زموږ تګلاره د تفرقې او الحاد مسیر نه دی

حامد شاکر

#image_title

د داعش تفکر او باور دا دی، چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي او د تفرقې په ایجادولو سره حاکمیت وکړي؛ مګر باید په بشپړ قوت او روښانه توګه هغوی ته ووایو، چې موږ د خپلو مسلمانانو وروڼو سره د اختلاف په لټه کې نه یو، ځکه چې زموږ مسیر، د اختلاف لاره نه؛ بلکې زموږ لیدلوری دین او الهي عدل دی.

 

دا مسیر هېڅکله د اختلاف رامنځته کولو او د اختلافاتو د پیاوړتیا لپاره نه دی جوړ شوی او نه یې هیڅکله اختلاف ته هڅونه کړې؛ بلکې، د فتنې او اختلاف د پراخېدو په وړاندې یې مبارزې ته بلنه ورکړې.

 

زموږ دین او باور دا دی، چې هر څوک چې په هر ډول د مسلمانانو ترمنځ اختلاف او تفرقه رامنځته کړي، باید له دې لارې څخه لیرې شي او دا لاره او صراط مستقیم تر ابده تلپاتې او ثابته پاتې شي.

 

داعش د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف رامنځته کولو لپاره زیاته هڅه کوي، د مذهبي او فرقه یي باورونو له لارې د تفرقې ایجادول؛ د داعش یوه اساسي وسیله ده، خو دوی به هېڅکله په دې ارمان او موخې کې بریالي نه شي، ځکه چې مسلمانان، په ځانګړې توګه د افغانستان خلک، دې باور ته رسیدلي چې اُخروي نېکمرغۍ او د دنیا آرامتیا لپاره، د اتحاد او اتفاق لرل؛ تر ټولو مهم راز دی.

 

داعش په حقیقت کې؛ د اختلافاتو پراخولو هڅه کوي، هغه تفرقې چې د مسلمانانو روحیه کمزورې او له یووالې څخه یې لرې کوي، داعش په دې سره په نړۍ کې د یو پراخه نظام د رامنځته کولو هڅه کوي.

 

داعش او هغه کسان چې د دې ناوړه فکرونو پیروان دي؛ باور لري چې ټول باید په ورته طریقه فکر وکړي او د دوی فکر باید پر ټولو غالب وي، حال دا چې د دوی فکر له اسلامي اصولو سره په یوه خورا لرې فاصله کې دی.

 

مسلمانانو په تاریخ کې هېڅکله داسې غلامان نه وو لیدلي، چې خپل ځانونه یې د غلامۍ لپاره چمتو کړي وي او په خپله خوښه په دې لاره کې لاړ شي او د بادار فرمانبرداري د افتخار په توګه ومني، خو په حقیقت کې، داعش هماغه ډلې او غلامان دي چې خپل ځانونه په غلامۍ کې ښکېل کړي او د دې لپاره چې د دیندارانو په وړاندې ناسمه لاره ونیسي؛ د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او اختلاف د پراخولو هڅه کوي.

 

دوی خپل ټول ځواک کاروي، تر څو مسلمانان د ځانګړو نومونو او نښو له مخې له مسلمانۍ څخه لیرې کړي او مسلمانان وروڼه د یو بل په وړاندې ودروي او د خپلو داخلي ناوړه موخو سره؛ د دې نادرسته لاره د تفرقې او اختلاف د پراخولو هڅه کوي.

 

خو هر څومره چې داعش او د دې فکر پیروان هڅه وکړي، چې مسلمانان، په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمانان، د ځانګړو نومونو او نښو له مخې وپېژني او د ملي وحدت او اتحاد پر ضد برید وکړي؛ د الله جل جلاله په امید به ناکامه او ماتې وخوري.

 

دا ډله به هیڅکله خپلو ناوړو موخو ته ونه رسېږي، ځکه چې د افغانستان مسلمانان همیشه د خپلو حاکمانو په وړاندې باور لري او د افغانستان اسلامي امارت نظام د ټولو احترام لري، ځکه چې دا نظام په حقیقت کې یو عادلانه او اسلامي نظام دی چې د دې خاورې د خلکو په وینو او ژوند آبي شوی دی.

 

اوس چې د دې نظام ونې د پیاوړتیا لوري ته روانې دي؛ که هره ډله، سازمان یا هېواد چې د دې نظام ونې د وچولو نیت ولري، خلک به د هوښیارۍ په ډول د دوی پښې لنډې کړي او خپله لاره به له دوی څخه پاکه کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version