غزه د اور په لمبو کې! دویمه برخه

أحمد یحیی

د غزې بمباري؛ د یوې جوړښتي نسل‌وژنې اړخونه

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې نړۍ د غزې پر تړانګه د یوه داسې پوځي یرغل شاهده وه چې ټولې پخوانۍ معادلې یې نسکورې کړې. دا یوازې یو جنګي عملیات نه و، بلکې په یوه دوامدار او منظم ویجاړونکي بهیر بدل شو؛ چې موخه یې نه یوازې د مقاومت ډلې، بلکې د یوه کلابند ملت د ژوند بنسټونه ول. د هوايي، سمندري او ځمکنۍ مطلقې برلاسۍ پر مټ، د اسرائیلو پوځ د «وژنې» ستراتیژي خپله کړه؛ داسې چې د «خوندي تخریب» تر نامه لاندې د پوځي او ملکي ترمنځ هر ډول کرښه له منځه ولاړه.

روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه، جوماتونه او حتی بشر دوستانه کاروانونه تر اور لاندې راغلل، ترڅو غزه په عملي ډول د ویجاړولو په یوه ستر لابراتوار واوړي. د ساحوي راپورونو له مخې، د استوګنې له نیمايي څخه زیات واحدونه نړول شوي او د شمالي غزې پراخې سیمې د ژوند لپاره ناممکنې ګرځېدلې دي. په همدې حال کې، فلسطیني مقاومت چې د تونلونو د پېچلې شبکې او د ښاري بې توازنه جګړې پر تکتیکونو یې تکیه کړې وه، که څه هم یرغلونو ته یې دروند ځواب ورکړ، خو د هغې سترې ویجاړونکي ماشین پر وړاندې، چې د لوېدیځو قدرتونو له سیاسي او تسلیحاتي ملاتړ څخه یې ځواک اخیست، په بشپړ ډول اختياري دریځ کې پاتې شو.

خو دا بمباري یوازې یوه تېرېدونکې بشري تراژیدي نه وه. د فاجعې ژور بُعد په هغو شمېرو کې انځورېږي چې د «متعارفې جګړې» له چوکاټه وځي او د «جوړښتي تاوتریخوالي» ساحې ته ننوځي. د فلسطیني ملکي وګړو د وژل شویو شمېر له ۶۵ زرو واوښت، چې تر اویا سلنه ډېر یې ښځې او ماشومان دي. له ۱۶۶ زرو زیات کسان ټپیان شول؛ هغه انسانان چې ډېری یې د بدن د غړو له لاسه ورکولو او د درملنې له نشتوالي سره د نیم‌ژوندي برخلیک ته پرېښودل شول.

نږدې د غزې د ۲،۳ میلیوني نفوس ټول وګړي په زور بې‌ځایه کړل شول او ډېر یې څو څو ځله د خپلو موقتي پناه‌ځایونو پرېښودو ته اړ شول. دا پراخه بې‌ځایه کېدنه یوازې د بمباريو پایله نه وه، بلکې د سیمو د جبري تخلیې او د غزې د ځمکنۍ یووالي د ماتولو لپاره د یوه شعوري او طرحه شوي سیاست برخه وه.

له شمېرو هاخوا، دا جګړه د محاصرې، لوږې او ناروغیو له لارې د یوې «خاموشې نسل‌وژنې» څېره خپلوي. د غزې اووه‌لس کلنه محاصره، چې تر دې وړاندې یې هم ژوند د زغملو تر پولې رسولی و، د جګړې پر مهال خپل تر ټولو تریخ پړاو ته ورسېده. د خوړو، پاکو څښاکي اوبو، سونګ توکو، برېښنا او درملو ته د لاسرسي بشپړ پرې کېدو داسې بشري ناورین وزېږاوه چې ملګرو ملتونو هغه «بشري فاجعه» بللې ده.

ماشومان د لوږې له امله ورو ورو مري، ناروغان د لېږد د ناممکنۍ او یا د طبي تجهیزاتو د نشتوالي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او ساري ناروغۍ د بې‌ځایه شویو په ګڼه‌ګوني کمپونو کې په بې‌ساري چټکتیا خپرېږي. دا وضعیت ښيي چې جګړه نور د سنګرونو تر کرښو محدوده نه ده پاتې، بلکې د یوې نسل‌وژنې د بدن او روح تر ژورو پورې غځېدلې ده.

دغه یرغل له یوې سختې رسنیزې او اطلاعاتي جګړې سره هم مل وو. د غزې د نړۍ له سترګو پټولو هڅې، د خبریالانو په نښه کول او د جنایتونو د مستندسازۍ مخنیوی، د «حقیقت د پټولو» د یوې پراخې ستراتیژۍ برخې وې. په مقابل کې، فلسطیني مقاومت د ساحوي انځورونو او راپورونو په خپرولو سره د درد، زغم او پایدارتیا داسې روایت وړاندې کړ چې وتوانېد د نړۍ عامه افکار تر ژور اغېز لاندې راولي.

په پای کې، دې جګړې وښودله چې د اسرائیلو امنیتي بحث داسې پړاو ته رسېدلی چې پکې د «ځان‌دفاع» مفهوم د یوه ملت د فزیکي له منځه وړلو او د ژوند د ټولو شرایطو د بشپړې نابودۍ په یوې منظمې پروژې بدل شوی دی، هغه پدیده چې د نړیوالو حقوقو کارپوهان یې «جوړښتي نسل‌وژنه» بولي. د غزې د تاریخ دا برخه به نه د یوې لنډمهاله نښتې په توګه، بلکې د اشغال او مقاومت د یوه نوي فصل په توګه ثبت شي؛ هغه فصل چې پکې یو ملت د پلان شوې نابودۍ تر سیوري لاندې ودرېد.

Exit mobile version