سوریه کې د ”الخیر ولایت لپاره د داعشیانو والي“ وژل شوی

د منځني ختیځ رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د سوریې په دیرالزور کې د داعشیانو یو ځايي مشر له خپل یوه ملګري سره یوځای په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ابو یوسف په نوم دا کس د داعشیانو په لیکو کې په محمود مشهور و او په دیرالزور ولایت کې یې فعالیت درلود.

د سوریې د بشري حقونو د څار تنظیم ویلي چې ابو یوسف د شام تر چتر لاندې د الخیر فرعي ولایت لپاره د داعشي خوارجو د والي وظیفه ترسره کوله. تراوسه داعشیانو په دې تړاو څه  نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، دیرالزور د سوریې هغه ښار دی چې داعشیان پټ حضور پکې لري او وخت ناوخت پر ځايي شتمنو خلکو د پیسو نه ورکولو له امله هم بریدونه کوي.

ابو جلال
Exit mobile version