خوارج څوک او چیرې دي؟

میر سبحاني

څو ورځې وړاندې یو شمېر ادرسونو خبر ورکړ چې د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور سره نږدې، په یوه ځانګړې سیمه کې د موجوده عصر د اسلام تر ټولو سترو دښمنانو یو مرکز د ناپېژانده وسلوالو له لوري په نښه شو او ګڼ شمېر د اسلام او مسلمانانو هغه دښمنان په مرګوني وار سره تر دنیا تېر شول؛ څوک چې د خلافت دعوه کوي، خو لاسونه یې د مسلمانانو په وینو سره دي او تاریخ یې ټول د قرآن او سنت د پلویانو سره په کړکېچ تور دی.

تر دې وړاندې هم په څو څو ځله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د انسانیت د دښمنانو وجود ثابت شوی او د نامعلومو وسلوالو له لوري دوی په شخړو او مرګونو بریدونو کې واقع شوي دي. تازه بېلګه یې څه موده مخکې د کراچۍ، مستونګ او باجوړ پېښې دي، چې رسنیو یې په ډاګه خبر ورکړی او نړۍ ته یې ښودلي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت او پوځي رژیم د داعشي خوارجو له وجوده انکار کوي او هر ځل داسې څه ردوي، بلکې خپل ځینې مخور او د دین او مذهب سره تړاو لرونکي کسان یې دې ته ګمارلي چې ټوله ورځ خولې خلاصې وساتي او نور ګاونډیان، او په مشخصه توګه د افغانستان اسلامي امارت تورن کړي او د خپل دولت هره قضیه پر هغوی وتپي.

دغه ګمارل شوي کسان چې د دین او سیاست سره تړاو لري، د خپل سپیناوي لپاره کله له سیاسي اړخه د امن تخریبونکي ارزوي او کله بیا له دیني او مذهبي اړخه د خوارجو تشریح ملت ته وړاندې کوي. د خپلو شومو اهدافو لپاره د دین، مذهب، شریعت او احادیثو څخه د آلې په توګه استفاده کوي. نن هم په رسنیو کې د یادو کسانو کلیپونه او ویډیوګانې شته چې د خوارجو په اړه یې تفصیلي معلومات وړاندې کړي، د هغوی خاصیتونه او نښې نښانې یې د «خوارج څوک دي» تر عنوان لاندې بیان کړي، کله یې بیا «خوارج چېرې اوسيږي» عنوان ورکړی او په همسایه اسلامي حکومت یې ورتپلي دي، البته خپلې خبرې یې تر اوسه هم په ثبوت نه دي رسولي.

که له سیاسي اړخه د دغو ګمارل شویو تحلیل او ارزونه وشي، او دوی چې د ترهګرو او دې ته ورته کلمې د چا لپاره کاروي، د هغوی په اړه په سیاسي میدان کې دوی یوه واحده مفکوره نه لري. تر اوسه په دې برخه کې سیاسي اجماع او همفکري نه ده رامنځته شوې. د بلوچستان مخور سیاسیون او د خیبر پښتونخوا د سر خلک نن هم د پوځي رژیم پر وړاندې مسلح مقاومت کوونکو ته د ترهګرو په نظر کم، او د حق غوښتونکو په نظر زیات ګوري.

د سیاسيونو او لوړو خلکو خبره به پر ځای پرېږدو. تازه څو ورځې وړاندې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د بلوڅ بېلتون‌پالو له لوري ښارونو ته راتګ د دوی په اصطلاح د ترهګرو راتګ پکار و چې عام خلک وېرولي وای او پر وړاندې یې سخت غبرګون ښودلی وای، خو نړۍ هغه ویډیوګانې هم ولیدلې چیرې چې عام خلک د بلوڅ بېلتون‌پالو وسلوالو ته غېږ ورکوي، په ډېر شوق ورسره انځورونه جوړوي، او لاسونه یې ښکلوي.

دا خو د پاکستان حاکمې کړۍ ژر د شبکو پر وړاندې بندیز ولګاوه، کنه نړۍ به ډېر څه لیدلې وای. له ډېرو ځایونو داسې خبرونه هم راتلل چې دولتي تأسیسات د بلوڅ بېلتون‌پالو په نسبت عامو خلکو چور او تالان کړل. آیا د دولتي تأسیساتو چور او تالان، د بېلتون‌پالو وسلوالو لاسونه ښکلول او د هغوی سره شوقیانه انځورونه ایستل دا ایجابوي چې په سیاسي توګه دې دغه بېلتون‌پال د یو نفرت‌انګېز او بوږنوونکي دریځ سره مخ شي؟

او که یاده قضیه له دیني او مذهبي اړخه تحلیل شي، هم هغوی ته د خوارجو په نسبت د پوځي رژیم له ګمارل شویو کسانو سره عام علما کرام او د پاکستان محترم مشایخ متفق نه دي. د پاکستان محترمو علماوو څو څو ځله یادونه کړې، او نن هم په ریکارډ کې هر څه پراته دي، چې د بلوچستان او پښتونخوا د وسلوالو قضیه د خارجیت پر ځای د حقانیت سره تړلې ده. نو پر بې‌ځایه تمثیلونو باید خپله انرژي مصرف نه شي او د قضیې یو سالم حل باید راویستل شي.

خو بل لور ته هغه خلک چې د دوی د تشریح مطابق خوارج دي، نړیوالو علماوو پرې د خوارجو مهر ثبت کړی دی. د زېږون له پړاوه تر اوسه یې همېشه د اسلام او مسلمانانو سره دښمني پاللې ده. معصوم ماشومان، د عزت، عصمت او عفت خاوندان، پتمن خلک او د مبارک دین سپېڅلي علما یې په وحشي ډول په شهادت رسولي دي. په ټوله نړۍ کې د اسلام د بیرغ لوړونکي سرښندونکي مجاهدین یې د خپلو بریدونو هدف ګرځولي دي. له خپل ځان پرته ټول مخالفین یې په ارتداد نومولي او د ارتداد پر اساس یې واجب‌القتل بللي دي.

نن هماغه خوارج د پاکستان په ګڼو سیمو کې ځای پر ځای دي، د کراچۍ، پېښور او خیبر په څېر مهمو مرکزونو کې پټن‌ځایونه لري، او تر دې حده راڅرګند شوي دي چې د نامعلومو کسانو له لوري په نښه کېږي او په یوه ځای کې لسګونه کسان مري، او د سیمې ټول خلک په ښکاره توګه وایي چې دلته داعشي خوارج اوسېدل.

خو نه د پاکستان حکومت، نه پوځي رژیم، او نه هم ګمارل شوي کسان څه وایي، او ټولو خپلو خولو ته درانه قفلونه اچولي دي. نو آیا دا هر څه د پاکستاني چارواکو، او په ځانګړې توګه د پوځي رژیم، هغه دریځ نه څرګندوي چې دوی د تل په څېر د خپلو شومو اهدافو لپاره د نړۍ، انسانیت او اسلامیت دښمنان پالي؟ آیا دا هر څه دا نه په ډاګه کوي چې د پاکستان پوځي رژیم د پردې تر شا د نړیوالو ترهګرو ملاتړ کوي او د سیمې، نړۍ او ګاونډیانو د امنیت ګواښلو لپاره هغوی ته هر ډول اکمالات برابروي؟

بلکې د داسې پېښو په کتلو خو دا خبره نوره هم واضحه کېږي چې د داعش په شان ناوړه پدیدې د پاکستاني رژیم او ورته رژیمونو په هڅو وجود ته راغلې او نن د هغوی له لوري ورکړل شوې پروژې مخته وړي. مبصرین نن هم په دې باور دي چې د پاکستان پوځي رژیم د خپلې بقا او دوام لپاره د خپلو وګړو وژنې ترسره کوي، د هغوی حقوق تر پښو لاندې کوي، په سیمه او نړۍ کې امنیت ګواښي، او د دې کار لپاره د داعشي خوارجو د پدیدې په څېر ګامونه اخلي؛ ځکه که دوی داسې ونه کړي، نو د دوی اصل واقعیت به د پاکستان ولس، سیمې او نړۍ ته بربنډ شي.

Exit mobile version