سپوږمۍ د غزې پر زخمي کوڅو خپله رڼا تویوله، هوا درنه وه، لکه د وینو بوی چې د فضا سکون مات کړی وي، کنډوالې، ماتې زانګوګانې، د شګو لاندې پټ شويقرآنونه؛ دا د غزې حال و.
شپه وه، خو دا هغه شپه نه وه چې د آرام او هوسایۍ شپه وي، بلکې دا د بې وسۍ، د مظلوم د آهونو، د شهادت د ترانو او په صبر سره د دردونو د زغملو شپه وه، د ماشومانو ژړا، د میندو دعاګانې، د زخمي ځوان وروستی سلګۍ او د یوې اشغال شوي خاورې له زړه نه راپورته کېدونکی فریاد؛ دا د غزې ترانه وه.
خو د دې ترانې نه یو بلې ترانې الهام آخیست؛ د مقاومت، د زړورتیا، د عزت او د آزادۍ ترانې.
کلونه وشول چې اشغالګرو د اور لمبې بلې کړې دي، د بې ګناه انسانانو کورونه یې ړنګ کړل، د زخمیانو او معصومو ماشومانو نه ډکې شفاخانې یې بمبار کړې، د عمر خوړلو ارزوګانی یې په بارودو کې لاهو کړې، په شګو کې پټ جسدونه، د سړکونو پر سر پراته ټوټې ټوټې وجودونه، د سترګو نه راوتلې اوښکې او د تور څادر لاندې پټ د زړه فریادونه، د هرې کنډوالې لاندې یوه کیسه وه.
یو ځوان، چې د علم او پوهې سفر یې نیمګړی پاتې شو، خو د شهادت فیض یې ترلاسه کړ؛ یوه مور، چې د خپل زوی د شهادت خبر ته موسکۍ وه، خو د زړه غوښې یې د زوی له وجود سره خاورو ته ورسپارلې وې، یوه کوچنۍ نجلۍ، چې د خپل ورور نوم یې په خاورو لیکه او ورو یې وویل: “زه به د ستا خوبونو ته تعبیر لټوم.” دا د ظلم تیاره وه، خو د غزې د وینې شفق دا تیاره ماتوله.
د اسماعیل هنیه وعده چې: “غزه به هیڅکله تسلیم نشي!”
د یحیی سنوار شعار چې: “د آزادۍ قیمت موږ ته معلوم دی!” د زرګونو شهیدانو پیغام چې: “زموږ وینه به عبث نه ځي!”
د غزې د خلکو زړونه اوس هم د سنوار او هنیه د زړونو غږونه اوري، د هر شهید وینه د مقاومت کیسې کوي، د هر ماشوم سترګې د آزادۍ سهار ته ځیرې دي، هغوی پوهېږي چې دا مبارزه یوازې د وسلو نه، بلکې د عقیدې، عزت او سپېڅلتیا جګړه ده، هغوی پوهېږي چې د ظلم عمر لنډ وي، خو د شهادت روڼتیا تلپاتې ده.
سهار شو؛ خو دا سهار د نورو ښارونو د سهار په څېر نه دی، په نورو ښارونو کې، خلک د آزادۍ په فضا کی ساه اخلي، خو دلته، د هرې ساه سره د بارودو بوی مل دی، په نورو ښارونو کې، میندې د خپلو زامنو راتلونکی سنجوي، خو دلته، میندې د خپلو زامنو د بدن ټوټې ټولوي.
په نورو ښارونو کې، ماشومان ښوونځي ته ځي، خو دلته، د ماشومانو کتابونه په وینو او دوړو لاندې دي، دوی د بمونو لاندې د مقاومت درسونه زده کوي، خو سره له دې، غزه ژوندۍ ده!
دلته د مظلوم آهونه د مقاومت آنګازی جوړوي، دلته د شهیدانو وینې د غیرت څراغونه بل ساتي، د غزې له ساحل سره، یو زلمی ولاړ و، سترګې یې د افق خواته وې، چهره یې د امید انعکاس و، د هغه زړه ته د خپل ولس سره مینه او د دښمن خلاف د مبارزې شدت ښکته کېده، د هغه لاسونه د دعا لپاره پورته شول او موسک شو، لکه چې د آزادۍ رڼا یې تر سترګو شوې وي.
د نړۍ هر مظلوم د دې پیغام انعکاس اوریدلي وې.
“ازادي به راځي!”
“غزه به تلپاتې وي!”
“ظلم به ماتېږي!”