پاکستان؛ په سیمه کې د داعش پټنځای

احسان

داعش یوازې یوه ترهګره ډله نه ده؛ بلکې دا یوه وینې‌توېوونکې، تکفیري او د اسلام‌ ضد پروژه ده چې تر ټولو ډېر قربانیان یې خپله مسلمانان دي. هر ځای چې داعش قدم اېښی، جوماتونه، ښوونځي او بازارونه یې د وژنې او وحشت په ډګرونو بدل کړي دي. خو بنسټیزه پوښتنه دا ده: ولې داسې یوه خطرناکه ډله توانېدلې چې د پاکستان په خاوره کې اډه جوړه کړي، ساه واخلي، منظم شي او خپله عملیاتي شبکه جوړه او فعاله کړي؟

د پاکستان په خیبر اېجنسۍ کې د داعش د یوولسو غړو د وژل کېدو خبر یو ځل بیا یو تریخ واقعیت را برسېره کړ؛ او هغه دا چې پاکستان یوازې د دې ډلې لپاره د تېرېدو لاره نه ده، بلکې د استوګنې او عملیاتي پټنځای په توګه کارول کېږي. دا احساساتي او بې‌بنسټه تور نه دی؛ بلکې د سیاسي واقعیتونو، ساحوي څېړنو او پرله‌پسې امنیتي راپورونو پایله ده.

که د پاکستان حکومت رښتیا هم د داعش مخالف وي، نو دا پوښتنې بې‌ځوابه پاتې کېږي: داعش څنګه د دې هېواد په زړه کې پټنځایونه لري؟ د دې ډلې بهرني غړي څنګه له بلوچستانه تر خیبر اېجنسۍ پورې په بشپړه ازادۍ تګ راتګ کوي؟ او ولې تر اوسه هېڅ قاطع، روڼ او رېښه‌کنوونکی ګام نه دی پورته شوی؟

حقیقت دا دی چې د تکفیري ډلو، لکه داعش، په وړاندې د پاکستان سیاست له کلونو راهیسې دوه‌مخیز، فریبکارانه او ابزارمحور پاتې شوی دی. په یوه خوا د تاوتریخوالي پر ضد شعارونه پورته کېږي او په بله خوا له ځینو خطرناکو او وینې‌توېوونکو ډلو سره معامله، زغم او یا هم چوپتیا اختیارېږي. همدې مبهم او دوه‌مخيزه سیاست داعش جسور او زړه‌ور کړی دی.

داعش بې له ملاتړیز چاپېریاله ژوند نه شي کولی. هېڅ ډله بې له پناه‌ځایه، بې له امنیت، بې له شبکې او بې له دې چې استخباراتي ادارې پرې سترګې پټې کړي، دوام نه شي موندلای. که داعش نن په پاکستان کې حضور لري، نو دا یا د حکومت د ناتوانۍ پایله ده او یا د جنایت د ابزاري کارونې قصدي سیاست. او دواړه حالتونه د سیمې لپاره ویجاړوونکي دي.

داعش د مسلمانانو د وژنې وسیله ده. هره چاودنه چې دا ډله ترسره کوي، یا په جومات کې وي، یا په ښوونځي، یا په بازار کې. که پاکستان دې ډلې ته ځای ورکړی وي، نو په عملي توګه یې د مسلمانانو د وژنې زمینه برابره کړې ده. دا یوازې یوه سیاسي تېروتنه نه ده؛ دا له جنایت سره غیرمستقیمه همکاري ده.

د سیاسي شنونکو په باور، د پاکستان استخباراتي اداره له کلونو راهیسې د «پيشو او موږک» په لوبه تورنه ده، چې داعش یې یوه څرګنده بېلګه ګڼل کېږي. خو تاریخ ښودلې چې هر څوک چې ترور او وینه‌تویول د سیاست وسیله وګرځوي، یوه ورځ به خپله هم د هماغې وسیلې قرباني شي.

که پاکستان رښتیا هم ځان بې‌ګناه ګڼي، باید دا درې ګامونه پورته کړي:
۱. په خپله خاوره کې د داعش حضور په ښکاره اعتراف کړي؛
۲. د دې ډلې ټولې اډې او شبکې په قاطع او بشپړ ډول له منځه یوسي؛
۳. له تکفیري ډلو سره هر ډول دوه‌مخیز سیاست او استخباراتي لوبې د تل لپاره پای ته ورسوي.
تر هغه چې دا ګامونه عملي نه شي، هېڅوک به دا باور ونه کړي چې پاکستان رښتیا هم له داعش سره دښمني لري او ورسره پټه همکاري نه لري.

په تېرو وختونو کې افغانستان، عراق، سوریه او نور هېوادونه د داعش له لاسه ژوبل شوي دي. که پاکستان نن دې ډلې ته ځای ورکړي، سبا به خپله هم د چاودنو ډګر شي. ترور او تکفیر وفادار مېلمانه نه دي؛ هر ځای چې ځای ورکړل شي، کوربه هم سوځوي. په پای کې باید وویل شي چې داعش د اسلام دښمن دی او هر حکومت چې دې ډلې ته پناه ورکړي، د امنیت او انسانیت دښمن ګڼل کېږي. پاکستان یا باید په رښتینې توګه له داعش سره وجنګېږي او یا باید د هغې ډلې د پایلو مسؤلیت ومني چې په خپله خاوره کې یې ځای ورکړی دی. دلته د منځلاریتوب هېڅ ځای نشته.

Exit mobile version