د کردستان لپاره د داعشیانو امیر ژوندی نیول شوی

د عراق د ملي امنیت سرویس نن شنبه ویلي چې په کرکوک ولایت کې یې د عملیاتو پر مهال د داعشیانو یوه شبکه له منځه وړې او د کردستان لپاره د دې ډلې امیر یې ژوندی نیولی دی.

د عراق رسمي دولتي اژانس د یادې ادارې د ویاند له قوله خبر ورکړی چې دا عملیات په سلیمانیه ښار کې ترسره شوي، چې په نتیجه کې یې د داعشیانو یو اووه کسیز ګروپ شنډ کړل شوی او د کردستان لپاره د خوارجو امیر، چې مستعار نوم یې ازاد سخي و، ژوندی نیول شوی دی.  په عملیاتو کې وسلې، یوه ډرون الوتکه او اسناد هم ترلاسه شوې دي.

عراق د داعشي فتنې د منشأ حیثیت لري، خو دمګړۍ پخپله د داعشیانو ترمنځ د جاسوسانو د ځالې په نوم مشهور دی او هره میاشت یې لسګونه کسان ژوندي پکې نیول کیږي او یا هم وژل کیږي.

ابو جلال
Exit mobile version