پاکستان په سیمه کې د داعش وروستی محور!

عصمت څاروان

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ لوی او ماهر طراح دی. د خپلو نامشروعو ګټو د تعقیب او لاسته راوړلو لپاره د نیابتي ډلو جوړول او کارول یې په خټه اخیستل شوی صفت دی. پاکستان په دې وروستیو کې د داعش په څېر نړیوالې ترهګرې ډلې بیا عیارولو ته مخه کړې ده، او هممهاله د پاکستان لوی ښارونه او د پوځ تر کنټرول لاندې غرنۍ سیمې د زیات شمېر داعشي مرکزونو کوربه دي.

په افغانستان، سیمه او نورو هېوادونو کې بریدونه له همدغو مرکزونو تنظیم او ترسره کېږي. په افغانستان کې د کندهار برید، په روسیه کې د کنسرت برید، او د ایران په کرمان کې برید هغه پېښې دي چې ترسره کوونکي یې د کره هویت په پېژندلو سره د پاکستان له مرکزونو څخه روزل شوي او لېږل شوي وو.

د بېلګې لپاره: د بلوچستان مرکزونه چې وروسته د نامعلومو وسله‌والو لخوا له منځه یوړل شول؛ د پښتونخوا خیبر ولسوالۍ کې د جبار مېلې مهم مرکز چې وروسته د ډرون بریدونو په واسطه له منځه یوړل شو؛ عبدالمالک، د داعش ځایي مسؤل، چې د خیبر د سورغر په سیمه کې ووژل شو؛ برهان، یو بل داعشي مسؤل، چې وروسته د پنجاب د قصور ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله‌والو لخوا ووژل شو؛ په بلوچستان کې د خراساني داعشیانو مهم پاکستاني تبعه مسؤل عاصم بلوچ، د بلوچستان د مستونګ اوسېدونکی، چې وروسته په بلوچستان کې له خپل تاجکستاني ملګري سره یو ځای د نامعلومو وسله‌والو لخوا ووژل شو؛ محمد ګورن، ترکي داعشی چې «یحیی» مستعار نوم یې درلود، د ترکیې استخباراتو لخوا د افغانستان ـ پاکستان په سرحدي سیمه کې ونیول شو او په بلوچستان کې یې د داسې داعشي مرکزونو پر شتون اعتراف وکړ چې د بېلابېلو هېوادونو اتباع پکې د بېلابېلو هېوادونو د بریدونو لپاره روزل کېږي.

دا هغه ژوندي او کره مثالونه دي چې معتبرو سرچینو خپاره کړي دي، او پاکستاني رژیم هم په پټه خوله سره منلي دي. هممهاله، د المرصاد د یو وروستي راپور پر بنسټ، چې په باړه کې یې د ۱۱ تنه داعشیانو وژل کېدل تایید کړي دي، دا په ډاګه کوي چې په پاکستان کې د داعش ډلې مرکزونه فعال او موجود دي، او پاکستان لا هم په سیمه کې د داعش نړیوالې ترهګرې ډلې په تمویلولو او تنظیمولو لګیا دی.

ویل کېږي چې وژل شوي داعشیان د بهرنیو هېوادونو تابعیت لرونکي دي. دغه برید هم د هغو بریدونو په تسلسل کې ترسره شوی چې تر دې وړاندې هم په بلوچستان او پښتونخوا کې د نامعلومو وسله‌والو لخوا د داعش پر پټنځایونو او مسؤلینو ترسره شوي وو.

په پاکستان کې د داعش پر پټنځایونو بریدونه، او د سیمه‌ییزو داعشیانو ترڅنګ د بهرنیو داعشیانو وژل، دا حقیقت روښانوي چې پاکستان په سیمه کې د داعش د راټولېدو وروستی محور دی. پاکستان غواړي د داعش کورني او بهرني عناصر سره یو ځای او بیا تنظیم کړي، او په سیمه کې یې د ګاونډیو هېوادونو او په کور دننه د ولسي حرکتونو په مقابل کې د فشار، د سیمې د امنیت د خرابولو او ننګولو جوګه کړي، او له دې لارې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو امنیت خراب او خپل ناوړه ستراتیژیک پلانونه او اهداف پلي او تعقیب کړي.

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش د روزنیزو مرکزونو شتون د داعش ډلې د بیا تنظیم او پیاوړتیا لپاره د پاکستاني رژیم د هڅو ښکاره او قاطع ثبتونه دي، او په پاکستان کې په لویه کچه د داعشي مرکزونو د شتون انځور وړاندې کوي.

د داعش ترهګرې ډلې د بیا تنظیم لپاره د پاکستاني رژیم هڅې د سیمې او نړۍ لپاره د خطر زنګ دی. د سیمې او نړۍ هېوادونه باید ټول په ګډه سره د پاکستاني رژیم د خطرناکو او شرارت‌زېږنده هڅو مخنیوی وکړي، او اجازه ورنه کړي چې د خپلو نامشروعو ګټو لپاره د سیمې امنیت خراب کړي؛ کنه نو لرې نه ده چې سیمه او نړۍ به یو ځل بیا د داعش د خونخواره ډلې ظلمونه تجربه کړي.

Exit mobile version