د فلسطین د اشغال تاریخي پسمنظر
د دې لپاره چې هغه اور درک کړو چې نن غزه پکې سوځي او هغه چوپتیا وپېژنو چې نړۍ یې تر سیوري لاندې راغلې، اړینه ده بېرته پیل ته وګرځو؛ هغې سرچینې ته چې دا اوږد، پېچلی او خونړی بهیر ترې راټوکېدلی.
دا تاریخي سفر له بنسټیزو پوښتنو پیلېږي، څنګه هغه ځمکه چې زرګونه کلونه تاریخ لري او د ژورو ریښو لرونکی ولس کور و، د معاصرې نړۍ د تر ټولو اوږدې او لانجمنې شخړې ډګر شوه؟ د تاریخ په کوم پړاو کې د اشغال تخم وکرل شو، کومو سیاسي، فکري او استعماري عواملو یې وده ورکړه؟ او ولې، سره له دې چې لسیزې تېرې شوې او نړیوال ځواکمن توازنونه بدل شوي، دا شخړه نه یوازې حل نه شوه، بلکې لا پسې پېچلې او تاوتریخجنې بڼې خپلوي؟
د دې پوښتنو ځوابونه د هغه ناورین د مختلفو ابعادو د پوهېدو لپاره کلیدي دي چې موږ یې نن شاهدان یو.
د فلسطین د اشغال تاریخي پسمنظر د نولسمې پېړۍ وروستیو ته ورګرځي؛ هغه مهال چې په اروپا کې ملتپال غورځنګونه راټوکېدل. په همدې فضا کې د سیاسي صهیونیزم مفکوره وزېږېده، چې موخه یې په فلسطین کې د «یهودي ملي کور» جوړول وو، هغه سیمه چې هغه وخت د عثماني امپراتورۍ تر واک لاندې وه او اکثریت نفوس یې عربان وو. دا غوښتنه په ۱۹۱۷ کال کې د برتانوي امپراتورۍ د بالفور اعلامیې له لارې رسمي بڼه خپله کړه، کله چې بریتانیا د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته پر فلسطین واکمنه شوه.
د برتانوي واک په دوره کې، استعماري سیاستونو، لکه فلسطین ته د یهودي کډوالو هڅول او هغوی ته د ځمکو سپارل، په تدریجي ډول د سیمې ډیموګرافیک او ملکیتي جوړښت بدل کړ او د فلسطیني عرب اوسېدونکو سره یې ډیری وخت تاوتریخوالی او شخړې رامینځته کړې.
د دوهمې نړیوالې جګړې او د هولوکاسټ له فاجعې وروسته، د یهودي دولت د جوړېدو لپاره نړیوال فشارونه زیات شول. په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو د ویش پلان د یهودي او عربي دوو دولتونو د جوړېدو وړاندیز وکړ، صهیونيستي مشرتابه دا پلان ومانه او د اسرائیلو دولت یې اعلان کړ، خو فلسطیني عربانو او ګاونډیو عربي هېوادونو ورسره مخالفت وکړ. پایله یې جګړه وه؛ هغه جګړه چې د اسرائیلو په بریا او د فلسطینیانو لپاره د ټاکل شوو سیمو وراخوا د پراخ اشغال سره پای ته ورسېده.
دا پېښه، چې فلسطینیان یې د «النکبه» یا ناورین په نوم یادوي، د سلګونو زرو فلسطینیانو د جبري بېځایه کېدو، د هغوی د ځمکو د نیولو او د یوې اوږدمهالې تراژیدۍ د پیل نښه وه، چې د غوسې او کرکې احساس یې رامنځته کړ او تر نن ورځې پورې دوام لري. د ۱۹۶۷ کال جګړې، چې لوېدیځه غاړه او غزه هم پکې اشغال شول دا زخم نور هم ژور کړ او اشغال یې بشپړ بڼه خپله کړه.
د دې پیچلي تاریخ د سپړلو لپاره، دا مقاله په تحلیلي-انتقادي داستان تکیه کوي. د څېړنې مېتود د تاریخي اسنادو مطالعه، د نړیوالو سیاسي بحثونو تحلیل او د شخړې د ایډیالوژیکي ریښو تعقیب دی. هدف یوازې د پېښو بیان نه دی، بلکه د استعمار، ملتپالنې او لویو قدرتونو د ګټو ځواکونه درک کول دي چې د فلسطین تراژیدي یې رامنځته کړې ده.
دا مقاله موږ ته روښانه کوي چې ولې نن ورځ غزه یوازې یوه ساده “امنیتي ستونزه” نه ده، بلکې د اویا کلنې کیسې وروستۍ فصل ده؛ د بېځایه کېدو، مقاومت، نظامي اشغال، او د یوې ټولیزې محاصرې کیسه چې د نسلونو راهیسې دوام لري. د دې پسمنظر په پوهیدلو، د نن ورځې د بشري ناورین د ژورتیا پوهېدو، د نړیوالې ټولنې د چوپتیا تحلیل او د راتلونکي د ناڅرګندتیا ارزولو لپاره یو اړین بنسټ دی.











































