سوریه د مجاهدینو او غازیانو د هر کلي په حال کې

عبدالمالک رحیمي

#image_title

سوریه د آسیا په لویدیځه برخه او د مدیترانې په ختیځ کې موقعیت لري چې د ترکیې، عراق، أردن، اسرائیل او لبنان سره ګډې پولې لري، دا هېواد د طبیعي زېرمو لکه نفت او ګازو ترڅنګ د آسیا، اروپا او افریقا ترمنځ د یو سټراتیژیک پل په توګه پېژندل کېږي.

 

سوریه په نړۍ کې د فاسفیتو د تولید په برخه کې لوړ مقام لري، سربېره پر دې، په ياد هېواد کې د ساختماني موادو لکه چونې ډبرې، ګچ او مرمر پراخې زېرمې شتون لري چې په ساختماني صنعت کې ترې کار اخېستل کيږي.

 

د سوریې فضیلت له دیني او تاریخي اړخه هم خورا مهم دی چې په اسلامي تمدن کې خورا لوړ مقام او زرین تاریخ لري، دا خاوره چې په اسلامي متنونو کې د شام د یوې برخې په توګه پیژندل شوې ده، په قرآن کریم، حدیث او اسلامي تاریخ کې ځانګړی مقام لري.

 

سوریه نه یوازې په اسلامي تمدن کې د خپل ځلانده تاریخ له امله، بلکې په دیني روایتونو کې د خپل رول له امله یوه سپېڅلې او ویاړلې خاوره ده، دا خاوره تل د اسلام او مسلمانانو لپاره د یوې مهمې نقطې په توګه پاتې شوې او یو زرین تاریخ یې ثبت کړى؛ چې راتلونکي نسلونه به ترې الهام اخلي.

 

سره له دې چې د سوریې مسلمان ملت وخت په وخت له مظلومیت سره مخ دی، خو په دې وروستیو کې د جهاد او قربانۍ سهار د ظلم په تیارو کې راښکاره شوی او ډېر ژر به د فاتحینو د کوربه توب ویاړ تر لاسه کړي.

 

د بشار الأسد حکومت په سوریه کې د خپل مخالفانو او د مسلمانانو د استوګنې سیمو پر ضد پوځي ځواک کارولی دی؛ د ښارونو او کلیو د بمباریو په پايله کې سلګونو زره خلک وژل شوي او په میلیونونو نور مهاجرین یې بې ځایه شوي دي، په عین حال کې په ځینو سیمو لکه ختیځه غوطه او خان ​​شیخون کې د کیمیاوي وسلو کارول د بشار الاسد د رژیم د سترو جنګي جنایتونو په توګه ثبت شوي دي.

 

روايات چې کله د بشار الاسد د دیکتاتور حکومت د بې رحمه ظلمونو کېسې کوي نو د 13 ميلیون څخه زیاتو نفوسو مهاجرت ته هم اشاره کوي چې د هیواد دننه او بهر بې کوره شوي دي، البته باید یادونه وشي چې بشار الاسد د خپل واک د ساتلو لپاره د ځینو بهرنیو هیوادونو پوځي او اقتصادي ملاتړ ته غاړه ایښې ده چې له امله یې شخړو ته شدت ورکړی او جګړه یې اوږده کړې ده.

 

شاید تاسو د ټولنیزو شبکو او مجازي رسنیو له لارې خبر ياست چې په دې سپېڅلې خاوره کې په دې وروستیو کې د بشار د استبدادي حکومت پر ضد جهاد پيل شوی دی. اوس مهال مجاهدین توانیدلي چې د سوریې په شمال لویدیځ کې په ځانګړې توګه د حلب او ادلب په ولایتونو کې د پام وړ پرمختګونه وکړي، هغوی د وروستیو جګړو په ترڅ کې د حلب او ادلب مهمې سیمې ونیولې او د سوریې پوځ ته یې اکمالاتي لارې ګډوډې کړې.

 

د بشار الاسد د رژیم پر ضد د جنګیدونکو سوري ځوانانو بریا د مقاومت او ازادۍ د هیلو نښه ده، دغه ځوانان د چریکي تکتیکونو او غیر متناسب جګړې په کارولو سره توانیدلي چې ډیرې سیمې له دولتي ځواکونو ازادې کړي، د یوه مسلمان مجاهد په توګه غواړم چې د سوریې د ګران هیواد مجاهدینو او غازیانو ته ووایم چې ستاسو مقاومت هغه حقیقت دی چې هیڅ ځواک یې له منځه وړای نه شي.

 

هره ننګونه او ستونزه چې تاسو ورسره مخ کیږئ تاسو پیاوړي کوي؛ دا زده کړئ چې له هرې وړې بریا او هر ګام څخه چې د آزادۍ په لور يې پورته کوئ خپلو خلکو او راتلونکو نسلونو ته امیدونه راوړئ، حتمي بریا د هغو کسانو ده چې ایمان لري، قرباني ورکوي او هیڅکله د حق له لارې نه منحرف کېږي.

 

تاسو د ګډ دښمن په وړاندې د قوي ارادې، حق ته په توسل او یووالي سره بریا ترلاسه کولی شئ، تجربې ښيي چې په یووالي سره بریا ممکنه ده، ستاسو مقاومت هم د ورته ځانګړتیا څخه برخمن دى.

هرماس الافغاني
Exit mobile version