته ورکوي، که حقیقت ته وکتل شي، دا یرغل د مسلمانانو د خپلو اعمالو سزا ده؛ ځکه چې هغوی الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم هېر کړي، له اسلام څخه لرې شوي او په دنیاوي شیانو کې ډوب دي.

د مسلمانانو مشران د کفارو په ملاتړ تکیه کوي او د هغوی په وړاندې د سوال لاسونه اوږدوي، د هغوی تر منځ اختلاف او ډلبازي هغه څه دي چې الله سبحانه و تعالی یې په کلکه منع کړې ده:

[وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ].
ژباړه: د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ، په خپل منځ کې شخړه مه کوئ، که شخړه وکړئ، ناکامېږئ او ستاسو ځواک به له منځه لاړ شي او صبر وکړئ؛ بېشکه الله له صبر کوونکو سره دی.” (الأنفال: ۴۶)

حل لاره:
د مسلمانانو لپاره یوازینۍ حل لاره دا ده چې اسلام ته په رښتیني توګه راستون شي، د خپلو ناوړه اعمالو څخه پښېمانه شي او توبه وباسي، باید د کفارو له تقلید څخه ډډه وکړي او د اسلام لارښوونې تعقیب کړي.

الله تعالی داسې مؤمنان غواړي چې د قدس د لومړي فاتح حضرت عمر رضي الله عنه په څېر وي، چا چې پرته له وینې تویېدو د دې مقدسې ځمکې فتحه وکړه، الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ].
ژباړه: “او تاسو به بریالي شئ، که رښتیني مؤمنان ووسئ.” (آل عمران: ۱۳۹)

موږ د داسې ورځې هیله‌من یو چې مسلمانان به خپل له لاسه ورکړی عزت او اتحاد بېرته ترلاسه کړي، ان‌شاءالله.

د مسجد الاقصی اهمیت:
مسجد الاقصی په اسلام کې ځانګړی او لوړ مقام لري؛ ځکه چې دا د کعبې وروسته په ځمکه دویم مسجد دی، الله سبحانه وتعالی په قرآن کې فرمایي: [إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ].
ژباړه: “بېشکه چې لومړی کور چې د خلکو لپاره جوړ شو، هغه د مکې په مبارکه ځمکه دی، چې د ټولو لپاره هدايت دی.” (آل عمران: ۹۶)

حضرت ابوذر رضي الله عنه روایت کوي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل:
یا رسول الله! په ځمکه لومړی کوم مسجد جوړ شوی؟
هغه وفرمایل: “مسجد الحرام.
ما بیا وپوښتل: “وروسته کوم یو؟
هغه وفرمایل: “مسجد الاقصی.
ما وپوښتل: د دې دواړو تر منځ څومره وخت وو؟
هغه وفرمایل: “څلوېښت کاله.” (بخاري)

د روایتونو له مخې، د مسجد الحرام او مسجد الاقصی دواړو بنسټ ایښودونکی حضرت آدم علیه السلام و، وروسته له دې چې د نوح علیه السلام په وخت کې د مسجد الحرام بنسټ تخریب شو، حضرت ابراهیم علیه السلام ته امر وشو چې هغه بیا ورغوي.

په همدې ډول، مسجد الاقصی د حضرت سلیمان علیه السلام په وخت کې بیا جوړ شو، ځکه چې دا ځای د ډېرو انبیاوو علیهم السلام د ښخېدو ځای دی.

ادامه لري…

هرماس الافغاني
Exit mobile version