د یهودو د دښمن اسماعیل هنیه شهادت او د خوارجو مسرت

ماهر بلال

#image_title

خوارج په اسلامي ټولنه کې راټوکېدلې هغه بدبختي ده چې د اسلام له نامه یې اسلام ټکنی کړی او تل یې مسلمانان په اور کې ودرولي دي. خوارج هغه مرداره فتنه چې سردار دو جهان صلی الله عليه واله وسلم یې په خپله د وژلو او ختمولو هیله څرګنده کړې وه او د عادیانو په شان د ختمولو خبره یې کړې وه.

 

داعشي خوارج؛ وخت ناوخت د اسلام ریښې وهونکو خوارجو د اسلامي امت ابطال او مظلومان په یوه نه یوه بهانه تکفیر کړي، شهیدان کړي او متضرر کړې یې دي؛ او یا یې هم د هغوی په شهادت باندې خوشحالي ښودلې ده. د هماغه مظلومانو له جملې یو تن شهید اسماعیل هنیة تقبله الله هم دی چې د اسرائيلي یرغلګرو لخوا په شهادت رسیدلی، دا څو ورځې چې د خوارجو محدود شوي میډیایي اکاونټونو/چینلونو ته سر ورښکاره کړې نو ټول په همدې خوښۍ لمانځي چې د داعشي خوارجو بادارانو اسراییلو او موسادیانو د مجاهدینو یو ستر رهبر شهید کړی او له منځه یې وړی، یو خوارج د مؤمنانو د غم په دې صحنه کې په لومړۍ ورځ په خپل ټیلیګرام چینل کې د دعا په شکل لیکل کړي چې؛ “الله دې د موساد هدفونه په دوی سم کړي تر څو ځمکه د سنوار عبدالملک او حسن نصرالله له وجودونو پاکه شي”.

 

یعنې خوارج له خپل بادار غواړي چې مجاهدین په نښه او ختم کړي لکه په تیر کې چې له امریکا د فاسد جمهوریت او امریکایي یرغل یو تن عاشق برهان الدين رباني له امریکایانو غوښتي وو چې په مجاهدینو لګ نور هم غټ بمونه واوروي.

 

په اوس وخت کې د یو مجاهد او بیا د قدس مجاهد په مرګ یا یهود، نصاری خوشحاله کیږي او یا دغه د جهنم سپي.

 

لکه څنګه چې د منافقانو او خوارجو په احادیثو کې اوصاف راغلي، هماغه شان خوارجو نن یو ځل بیا ځان ثابت کړ، د یادولو ده چې خوارج په ډېرو نورو صفاتو کې هم له یهودو سره مشابهت/ورته والی لري چې یو یې دا د یهودو خوښي هم ده، خوارج د یهودو په خوشحالۍ خوشحاله او په غم یې غمګین وي.

 

که وګورو نو دا به ډیره په آسانه راته جوته شي چې د اسماعیل هنیه په شهادت باندې اسرائیل زیات خوشحاله شول خو له اسراييلو هم پرې زیاته خوشحالي دغو بدبختو خوارجو جوړه کړه دا ځکه چې دا خوارج د اسرائيلو پیداوار دی او څه چې یهودو ته محبوب او خوښ وي دوی ته به خامخا خوښ وي ځکه خو یې د اسماعیل هنیه تقبله الله په شهادت خوښۍ او جشنونه وکړل.

 

خو خوارج دې خبر وي چې د دوی بادار یهود اوس د حماس مجاهدینو له داسې حماسي او تندریزو ګوزارونو سره مخ دي چې ډیر زر به له غزې تیښته وکړي او دا میدان به خالي پریږدي، بیا شاید د جهنم دغه سپي دې میدان ته وقف کړي او یهود ځان یو طرف ته کړي ترڅو د خوارجو په یهودو ځان ځارونه یو ځل بیا ننداره کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version