د معرکې وروستۍ مرحله:
په لومړنۍ مرحله کې د مسلمانانو تله درنه وه، مشرکین په تېښته سر شول او له میدانه یې پښې سپکې کړې. دا مهال مسلمانان د غنیمتونو په راټولولو بوخت شول، لومړنۍ مرحله مسلمانانو ګټلې وه، له دوی سره متعال رب خپله د نصرت وعده پوره کړې وه او بری یې ورکړی وو، متعال رب په دې اړه فرمایي: وَلَقَدْ صَدَقَكُمُ اللَّهُ وَعْدَهُ إِذْ تَحُسُّونَهُمْ بِإِذْنِهِ حَتَّىٰ إِذَا فَشِلْتُمْ وَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَعَصَيْتُمْ مِنْ بَعْدِ مَا أَرَاكُمْ مَا تُحِبُّونَ ۚ مِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الدُّنْيَا وَمِنْكُمْ مَنْ يُرِيدُ الْآخِرَةَ.
ژباړه:
او یقینًا الله جل جلاله تاسو ته خپله وعده رښتیا کړه، کله چې تاسو هغوی د هغه (الله) په حکم سره وژل، تر دې چې تاسو بېزړه شوئ او د کار په اړه مو په خپلو کې اختلاف وکړ او نافرماني مو وکړه، وروسته له دې چې هغه (الله) تاسو ته هغه څه دروښودل چې تاسو خوښول، په تاسو کې ځینې هغه کسان دي چې دنیا غواړي او ځینې هغه کسان دي چې آخرت غواړي.
همدارنګه عبدالله بن عباس رضي الله عنه وایي:
په احد کې موږ ته متعال رب تر ټولو ستر بری راپه برخه کړ، راوي زیاتوي چې موږ د ابن عباس رضي الله عنه له دې خبرې انکار وکړ، خو بیا ابن عباس رضي الله عنه په ځواب کې پورتنی آیت راته ولوست.
[تفسیر ابن کثیر، ج ۱، ص ۴۲۱]
د حمزه رضي الله عنه شهادت:
جبیر بن مطعم یو مشرک وو، په بدر کې یې تره طعیمه بن عدي د حمزه بن عبدالمطلب رضي الله عنه له لوري وژل شوی و، نو جبیر دا ځل غوښتل چې د خپل تره کسات واخلي. ده یو ماهر نېزهویشتونکی غلام درلود چې وحشي بن حرب نومېده، ده ته یې وویل: که حمزه رضي الله عنه دې شهید کړ، نو ازادوم دې.
وحشي چې وروسته مسلمان شو، وایي: زه په همدې تمه روان شوم، د حمزه رضي الله عنه په لټه کې شوم، که ګورم هغه د زمري په څېر د کفارو لیکې ماتوي او هېڅوک یې مخه نشي نیولای. زه د یوې تیږې لاندې ورته پټ شوم او د موقع په لټه کې شوم، په دې وخت کې سباع بن عبدالعُزّی ور وړاندې شو، حمزه رضي الله عنه ورغږ کړ: «را وړاندې شه، د سنت کوونکې مور زویه!» پرې راتاو شو او په یوه ګذار یې سر ترې قلم کړ.
وحشي زیاتوي: دا مهال مې نېزه ورته برابره کړه او پرې مې خوشې کړه، په نس کې یې داسې ولګېده چې له شا ترې ووته، هڅه یې وکړه چې زما پر لور راشي، خو ونه توانېد او ولوېد. ورغلم، نېزه مې ترې راوکښله، او کله چې مکې ته راغلم، نو ازاد شوم.
دا د اسلام د زمري شهادت و؛ هغه چې هېڅ یو مشرک یې په وړاندې د درېدو توان نه درلود او تل یې په مخامخ جګړه کې کارنامې پرېښې دي. د اسلام د لښکر لپاره که څه هم دا لویه خساره وه، خو بیا هم د بری زېري کېدل او د مسلمانانو په څېرو د بری نښې لیکلې وې، دې لښکر نور هم داسې زمریان درلودل چې د مشرکینو زړونه ترې لړزېدل او د هغوی په وړاندې یې د درېدو توان نه درلود.
په جبل الرماة کې د مقرر شوو غازیانو تېروتنه:
موږ ولوستل چې په جبل الرماة کې رسول الله صلی الله علیه وسلم پنځوس تنه صحابه کرام ځای پر ځای کړل، تر څو د مسلمانانو شا وساتي. خو دوی چې کله د مشرکینو تېښته او د مسلمانانو بری ولید، نو ۳۹ تنه صحابه کرام له خپلو ځایونو ولاړ شول، دوی فکر وکړ چې نور بری زموږ دی او باید له مسلمانانو سره د غنیمتونو په راټولولو کې مرسته وکړو.
خو د دوی مشر عبدالله بن جبیر رضي الله عنه اجازه نه ورکوله. هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټینګار حکمت درک کړی و، خو دوی بیا هم خپل ځای پرېښود او میدان ته راکوز شول. په جبل الرماة کې یوازې یوولس تنه پاتې شول چې د دوی مشر عبدالله بن جبیر رضي الله عنه هم پکې و.
خالد بن ولید، چې دا مهال لا مسلمان شوی نه و، غونډۍ تشه ولیده. دا یې یو فرصت وباله چې بایللې جګړه بېرته وګټي. ده د څو مشرکینو په ملتیا پر پاتې یوولس تنه صحابه کرامو برید وکړ، هغوی یې شهیدان کړل او بیا یې پر مسلمانانو د شا له لوري حمله وکړه، دا مهال ځینې مسلمانان غنیمتونه راټولول او ځینې نور په مشرکینو پسې ول، هغوی یې په منډه کړي وو، خو ناخبره پرې د شا له لوري د خالد سپاره راورسېدل او په دې موقع کې یې ډېر مسلمانان شهیدان کړل.
هغه مشرکین چې تښتېدلي وو، دا منظر یې ولید، نو بېرته راوګرځېدل. په دې سره مسلمانان په منځ کې راګیر شول او د بېاطاعتۍ ستر تاوان یې پرې کړ.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت اوازه:
د اسلام د لښکر بیرغ له مصعب بن عمیر رضي الله عنه سره و. نوموړی په دې ګډوډۍ کې د ابن قَمِئَه له لوري شهید شو. دا چې مصعب رضي الله عنه په څېره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورته و، نو مشرکینو دا ګمان وکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم شهید شوی دی.
ابن قَمِئَه چیغې کړې: «قَتَلْتُ مُحَمَّدًا»؛ یعنې محمد مې وواژه. په دې سره د مسلمانانو پاتې همتونه هم ولوېدل او د ټولو په ذهنونو کې ډول ډول پوښتنې راولاړې شوې: وحیه به څنګه تکمیلېږي؟ موږ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته څنګه ژوند کوو؟ دا هغه څه وو چې ډېر کسان یې دې ته اړ کړل چې له جګړې لاس په سر شي او کښېني.










































