د هر مسلمان لپاره اړینه ده چې په ټولو دیني، ټولنیزو او ژوند چارو کې د اعتدال او منځلاریتوب لار خپله کړي؛ ځکه دا هغه اصل دی چې اسلام مبارک دین یې له هر مسلمان څخه غواړي. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په عبادتونو، ناسته ولاړه، تعامل او د ژوند په ټولو چارو کې د اعتدال لاره خپله کړې وه او خپل امت ته یې د منځلاریتوب امر کړی او له افراط او تندلارۍ څخه یې منع کړې ده؛ په ځانګړي ډول یې په دین کې د افراط او څخه نهی کړې ده، ځکه چې په دین کې غلو او افراط په پای کې د هلاکت او تباهۍ لامل ګرځي.
د اسلام مقدس دین د افراط دین نه دی؛ بلکې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هر ډول افراط په څرګنده توګه رد کړی دی. قرآن عظیمالشان په ډېرو ځایونو کې د افراط او زیاتوالي څخه منع کوي او الله تعالی جلجلاله په ځانګړې توګه یهودیان او نور ټول امتونه له دیني افراط څخه راګرځولي او فرمایي: «لا تغلوا فی دینکم»
ژباړه: «په خپل دین کې غلو او افراط مه کوئ.»
له همدې امله، د واکمنانو یا عالمانو له خوا افراط د خلکو په زړونو کې د دین مینه له منځه وړي. لکه څنګه چې نن ورځ وینو، ځینې افراطي ډلې (لکه داعش) د افراط او تاوتریخوالي له امله د اسلام د بدنامۍ سبب شوي او ګڼ خلک یې له دین څخه لرې کړي دي.
برعکس، د ځینو واکمنانو او عالمانو تفریط او سستي هم خلک په خرافاتو، بدعتونو او باطلو لارو اخته کوي، په ځانګړې توګه ځوان نسل او ماشومان، چې د عصري ټکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو له امله ذهني مغشوشیت لري. په لږ غفلت یا افراط سره کېدای شي هغوی د نجات او نېکمرغۍ پر ځای د تباهۍ او انحراف پر لور سوق شي.
په دین کې اعتدال دا دی چې انسان نه افراط وکړي او نه تفریط؛ ځکه افراط د الهي حدودو د تېري سبب ګرځي، او تفریط د الهي احکامو په عملي کولو کې سستي او کموالی راولي.
پیغمبر اکرم صلیاللهعلیهوسلم فرمایي:
«إِیَّاکُمْ وَالْغُلُوَّ فِی الدِّینِ، فَإِنَّمَا أَهْلَکَ مَنْ کَانَ قَبْلَکُمْ الْغُلُوُّ فِی الدِّینِ»
ژباړه: «په دین کې له غلو ځان وساتئ؛ ځکه پخواني خلک د دین په غلو کې له منځه تللي دي.»
لنډه دا چې اسلام د اسانتیا او اعتدال دین دی، او خپلو پیروانو ته یې هېڅکله د داسې کارونو امر نه دی کړی چې د ترسره کولو توان یې ونه لري. لکه څنګه چې په قرآن عظیمالشان کې راغلي دي: «يُریدُ اللهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ» [البقره: ۱۸۵]
ژباړه: «الله تعالی جلجلاله ستاسو لپاره اساني غواړي، نه سختي.»
امام ابوحنیفه نعمان بن ثابت الکوفي، امام ابویوسف یعقوب بن ابراهیم الانصاري، امام ابوعبدالله محمد بن حسن الشیباني، رضوان الله علیهم اجمعین او نور ټول په دې اصل باور درلود چې اسلام د افراط او تفریط ترمنځ، د زیاتوالي او کموالي ترمنځ، د تشبیه او تعطیل ترمنځ، د جبر او اختیار ترمنځ او د هیلو او وېرې ترمنځ یو معتدل دین دی.
په پایله کې، د آیتونو، احادیثو او د علماوو د اقوالو په رڼا کې دا څرګندیږي چې اسلامِ مقدس یو معتدل او منځنی دین دی؛ نه هغه افراط دی چې خلک ترې وډاریږي او ناامیده شي، او نه هغه تفریط دی چې خلک بې له عمل څخه یوازې پر تشو هیلو بسنه وکړي.
