امین وردګ
فاتح سلطان، غازي، ابو مظفر، ملک، ناصر، صلاح الدین، یوسف ابن ایوب (رحمة الله تعالی علیه) د نجم الدین ایوب زوی او د اسدالدین شیرکوه وراره دی.
د سلطان صلاح الدین اصلي نوم یوسف او تخلص یې ایوبي ؤ، د بیت المقدس دغه ستر فاتح په (۵۳۲) هجري قمري کال د بلاد الشام په شمال (تکریت؛ اوسني عراق) کې دنیا ته راغلی؛ په خټه کُرد او په اهل سنة والجماعت فرقه کې شافعي مذهبی دی.
د نوموړي پلار (ایوب) چې کنیه یې نجم الدین دی – په یاده سیمه (تیکریت) کې د یوې نظامي کلا حاکم ؤ، بیا یې د بغداد د وزیر (بهروز) د فشار له امله د حلب او موصل حاکم (عمادالدین زنګي) ته پناه وروړه او هغه یې په ورین تندي هرکلی وکړ.
وړوکی یوسف صلاح الدین د همدغه غموونکي او دردوونکي هجرت په لومړنۍ شپه (د سختۍ په وره) دنیا ته راغی، د ژوند اولنی سفر یې د اوښ پر شا پیل کړ او له تکریت څخه حلب ته مهاجر شو.
د موصل او حلب حاکم (عماد الدین زنګي) هغه مهال یوازنی مسلمان امیر ؤ، چې په شام کې یې له یرغلګرو اروپایانو سره ټټر- په ټټر جګړه پیل کړه.
کله چې عماد الدین زنګي د حمص پر حاکم (معین الدین انار) باندې د حملې تابیا نیوله (ځکه چې دمشق د اروپایانو او زنګي تر منځ خنډ ؤ او له اروپایانو سره یې اوربند امضاء کړی ؤ)، نو اروپایان یې مخې ته ور ووتل، د دواړو لوریو تر منځ سخته جګړه ونښته،خو جګړه د توریالي او زړور امیر (عمادالدین زنګي) په ګټه پای ته ورسېده.
په یاده جګړه کې یې د ترابلوس حاکم (چې یو فرانسوی ؤ) هم اسیر کړ، اما! د قدس پاچا له جګړې څخه ژوندی و وت او د بحرین نظامي پایګاه (بني یاس) ته یې ځان و رسولو، خو زنګي هغه کلا هم کلابنده کړه، تر دې چې د قدس پاچا د سولې وړاندیز وکړ، نتیجتاً کلا زنګي ته وسپارل شوه او پاچا په امن کې د قدس په خوا و وت.
کله چې د زنګي لښکرې په بني یاس کې ځای پر ځای شوې، نو یې په بعلبک (اوسني لبنان) برید وکړ او هغه ښار یې هم فتح کړ، بیا یې د هغه ځای حاکمیت د سلطان صلاح الدین پلار (نجم الدین ایوب) ته وسپارلو، له هغه وروسته یې حمص هم تصرف کړ، مګر د حمص پخوانی حاکم (انار) دمشق ته لاړ او د دمشق د حاکم تر وژل کېدو وروسته؛ د هغه ځای امیر شو.
په بعلبک ښار کې زنګي (وروسته له امان ورکولو څخه) د ښار ځینې ساتونکي و وژل، چې دغه کړنه یې د دې لامل شوه؛ ترڅو د دمشق نوی حاکم (معین الدین انار) د اسامه په نوم یو سفیر د قدس اروپایي حاکم ته د مرستې غوښتلو په پار ولېږي.
اروپایانو تر ځینو شرائطو لاندې له انار سره موافقه وکړه، مګر زنګي بیا هم موفق شو.
تر دمشق وروسته عمادالدین زنګي په روحا برید وکړ، هغه ښار او د هغه ځای نظامي استحکامات یې هم فتح کړل؛ نوموړی ښار اروپایانو اشغال کړی ؤ، امیر یې جوزلین ؤ او له جګړې روغ ووت.
خو کله چې زنګي د خپل اروپایي غلام (برنقش) له لاسه د خوب پر مهال شهید شو، نو امارت د هغه زوی محمود (نور الدین زنګي) ته وسپارل شو، خو دا چې نور الدین زنګي عادل، نرم خویه او د لوړو اخلاقو او سپېڅلې عقیدې خاوند ؤ؛ نو ځکه یې د حکومت پيڅکې ورځ تر بلې ارتېدلې، تر دې چې له دمشق سره یې اتحاد وکړ او د بعلبک حاکم (نجم الدین) یې دمشق ته ور واستولو؛ که څه هم چې ظاهراً نجم الدین، انار ته تسلیم شو! مګر هدف یې د دمشق، موصل او حلب وحدت ؤ؛ چې له نورالدین څخه یې په دې هکله مشوره هم اخیستې وه.
بیا څه وخت وروسته محمود زنګي د معین الدین انار له لور (عصمت الدین خاتون) سره واده هم وکړ.
دا چې اروپایانو د انار ښې اړیکې له حلب او موصل سره ولیدې، نو يې په دمشق برید وکړ او سخته جګړه ونښته، چې بیا د حلب او موصل لښکرې هم د دمشق مرستې ته ورسېدلې او اروپایانو ماتې وخوړه.
که څه هم چې دا ځل اروپایانو د دومره قوي برید تیاری نیولی ؤ؛ لکه په لومړي ځل یې چې بیت المقدس او د هغه سواحل لاندې کړي وو ، مګر ځینې خپلمنځي اختلافات او ځانغوښتنې یې د دې لامل شوې، چې اتحاد یې وپاشل شو او په خپل شوم هدف کې پاتې راغلل؛ سره له دې چې دا ځل د فرانسې آلمان او قدس پاچاهانو لاسونه سره یو کړي وو او غوښتل یې چې د زنګي کهول یو مخ له منځه یوسي، مګر د الله مرسته یې نصیب نشوه او مات شول.
کله چې معین الدین انار فوت شو، نو د دمشق حکومت مجیر الدین ته پاتې شو، تر څه وخت وروسته د دمشق دغه نوی هواپرست حاکم هم د صلاح الدین د پلار نجم الدین له خوا بندي شو (ځکه چې هغه د جهاد او اتحاد پر ځای له اروپایانو سره دوستۍ ته ترجیح ورکوله) نو په لومړي ځل د حلب موصل او دمشق واګې یوه حاکم (نورالدین محمود زنګي) په لاس کې واخیستې.
د جهاد او قتال میدان ګرم شو، سلطان صلاح الدین؛ دینې او نظامي زده کړې (په ښه توګه، په اموي مدرسه کې) پای ته و رسولې، چې د مصر د وزراوو (شاور او زرقام) تر منځ اختلافات را وټوکېدل.
شاور چې یو بدقوله، ځان غوښتونکی او قدرت طلب کس ؤ، نورالدین زنګي ته یې پناه وروړه او د زرقام په مقابل کې یې له زنګي څخه مرسته وغوښته.
نورالدین محمود زنګي تر سلامشورو وروسته اسدالدین شیرکوه ته زر (۱۰۰۰) کسه جنګیالي په لاس ورکړل او له شاور سره یې یو ځای مصر ته ولېږلو، په دغه سفر کې صلاح الدین هم ورسره ؤ.
د دغې خپلمنځي جګړې له مرستې څخه د محمود زنګي هدف فقط مصر ته دخول ؤ! چې هلته نفوذ وکړي، اسلامي ورورولۍ او اتحاد ته زمینه برابره کړي ؛ تر څو د قدس شریف خوا ته په تللې لاره کې پراته خنډونه لیرې کړای شي.
کله چې مصر ته داخل شول او د زرقام لښکرو ته یې ماتې ورکړه، نو شاور دیرش (۳۰۰۰۰) زره دیناره (د جُر په لاس) اسدالدین شیرکوه ته وړاندې کړل، چې دا ستاسو د زحمت بدله ده او قبوله یې کړئ.
په شیرکوه دا خبره بده او درنه پرېوته؛ ځکه چې دا حرکت د پیمان خلاف ؤ! پیمان داسې شوی ؤ چې: دغه زر کسان به په مصر کې نظامي پایګاه لري او هملته به اوسیږي، شاور به هر کال د مصري خزانې دریمه برخه نورالدین محمود ته سپاري، تر څو په دغو پیسو باندې زنګي د مجاهدینو مصارف پوره کړای شي او د قدس شریف د فتحه کولو لپاره ځوانان پرې تربیه او حمایه کړي، مګر شاور خیانت وکړ، خو بیا هم اسدالدین له مصر څخه و نه وت او نه یې هغه پیسې واخیستې، تر دې چې شاور د مصر د فاطمي خلیفه (ناصرالدین شاه) په خوښه دا ځل اروپایانو ته پناه وروړه او د قدس له پاچا څخه یې (د څلورو لکو درهمو په مقابل کې) نظامي مرسته وغوښتنه او په ګډه یې د اسدالدین پر وړاندې خونړۍ جګړه پیل کړه، خو دغه وړوکی شامي لښکر یې پوره دری میاشتې په اسکندریه کې کلابند کړ، مګر بیا هم موفق نشول! تر دې چې دواړو لوریو سوله سره وکړه او یو ځای له مصر څخه ووتل.
څه وخت چې تېر شو اروپایان سره راټول شول او دا ځل یې پر مصر د برید تکل وکړ، د مصر خلیفه له شام څخه مرسته وغوښته، نورالدین زنګي یو ځل بیا اسدالدین او صلاح الدین (له آتوزرو [۸۰۰۰] کسانو سره مصر ته) واستول.
کله چې شامي لښکر مصر ته داخل شو او اروپایانو ته یې ماتې ورکړه، نو د مصر فاطمي خلیفه دا ځل اسدالدین شیرکوه په لوړ منسب و نازولو او صلاح الدین یې -د خپلې خاصې مینې او علاقې له امله- له ځان سره کړ او مشورې به یې ترې اخیستې.
بل وخت شاور قصد وکړ، چې اسدالدین ته توطئه جوړه کړي او له منځه یې یوسي، مګر زوی یې دغه خبر شيرکوه ته و رسوولو او هغه یې د خپل پلار له شوم هدف څخه خبر کړ.
کله چې خبره د ثبوت په درشل ودرېده، شاور بندي شو، بیا د مصري خلیفه په امر، دغه خائن (شاور) د صلاح الدین په لاس قبر ته ولېږل شو او د مصر اعلی وزارت یا صدر اعظمي (د خلیفه له خوا) اسدالدین شیرکوه ته وسپارل شوه.
د اسدالدین او صلاح الدین د سیاسي او جهادي فعالیتونو له برکته، د مصر په حکومت کې مثبت بدلون راغی او دا سیمه هم (لکه شام) اروپایانو ته تنور جوړه شوه.
څه وخت وروسته اسدالدین مریض، پسې وفات شو، نو خلیفه دغه منسب صلاح الدین ته وسپارلو، خو ځینو شامي امیرانو (لکه قطب الدین ، دولت لاروغي او معزالدین) ته د کشر صلاح الدین پر غاړه دغه لوړ منسب مزه ورنکړه او شام ته لاړل، هلته یې د صلاح الدین پر وړاندې سیاسي اختلافاتو ته لمنې وهل پیل کړل او محمود زنګي ته به یې د صلاح الدین په هکله ناسمې خبرې کولې.
نور الدین زنګي به پرلپسې صلاح الدین ته لیکونه استول؛ چې باید د مصر او شام حکومت یو او امیر یې هم یو شي! خو دغه کار صلاح الدین ته دروند ښکارېدو (چې څرنګه له خپل محبوب حاکم څخه د هغه حکومت په داسې وخت کې واخلي، چې هغه مرګونی مریض هم دی) نو ځکه به یې وخت واخیست.
خو د صلاح الدین دغه موقف نورالدین محمود ته شکونه پیدا کړل او داسې فکر یې وکړ؛ چې ګني صلاح الدین به په مصر کې استقلال اعلان کړي.
په هر صورت… صلاح الدین د سخت فشار له امله مجبور کړل شو او خطبه یې د محمود زنګي په نوم ولوسته، مانا دا چې د مصر او شام حکومت یو او په بغداد پسې وتړل شو.
خلیفه (ناصرالدین شاه) عاضد د دغه اتحاد له رامنځته کېدو څخه یوازې درۍ ورځې وروسته وفات شو؛ چې دغې کړنې به صلاح الدین تر مرګه پورې ځورولو؛ ځکه چې صلاح الدین تر بل هر چا په فاطمي خلیفه ډېر ګران ؤ او بې درېغه مینه یې ورسره لرله.
خلیفه ډېر هیښ او ځیرک حاکم ؤ! صلاح الدین ته یې ویلي وو چې: ((ته به خامخا زما حکومت، زما په ژوند له ما څخه اخلې! اوس خو مې ته حال ګورې چې مریض یم! نو دومره مې پرېږده چې د امیرالمؤمنین یا خلیفة المسلمین په توګه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړم)) مګر صلاح الدین مجبور کړل شو او ریښتیا یې هم د ده په ژوند له خلافت څخه عزل کړ؛ خو نه د ځان لپاره! بلکې دا کړنه د پاچا زنګي د فشار له امله وه.
کله چې د مصر خلیفه وفات شو، نو په لنډ وخت کې د ده پلار نجم الدین او څه وخت وروسته عادل پاچا نور الدین زنګي هم پسې وفات شول.
د محمود زنګي له وفات څخه وروسته د شامي لښکر امیرانو حکومتي پوستونه تر خپل منځ سره ووېشل، مګر قاضي کمال الدین مخالفت وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې؛ باید د نوي حکومت په تشکیل کې سلطان صلاح الدین هم حضور ولري، مګر ابن مقدم (شمس الدین) چې د فوځ مشر ؤ له لږ مناقشې وروسته د ((هو)) په توګه سر ورته وښورولو چې دا کار به وکړي ان شاءالله.
بیا ټولو امیرانو د محمود زنګي له وړوکي زوی (صالح اسماعیل) سره بیعت وکړ.
کله چې اروپایان د محمود زنګي له وفات او د شامي امیرانو له خپلمنځي اختلافاتو څخه خبر شول، نو یې په بني یاس برید وکړ او کلا یې محاصره کړه، ابن مقدم له فوځ سره ور ووت، خو له اروپانو سره یې د جګړې پر ځای (د یولک دینارو په بدل کې) اوربند وکړ؛ چې دغې کړنې یې په مجاهدو امیرانو او قضاتو باندې بد اثر وکړ، آن تر دې چې په وړوکي اسماعیل هم دا خبره درنه پرېوته او شمس الدین یې توبیخ او تحدید کړ.
دا مهال چې سعدالدین کمشتکین سیاسي خلا ولیده، نو یې صالح اسماعیل (د چل په ذریعه) له دمشق څخه حلب ته بوتلو او هلته یې د ده په نوم حکومت پیل کړ.
کله چې ابن مقدم خپله کمزوري احساس کړه، نو یې د وړوکي صالح اسماعیل په نوم لیک، سلطان ته ولېږلو او هغه یې شام ته دعوت کړ.
هغه مهال چې د صالح اسماعیل په نوم لیک سلطان صلاح الدین(چې دا وخت د مصر سلطان ؤ) تر لاسه کړ، له خپلو لوړ رتبه امیرانو او مشاورانو سره یې مشورې وکړې، بیا یې له اوو سوو کسانو سره شام ته حرکت وکړ او دمشق ته لاړ.
سلطان په اول کې داسې انګېرله؛ چې ګني د دمشق خلک به یې مخه ډپ کړي، مګر هر څه د اټکل او تخمین خلاف وو! د دمشق خلک د شیخ مراد تر مشرۍ لاندې د سلطان ګرم استقبال ته راوتلي وو او سلطان یې په ډېر جوش او ولولو سره ښار ته ننه ایست.
سلطان غوښتل چې له صالح اسماعیل سره وګوري او د هغه سرپرستي په غاړه واخلي، خو سعدالدین کمشتکین او قطب الدین (ابن حسان) یې مخه ډپ کړه او جګړه ګرمه شوه؛ آن تر دې چې کمشتکین او قطب الدین له اروپایی اشغالګرو او عربي عیسایانو څخه هم (د صلاح الدین پر وړاندې) نظامي مرستې وغوښتې او ډېر خلک له منځه لاړل.
هغه مهم کسان چې د نور الدین زنګي د حکومت په دور کې بندیان شوي وو (لکه رینو او جوزلین) یې هم سره له یولک اتیا(۱۸۰۰۰۰) زره دینارو خوشې کړل.
خو په حقیقت کې! سلطان ته دغو جګړو هېڅ مزه نه ورکوله، نو ځکه یې هغوی ته د سولې وړاندیز وکړ.
هغوی په ځواب کې ورته وویل : د شام ټوله سیمه به موږ ته پرېږدې؟ سلطان ومنله خو په دې شرط! چې دمشق او صالح اسماعیل به له ده سره وي، نورې به ټولې مفتوحه سیمې هم هغوی ته سپاري.
خو دوی چې سره یوازې شول، نو یې د سلطان مهرباني د هغه ضعف وګڼلو (ځکه چې د سلطان د لښکر تعداد نسبت د دوی لښکرو ته ډېر کم ؤ) نو بیا ورته راغلل او ورته ویې ویل چې: نه! له دمشق څخه به هم وزې او صالح هم په لاس نه درکوو!
سلطان غُصه شو او جګړې ته یې سمې مټې ونغاړلې، تر دې چې بل وار هغوی د سولې وړاندیز وکړ، مګر سلطان ورته وویل چې: اوس نو زما له خوا؛ نه! له یوه خلي او وېښته به هم دا ځل درته تېر نشم! ځکه چې تاسو ترحم او مهرباني نه پېژنئ.
همغه وو چې سلطان له صالح اسماعیل سره ولیدل او د هغه په سر یې د مهربانۍ لاس کش کړ او اطمنان یې هم ورکړ چې؛ سلطان د هغه حکومت ته سترګې نه دي نیولې.
بیا یې له صالح اسماعیل سره معاهده امضاء کړه او د حلب حکومت یې هغه ته وسپارلو.
له هغه وروسته شیخ راشد (چې د اسماعیلیه فرقې مشر ؤ) سلطان ته خنډ شو، لنډه دا چې له هغه سره یې هم سوله وکړه او سلطان دمشق ته لاړ.
په دمشق کې؛ سلطان د قاضي فاضل عبدالرحیم په خوښه او مشوره د نورالدین محمود زنګي له مېرمنې (عصمت الدین خاتون) سره چې د صالح اسماعیل مور او د معین الدین انار لور وه، واده هم وکړ.
ناصر صلاح الدین تر دغو خونړیو خپلمنځي جګړو بریالی و وت او مصر- شام یې یو ځل بیا سره یوه پارچه کړل، اختلافات ختم او د قدس شریف د فتحې تابیا ونیول شوه.
کله چې اوضاع نورماله او خپلمنځي جګړې ختمې شوې، نو سلطان صلاح الدین په عسقلان برید وکړ.
عسقلان یې په داسې حال کې کلابند کړ، چې د قدس پاچا هم په دغې کړۍ کې راغی، مګر دلته یوه اشتباه وشوه او هغه دا چې؛ سلطان صلاح الدین، سره له تقی الدین عمر (چې د شهید شاهنشاه زوی او د ده وراره ؤ) په ګزمه و وت، د کلابندۍ لپاره یې کم فوځیان پرېښودل او هغوی یې کافي وبلل، مګر حادثه د دوی د اټکل خلاف رامنځته شوه او هغه دا چې؛ جزامي پاچا، نه یوازې دا چې له محاصرې ژوندی و وت، بلکې په سلطان پسې شو او هغه یې سره له (کمو) ملګرو غافلګیر کړ او حمله یې پرې وکړه، په دغې جګړه کې سلطان سخته ضربه ولیده او ډېر ملګري یې شهیدان شول، مګر خوشبختانه چې سلطان، سره له ستر امیر (تقی الدین عمر) او ځینو نورو مجاهدینو – له جګړې روغ ووت، خو په دښتو کې یې لاره ورکه کړه! تر دې چې مشاور اعظم یې (قاضي عبدالرحیم فاضل) په دوی پسې و وت او پیدا یې کړل.
څه وخت وروسته سلطان صلاح الدین سره له بل زړور امیر (فرخ شاه چې هغه هم د شهید شاهنشاه زوی ؤ او د تقی الدین عمر ورور ) مرج عیون ته لاړ او هلته یو ځل بیا د جزامي پاچا له لښکر سره مخ شو! له سختې جګړې وروسته د بیت الاحزان حاکم (امیر بلدوین ابلیني) اسیر شو او یو ځل بیا اروپایانو ماتې وخوړه.
څه وخت وروسته د دواړو لوریو تر منځ سوله وشوه او بندیان یې یو بل ته ورخوشې کړل، مګر د ابلیني په بدل کې سلطان صاحب زر (۱۰۰۰)کسه بندیان او پنځه لکه(۵۰۰۰۰۰) دیناره وغوښتل.
کله چې ابلیني له سلطان سره ولیدل، نو غوښتنه یې ترې وکړه چې؛ دی اوس (پرته له پیسو) خوشې کړي! خو کله یې چې پیسې راټولې کړې، نو سلطان ته به یې راولیږي.
سلطان قبوله کړه، خو ابلیني وویل: آیا ته باور لرې چې زه به تا دوکه نکړم؟
سلطان په ځواب کې ورته وویل: په دوکه کې زما لا ګټه ده!
په دغې خبره ابلیني تعجب شو؛ د سلطان هوش او زکاوت ته!.
دا داسې وخت ؤ؛ چې د کرک حاکم رینو ( آرنات چې یو منفور، کینه ناک او قدرت طلب انسان ؤ) به هر ځای مسلمانو حاجیانو ته لارې نیولې؛ له هغوی نه به یې پیسې، وسائل، سپرلۍ او د سفر اړین توکي چور کول، ځینې به یې شهیدان او نور به یې بندیان کړل؛ چې په دغې توګه اروپایانو دوه کلن اوربند مات کړ.
سلطان جدي حرکت پیل کړ او خپل ورور سیف الدین عادل یې سرې بحیرې ته واستولو او ټول حاجیان یې د آرنات ملعون له بند څخه آزاد کړل.
په دغه وخت کې به سلطان ډېر کوښښ کولو چې؛ له اروپایانو سره اوربند ولري، ځکه چې دا مهال د ده د حکومت لمنه بیخي ډېره ارته شوې وه، نو فقط یو هدف یې پاتې ؤ! او هغه دا چې بیت المقدس فتحه کړي، خو دغه کار کافي وخت او یوې آرامې فضا ته اړتیا لرله، تر څو ستر لښکر تیار کړي او د یوې کاملاً دقیقې او پرځای نقشې له مخې پرېکنده برید وکړي.
کله چې سلطان له هرې خوا څخه مطمئن شو، نو یې د جهاد امر صادر کړ، ستر لښکر یې تیار او په حوران کې یې خیمې و درولې، کله چې اروپایان د سلطان حرکت ته متوجه شول، نو دوی هم په قدس شریف کې دفاعي ترتیبات ونیول، مګر سلطان غوښتل چې هغوی له خپل اصلي هدف څخه غافل کړي! نو ځکه یې په دغې سیمه کې خپل مشر زوی (نورالدین علي) د امیر او نائب په توګه پرېښود او ده د طبریې په لوري حرکت وکړ او د کرک – شعبک په شاوخوا یې فوځونو خیمې ودرولې، دلته یې دوه هدفه وو: لومړی دا چې د آرنات لښکرې د قدس شریف له لښکرو بېلې وساتي او بل دا چې خپل اصلي هدف و پوښي (چې هغه د بیت المقدس په لوري یون او د اروپایانو ایستل وو؛ له عربي جزائرو څخه).
امیر بالیان (چې یو ویښیار او ځیرک عیسایي مشر ؤ) فکر وکړ؛ چې د صلاح الدین سره مقابله (پرته له اتحاد څخه) هېڅ ممکنه نه ده، نو ځکه قدس شریف ته لاړ او د قدس له پاچا څخه یې و غوښتل؛ چې د انتاکیې له پاچا (ریموند) سره لاسونه یو او اختلاف شاته وغورځوي؟ هغه هم قبوله کړه.
لنډه یې دا چې؛ بالیان موفق شو او اروپایي اشغالګر یې ټول سره متحد او جګړې ته تیار کړل.
کله چې سلطان له کرک څخه د طبریې په لوري د حرکت طرحه جوړوله، نو تقی الدین عمر ورته وویل: موږ باید د انتاکیې له پاچا څخه اجازه وغواړو؟ ځکه چې له هغه سره موږ اوربند لرو! سلطان قبوله کړه او تقی الدین یې ریموند ته ور واستولو او اجازه یې ترې وغوښته؛ ریموند اجازه ورکړه او دواړه لوري پر دې سره متفق شول؛ چې یو پر بل به برید نه کوي! مګر د اروپایانو له خوا برید وشو، خو نتیجتاً یې لویه صدمه هم ولیده.
سلطان یو ستر لښکر د طبریې په لوري روان کړ، د لښکر په منځ کې سلطان صلاح الدین ؤ، ښۍ خوایې تقی الدین عمر او چپه خوا یې مظفرالدین کوکبري ته وسپارله او په دغه نظامي آرایش سره ((د کفر سبت)) میدان ته و رسېدل؛ چې دغه ځای حطین ته نږدې ؤ.
له بل لوري اروپایان هم (تر یوه توغ لاندې) د سلطان مقابلې ته را ووتل او د صفوریې په چینه یې واړول، مګر سلطان نه غوښتل چې د اشغالګرو سره په دغې سیمه کې جګړه پیل کړي، بلکې هدف یې دا ؤ؛ چې اول یې له اوبو څخه لیرې کړي او بیا یې سم پسې وځپي.
بیا سلطان خپلو ملګرو ته امر وکړ چې؛ د صفوریې او طبریې تر منځ (د لارې پر غاړه جوړ شوي) ګودرونه ټول له منځه یوسي، تر څو لومړی دښمن له تندې سره مخ کړي او بیا جګړه ورسره پیل کړي.
سلطان صلاح الدین په طبریه برید وکړ او د هغه ځای نظامي کلا یې کلابنده کړه.
دا کار یې ځکه وکړ: چې په طبریه کې د پاچا ریموند مېرمنه وه! او سلطان غوښتل چې په دغه چل سره اروپایان د صفوریې له چینې څخه د شاړې دښتې لوري ته راکش کړي.
دا چې ریموند ویښیار سړی ؤ! نو یې خپلو متحدینو ته وویل: دا د صلاح الدین خدعه او نیرنګ دی! که موږ د طبریې په خوا وکوچېدو، نو ماتې مو حتمي ده، ځکه چې هلته اوبه نشته، چېرې چې اوبه دي؛ هغه به ارو مرو سلطان قبضه کړي، نو د هغه هدف همدا دی؛ چې موږ له تندې سره مخ کړي.
په هرصورت… د قدس پاچا امر وکړ چې باید د انتاکیې ملکې ته نجات ورکړو! نو یې د طبرې په لوري حرکت وکړ او د سلطان صلاح الدین دغه نظامي طرحه بریالۍ شوه.
د حطین په میدان کې سلطان صاحب سنګر نیولی ؤ، شاته یې اوبه شوې، مخې ته یې اروپایان، په همدغه میدان کې سخته جګړه ونښته، دومره سخته او ستره جګړه وه؛ چې د یرموک او قادسیې جګړې سړي ته وریادوي.
سلطان صاحب تقی الدین عمر ته دنده وسپارله؛ چې (په یوه چل سره) پاچا ریموند، د جګړې له میدان څخه وباسي! ځکه چې په هغوی ټولو کې همدغه یو کس ویښیار، جنګي او زړور ؤ، نو د سلطان پلان دا ؤ؛ چې که چیرې ریموند د جګړې له ډګره و وت، بریا مو حتمي ده ان شاءالله، بیا همغسې وشول! ریموند اوبو ته د مختګ هڅه وکړه، خو د تقی الدین عمر په لومو کې ونښت.
لنډه دا چې؛ جګړه (د مسلمانانو په بریا سره) پای ته ورسېده، خو شیخ مراد چې د داوطلبو دمشقي مجاهدینو مخکښ مجاهد ؤ، په حطین کې شهید شو.
د قدس پاچا او د کرک حاکم (آرنات) سره له نورو سترو امیرانو، مشاورینو او حاکمانو هم له سلطان سره بندیان شول.
بیا یې د طبریې په شمول ډېر نور ښارونه او سیمې هم ونیول، د طبریې ملکه یې په احترامانه توګه د هغې خاوند (پاچا ریموند) ته وسپارله.
کله چې سلطان په حطین کې بریالی شو، نو د مجاهدینو روحیې لوړې شوې، په همدغه وخت کې سلطان صلاح الدین خپلو ملګرو ته د قدس شریف د فتحه کولو ډاډ هم ورکړ، نو د الله اکبر نارې په جوش او جذبه سره پورته شوې.
دا مهال سلطان خپلو مشرانو ملګرو ته وویل: اوس د دې وخت دی چې یرغلګرو ته د سولې چاڼس ورکړو؟
مګر تقی الدین عمر مخالفت وښود او سلطان ته یې د اروپایانو هغه ظلمونه وریاد کړل؛ کوم یې چې (د بیت المقدس د اشغال پر مهال) د هغه ځای له مسلمانانو سره کړي وو!
سلطان صلاح الدین وویل: که موږ هغوی ته د ژوند کولو امید ورنکړو، بیشک هغوی زموږ بندیان وژني، مقدس اماکن ټول نړوي او بیا زموږ مقابلې ته را وزې او تر آخرو سلګیو راسره جنګيږي، بیا نو که موږ ښار ته ننوزو هم به مو ګټه نه وي کړې! ځکه چې یو وران ښار به مو فتحه کړی وي.
لنډه یې دا چې؛ سلطان د قدس روحاني مشر را وغوښت او له هغه څخه یې په سولئیزه توګه د ښار تسلیمي وغوښته؟ اما هغه په تنده لهجه سلطان ته ځواب ورکړ؛ چې موږ به هېڅکله هم بیت المقدس چاته و نه سپارو او… سلطان د هغه خبرې ورپرې کړې او د هغه د نیکونو ظلمونه یې وریاد کړل؛ چې له هغه مهال څخه پوره سل کاله وړاندې یې د قدس شریف د اشغال پر وخت اویا زره (۷۰۰۰۰) مسلمانان شهیدان کړي وو او د قدس د جغرافیایي موقعیت په اړه یې هم د هغه غوږونه ورخلاص کړل؛ اما د صلیبیانو دغه سرکش مقتدا، بیا هم خپله خبره تکرار کړه؛ نو سلطان ورته وویل: چې داسې ده! نو بل وار به د بیت المقدس په دروازو کې سره ګورو، ان شاءالله.
سم لاسي! سلطان خپل فوځ د قدس شریف لوري ته ثوق کړ او بیت المقدس ته یې مخامخ پړاو واچولو، په دغه وخت کې د بالیان په نوم یو اروپایي امیر (چې د امیر بلدوین ابلیني ورور ؤ) د سلطان صلاح الدین خیمې ته ورغی او له هغه څخه یې وغوښتل؛ چې خپل اهل – چې همغه مهال د بیت المقدس په ښار کې کلابند ؤ- له ښار څخه وباسي او امن ځای ته یې بوزي ؟
سلطان اجازه ورکړه، خو کله چې امیر بالیان ښار ته ننووت، د ښار اوسیدونکي ترې تاو شول او زارۍ یې ورته پیل کړې؛ چې هغوی یوازې پرېنږدي او دفاع ترې وکړي.
امیر خپل روحاني مشر ته ورغی؛ چې له هغه څخه مشوره وغواړي؟ هغه ورته وویل: ((زه د الله په نمائندګۍ ستا له وعده خلافۍ څخه تېرېږم او تا بښم!)) مګر بالیان ته وعده خلافۍ خوند نه ورکولو، نو ځکه یو ځل بیا ورغی او له سلطان څخه یې وغوښتل؛ چې د ده له غاړې، عهد او پیمان لیرې کړي؟ امیر بالیان سلطان ته وویل: ((ای ستره سلطانه! زه چې کله ښار ته ننوتم، دوستان مې ډېر خوشاله شول، خو کله چې راوتلم، نو یې زه په ګمراه، بې ننګه او راحت طلبه او… لقبونو یاد کړم، بل دا چې؛ د الله د دین پر وړاندې یې بې ایمانه وبللم؛ نو تر بل هر چا؛ ته! د دغو خبرو په مانا ښه پوهېږې ! ماته اجازه راکړه؛ چې خپل ديني مسئولیت ادا کړم؟))
سلطان اجازه ورکړه او دا یې هم ورته وویل چې: ملکه او اولادونه به دې (له څو ساتونکو سره یو ځای) امن ځای ته ولېږو ان شاءالله، ته ډاډه اوسه! امیر بالیان د سلطان په دغې خبره ډېر خوښ شو، بیا سلطان په خپل قول وفا وکړه او د امیر بالیان کورنۍ یې امن ځای ته و رسووله.
امیر بالیان ښار ته ننووت او د قدس شریف د فوځ قومانده یې پر غاړه واخیسته.
د دواړو لوریو تر منځ سخته جګړه ونښته.
خو کله چې بالیان د بیت المقدس له ساتلو څخه ناامید شو، نو سلطان ته (د سولې له سپین بیرغ سره یو ځای) را و وت او د امان غوښتنه یې وکړه؟
سلطان انکار وکړ او ورته ویې ویل: تاسو ته مې دغه چاڼس درکړی ؤ، مګر تاسو له زور څخه کار واخیست، اوس به زه ښار ته د تورې په زور ننوزم ان شاءالله! او پر تاسو به نظامي احکام پلي کوم.
بالیان چې د سلطان جدیت ولید، نو یې ښې په جرئت سره ټولې هغه خبرې ورته وکړي، کومې چې د حطین په میدان کې د اټکل په توګه سلطان صاحب، تقی الدین عمر ته کړې وې! بلکې بالیان دا هم ور زیاته کړه چې: د مجبوریت پر مهال به خپلې ښځې او اولادونه هم ووژنو.
بیا سلطان صاحب بالیان ته وویل: موږ به مشوره سره وکړو! تاسو اوس لاړ شئ.
له هغه وروسته سلطان صلاح الدین (رحمه الله) تقی الدین عمر او قاضي فاضل ته وویل: زما تخمین څنګه شو! هغوی په ځواب کې ورته وویل: په ریښتیا چې ته د عقل او تدبیر خاوند یې! موږ ستا هره پرېکړه (له نه او نو پرته) منو.
بیا یې بالیان را وغوښت او ورته ویې ویل: تاسو په امان کې له ښار څخه ووزئ، مګر هو! ستاسو هر کس به لس (۱۰) دیناره ((دیه)) موږ ته راکوي؟ بالیان ورته وویل: که مهرباني له موږ سره وکړې او دغه کچه لږ راکمه کړې، نو دا نیکي به مو هېڅکله هېره نکړو ؟ بیا سلطان په هره ښځه پنځه (۵) په هر ماشوم دوه (۲) او په لویانو نارینه وو یې لس (۱۰) دیناره کېښودل او په دې توګه یې اروپایان له ښار څخه و ایستل.
مګر هو! هغه څوک چې غریبان وو، له هغوی څخه یې نه یوازې دا چې دیه وانخیسته، بلکې مرسته یې لاهم ورسره وکړه، تر خپل قلمرو پورې یې ټول په ګاډیو او کښتیو کې و رسوول او کرایه یې له هیچا څخه هم نه ده اخیستې.
په تړون کې دا هم وو؛ چې فقط منقول اموال او د لارې توښه به ورسره اخلي.
نور ټول شته یې غنیمت او یا بیت المال ته وسپارل شول.
د قدس شریف د فتحې دغه ورځ ۲۷ د رجب د (۵۸۳) هجري قمري کال وه.
خو سلطان صلاح الدین په (۵۸۹) کال په دمشق کې وفات شو او هملته خاورو ته وسپارل شو. انالله و انا الیه راجعون
شپاړس زامن ترې پاتې شول؛ چې دوی ټول د عربي جزیرو په مختلفو برخو کې حاکمان او امیران وو.
الله پاک دې له ټولو ریښتینو مجاهدین څخه (له موږ سره) راضي شي او ټول هغه تش په نوم مجاهدین دې الله ذلیل کړي؛ چې ژز له دغه مقدس نامه څخه غلته ګټه اخلي.
آمین