د باخبرو امنيتي سرچينو په وينا، په پېښور کې د زلمي بدخشي په نامه هغه مخکښ داعشي وژل شوی چې د تېر ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د مياشتې په ۱۱مه نېټه يې د کندوز ښار په مرکز کې د کابل بانک پر نمایندګۍ ځانمرګی بريد طرحه کړی و. نوموړي نه يوازې ياد بريد طرحه کړی و بلکې د داعش خراسان څانګې مهم عملیاتي طراح او د داعش د خراسان څانګې د نام نهاد مشر شهاب المهاجر له نږدې افرادو څخه بلل کېده. چې د يادې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د کشفي قطعاتو د تعقيب له ډاره د پاکستان خيبر پښتونخوا سيمې ته وتښتېده.
دا پېښه خپله د هغو راپورونو تسلسل پیاوړی کوي چې ډېری باخبره سرچينې پرې له مودو راهيسې ټينګار کوي او وايي چې د داعش تبليغاتي او نظامي رهبري له افغانستانه د تېښتې وروسته د پاکستان قبایلي سیمو ته پناه وړې ده. له دې وړاندې څو نورو پېښو هم د دې پخلی کاوه چې د داعش خراسان مهم کسان اکثره د پاکستان په قبایلي سیمو کې اوسېږي او هلته خپل فعالیت ترسره کوي چې څو ځله وړاندې يې هم د نامعلومو کسانو لخوا د هدف ګرځېدو راپورونه خپاره شوي وو.
د خیبر پښتونخوا د تیراه، توردرې، اورکزیو او شلمان سیمې له اوږدې مودې راهیسې د داعش لپاره د پټنځایونو په توګه یادېږي. دا سیمې هغه ځایونه دي چې د پاکستان د امنیتي ادارو د نفوذ او ستراتیژیکو محاسبو تر اغېز لاندې بلل کېږي.
له همدې امله ډېری شنوونکي باور لري چې داعش کوم خپلواک او استقلال لرونکی سازمان نه دی، بلکې د پاکستان د استخباراتي لوبو یوه نيابتي شبکه ګرځېدلې ده. د دوی په اند، په افغانستان، سيمه او آن په نړۍ کې د ناامنۍ د دوام لپاره د داسې ډلو شتون يو لوی ګواښ او د فشار وسيله ګرځي. همدا علت دی چې د پاکستان د پوځي رژيم يوه خاصه کړۍ د داعش ډلې د مشرانو لپاره پټنځايونه چمتو کوي او هغوی له هماغه ځايه خپل فعالیتونه تنظیموي.
د زلمي بدخشي قضیه هم د همدې معما یوه بله کړۍ ښکاري، نوموړی له افغانستانه د تېښتې وروسته مستقیم د خیبر پښتونخوا سیمو ته تللی و، هغه ځایونه چې د داعش د بیا منظمېدو د مرکزونو په توګه یادېږي. دا چاره د دې احتمال پیاوړی کوي چې د داعش خراسان شبکه په سیمه کې یوازې د څو یاغي کسانو یو تصادفي جوړښت نه دی، بلکې د یوې پراخې شبکې برخه ده چې په پاکستان کې د روزنې، تمویل او پناه ځایونه لري.
بل مهم ټکی دا دی چې د داعش تمويلوونکي او ملاتړي هېوادونه د سيمې فضا د همدې لپاره ګردجنه کوي، ترڅو د داعش په څېر د تروريستي ډلې د عملياتو لپاره خنډ ايجاد نشي، دا حالت ځيني څيړونکي دې پايلې ته رسوي چې داعش مستقیماً يوه نیابتي ډله ګرځېدلې ده چې د تاريخ په اوږدو کې دا کومه نوې خبره نه ده چې ځینې هېوادونه د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره خپلې نيابتي وسلهوالې ډلې کاروي.
په ټوله کې، د پېښور پېښه یوازې د یوه طراح د وژل کېدو خبر نه دی؛ بلکې د هغې پراخې معما یوه برخه ده چې د داعش خراسان د اصلي ملاتړ کوونکو او د فعالیت د جغرافیې په اړه راپورته کېږي. تر څو چې د تروريستي شبکو د تمویل، روزنې او پټنځایونو اصلي سرچینې لمنځه ولاړې نشي، ترهغې د داسې ډلو په بشپړ ډول له منځه وړل ستونزمن کار دی.
