”د سوریې دیرالزور کې داعش په زور له خلکو زکات او مالیه اخلي“

د سوریې د بشر حقونو د څار سازمان وايي چې داعشي خوارج د سوریې د دیرالزور ولایت په ابو حیه سیمه کې د تېلو له پلورونکو او قراردادیانو د وسلې په زور د زکات په نوم پیسې اخلي.

د خبر له مخې، داعشي وسله والو څو ورځې وړاندې په لویه لار کې د تېلو/نفتو ټانکرونه درولي وو او له موټرچلوونکو یې په زور د زکات او رویالټي مالیې تر نامه لاندې پیسې غوښتې وې. د خوارجو لخوا وضع شوې دا خپلسرې مالیې د ۳۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ډالرو ترمنځ اخیستل کیږي.

په سوریه کې د بشري حقونو څارونکي یاد سازمان همداراز ویلي چې د تیرې مارچ میاشت په ۱۸مه هم، داعش ته منسوبو موټرسایکل-سپرو د دیرالزور په زیبان سیمه کې د یوه پانګه وال پر کور برید وکړ او کور یې په راکټونو وویشت. دې سوداګر د تېلو په څاګانو کې پانګونه کړې وه. داعشي خوارج داسې مهال له سوداګرو او عامو خلکو رویالټي او مالیه راټولوي چې د دوی د عقیدې پر بنسټ په اسلام کې هیڅ مالیه نشته او اخیستونکی نظام یې د طاغوت تر مرتبې رسیږي.

د یادونې وړ ده، دیر الزور ولایت د تېلو له پلوه غني سیمه ده او د نفتو مشهور او ستر کوهیان پکې دي. خوارج هڅه کوي چې د خپلې واکمنۍ د اوج د مهال پر څېر اوس هم د څاګانو له څښتنانو او قراردادیانو د زکات او سلطاني مالیې په نوم پیسې وتروړي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې خپله ناروا جګړه پرې تمویل کړي. هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې خوارج له سختو مالي ستونزو سره مخ شوي او په نړۍ کې یې پر خپلو ټولو پلویانو غږ کړی چې زکاتونه او مالي مرستې ورسره وکړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version