سوریه کې داعشیان د توپک په زور له خلکو پیسې غواړي

د سوریې د بشر حقونو د څار ادارې ویلي چې داعشیانو د شرقي حمص په تدمر ښار کې کروندګر ګواښلي او ورته ویلي یې دي که د زکات په نوم پیسې ورنکړي نو سزا به ورکړل شي.

د راپور له مخې، موټر سایکل سپرو داعشیانو د تدمر ښار کروندګرو ته ویلي چې دوی د زکات پر ورکړه مکلف دي او که پیسې ورنکړي نو له سزا سره به مخ شي او له سیمې به وشړل شي.

د سوریې په بېلابېلو سیمو کې له خلکو د توپک په زور پیسې اخیستل د داعشیانو عادت ګرځېدلی دی. د تېر کال په می میاشت کې د دیر الزور ښار د ابو حمام په سوح الذیب سیمه کې یو شمېر داعشیان کروندګرو ته په موټرسایکلانو ورغلي وو، وهلي یې و او وروسته یې ګواښ ورته کړی و چې بیا دې سیمې ته ورونګرځي. همداراز د تېر کال د می میاشت په لومړیو کې، دوه داعشي وسله وال د دیرالزور په شحیل سیمه کې د نفتي موادو د یوه سوداګر کور ته ورغلي وو او د زکات په نامه یې اته زره امریکايي ډالر ترې غوښتي وو.

 

ابو جلال
Exit mobile version