د المرصاد د وروستي راپور له مخې چې د پاکستان د باړې په سیمه کې ۱۱ داعشیان وژل شوي، یو ځل بیا هغه واقعیت روښانه شو چې له کلونو راهیسې پرې نړیواله ټولنه قصداً سترګې پټوي: پاکستان په عملي ډول د داعش په اصلي مرکز بدل شوی دی.
دا پېښه یوازې د څو کسانو وژل کېدل نه دي؛ دا د یوې ژورې او خطرناکې معادلې څرګندونه ده. هغه هېواد چې ځان د ترهګرۍ قرباني معرفي کوي، څنګه پکې داعش خوندي پټنځایونه، د بیا تنظیم فرصتونه او د فعالیت ازاده فضا مومي؟
د پاکستان په قبایلي او سرحدي سیمو کې د داعش حضور تصادفي نه دی، بلکې د سیسټماټیکې سترګې پټولو، غیر مستقیم ملاتړ او استخباراتي دوهمخۍ پایله ده. داعش داسې يو وسله وال ترهګریز برانډ دی چې هر ځای ته ورسېږي، هلته وینه، ویره او بېثباتي زېږوي. که نن داعش د پاکستان له خاورې بیا منظمېږي، سبا یې اور یوازې د سیمې تر پولو نه محدودېږي. د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، منځني ختیځ او حتی د لوېدیځ هېوادونو امنیت د همدې شبکو له امله ګواښل کېږي.
پوښتنه دا نه ده چې داعش ولې پاکستان ته ورغی؛ اصلي پوښتنه دا ده چې پاکستان ولې داعش ته د پاتې کېدو، بیا منظمېدو او پراختیا زمینه برابروي؟
کله چې د داعش مرکزونه په نورو سیمو کې له منځه ځي، همدا پاکستاني جغرافیه ده چې د هغوی لپاره د بدیل خوندي ځای په توګه کارول کېږي. دا حالت نه یوازې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې یو امنیتي ګواښ دی، بلکې د نړیوال نظم پر ضد ښکاره چلنج بلل کېږي.
نړۍ باید دا درک کړي چې داعش یوازې هغه مهال مهارېدای شي چې د هغه اصلي مرکزونه، پټنځایونه او ملاتړي چاپېریالونه په نښه شي. تر هغې چې پاکستان د داعش د فعالیت لپاره خوندي فضا وي، د داعش پر ضد نړیوالې ادعاوې به یوازې تش شعارونه پاتې شي.
اوس وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه نور د «اندېښنې څرګندولو» له مرحلې ووځي. داعش که همداسې له پامه وغورځول شي نو يو ځل بيا به په يو نړيوال ګواښ بدل شي او هغه هېواد چې ورته پناه ورکوي، د دې ګواښ شریک مسؤول دی. پر پاکستان د فشار، څارنې او حساب غوښتنې پرته، د داعش پر ضد جګړه نه بشپړېږي او نه بریالۍ کېږي.
دا د نړۍ لپاره وروستی خبرداری دی: پر داعش سترګې پټول، د سبا ناامنۍ ته بلنه ورکول دي.
