
نا پېژانده وسله والو د داعش خراسان څانګې مهم قومندان برهان چې په زید هم مشهور وو، د پاکستان د پنجاب ایالت د اختراباد ښار پاټک ساحه کې وژلی دی. نوموړی په خراسان څانګه کې یو له مهمو قومندانانو څخه و. د قاري فاتح او ابوبکر نژدې ملګری و. د یادونې وړ ده چې د تمکین پرمهال نوموړی مسؤول هم پاتې شوی او د افغانستان په مشرقي زون کې یې هم ځينې عمده فعالیتونه ترسره کړي وو.