د کب لسمه؛ د افغانستان د معاصر تاریخ ویاړمنه ورځ!

خلیل تسل

د افغانستان په تاریخ کې ځينې ورځې نه هېرېدونکې دي، ځينې یې تورې او ځينې هم سپینې، خو د کب لسمه یا د نړۍ له معاصر اشغال څخه د افغانستان د خلاصون او خپلواکۍ د زرینې ورځې په توګه په بیا بیا یادونه او ستاینه ارزي.

که تېر تاریخ ته پام وکړو، افغانان همېشه د مبارزې او ازادۍ د حاصلولو په برخه کې له هر ډول ننګونو بریالي راوتلي دي، خو د سیاست او نړیوالې دیپلوماسۍ په میدان کې یې بیا لوبه بایللې او په نورو دامونو کې لوېدلي دي، له همدې اړخه به ښايي دا لومړی ځل وي چې افغانانو د دواړو ډګرونو ویاړلې بریاوې خپلې کړې.

د جهاد او مبارزې په ډګرونو کې د ناټو او امریکا پوځي ځواک په ګونډو شو او په نړیوالو ستیجونو کې د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي په یوه غږ، یووالي او مېړانه د اشغال د اصلي محور یعني امریکا له مشرانو سره د ډیالوګ او مفاهمې بهیر په بریالیتوب سره مخته یووړ او بالاخره له نن نه پنځه کاله وړاندې د کب په لسمه د قطر پلازمینه دوحه کې د دوحیې تړون لاس لیک شو.

په حقیقت کې امریکا د افغان ولس مشروع غوښتنو او مبارزې ته غاړه کېښوده او په کابل کې حاکم رژیم یې نور هم څنډې ته کړ، هغه رژیم چې ګټې او څټې یې د شمالي ټلوالې او جمعیت ډلې ته ژمنو ښاغلو او جمهوریت پالو وړلې، خو نوم بدي یې تش په نامه پښتنو مشرانو ته ور په غاړه وه.

د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشر ملا عبدالغني بردار او د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیلزاد تر منځ لاسلیک شوی د دوحیې تړون اصلا د هغو زرګونو شهیدانو د وینو او کونډو د فریادونو ځواک و، چې بالاخره یې په یوویشتمه پېړۍ کې افغانانو ته د یوې بلې امپراتورۍ د پرځولو ویاړ ور په برخه کړ او هغوی چې دا هېواد یې د خپلو شومو موخو او وحشت لپاره اشغال کړی و، له دې پاکې خاورې یې د وېستنې او زوال لړۍ پیل شوه.

په دغه ملي مبارزه کې د اسلامي امارت ټینګ دریځ او ددې تاریخي ورځې یادونه موږ ته څو ټکي را په ګوته کوو، چې باید تل مو په یاد وي او د تاریخ له حافظې څخه به هېڅکله هم پاک نه شي.

۱:- اغېزناکه دیپلوماسي

دیپلوماسي په اوسني عصر کې د نړیوالې مفاهیمې ژبه ده، هېوادونه او سازمانونه خپلې ستونزې، هیلې او غوښتنې پر همدې مېز حل کوي او د نړیوال نظم د رامنځته کولو او ستونزو د دفعه کولو یوازینۍ لاره ورته وايي.

له بده مرغه چې پخوا د افغانانو په اړه ویل کېدل چې په دغه نړیواله ژبه نه پوهېږي، خو د اسلامي امارت د وسله والې مبارزې تر څنګ له ۲۰۱۲ کال را وروسته د بهرنۍ پالیسۍ په چوکاټ کې دا ژبه هم ورو ورو فعاله شوه او بالاخره د قطر دفتر په پرانېستې سره نړیوالو ته اعلان وشو، چې موږ د جګړې تر څنګ د مذاکرې او دیپلوماټیکې ژبې خلک هم یو، چې ددغه اغېزناکې پالیسۍ په ترڅ کې نړۍ په دې قانع شوه، چې دوی په ناحقه افغانستان اشغال کړی او د اسلامي امارت مبارزه د یوه سوکاله او داسې افغانستان لپاره ده چې د ټولې نړۍ په ګټه وي او چا ته به یې زیان نه رسېږي.

۲:- د څلوېښت کلنې جګړې پایلامه

د افغانستان د اشغال په کلونو کې کورنیو او بهرنیو رسنیو داسې تبلیغات کول چې د کورنۍ جګړې اصلي عاملین طالبان دي، خو د جمهوریت په لمن او اډانه کې د پټو جنګ سالارانو، بدماشانو او مافیايي ډلو، پارلماني وکیلانو، یا هم له غربه د راغلو پراشوټي نېکټايي پوشو چارواکو هغه شومې موخې او پلانونه یې له سترګو پټ وو، چې خپلې خاورې، بیت المال او پروژو ته یې د ښکار په سترګه کتل او له خپل ولس څخه یې نفرت درلود.

نړۍ په دې حقیقت پوه شوه چې د طالبانو مبارزه د شخصي موخو او واک لپاره نه، بلکې ددې جګړې د ختمولو لپاره ده، چې په دوحه کې د سولې تړون له لاسلیک سره په حقیقت کې د څلوېښت کلنې جګړې د پای لپاره هم ابتدايي ګام واخیستل شو او تېر درې کلونه افغانستان په سراسر امنیت کې ژوند کوي.

۳:- واحد او سپېڅلي دريځ

د دوحې دفتر تر پرانېستو وروسته که څه هم د افغانستان اسلامي امارت په مرکچي پلاوي د غړو په کچه بدلونونه راغلل، نېټې او ځایونه تبدیل شول، خو دریځ او مرام واحد و، د اسلامي شریعت تطبیق، د افغانستان رښتيني خپلواکي او د شهیدانو د ارمانونو حفاظت سره کرښه او واحد شعار و، چې تر پایه په کې بدلون رانغی او د افغان ولس له هیلو او ارمانونو سره هېڅکله هم د مال او متاع چلند ونه شو او د یوه مقدس ارمان په توګه یې لوړ مقام درلود.

۴:- د ملت رښتینې استازولي

د جمهوریت پر مهال چې په دوو لسیزو کې د افغانستان په اړه هر ډول کنفرانسونه او ناستې کېدې، له افغان لوري په کې داسې کسانو ګډون کاوه، چې د ولس د ارمانونو او غوښتنو په ژبه نه پوهېدل، د کابل د واکمنۍ او یا د غرب په ماڼو کې لوی شوی او روزل شوي کسان و، دوه تابعته او حتی درې تابعته ښاغلي هم په کې و، د جنډر، قوم او نورو سهمونو په اساس به ورتلل، خو د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي ټول غړي، په کلي کور کې را لوی شوي عالمان او مخور وو، ملي دریځ یې درلود، له دین او افغانیت با خبره وو، ځکه یې د ملت غږ رساوه او رښتینې استازولي یې کوه، چې د دوی د مبارزې په پایله کې د دوحیې تړون مواد نهايي شول.

۵:- د مادیاتو او فشارونو پر وړاندې بې پروايي

د دوحیې تړون او د قطر دفتر په بېلابېلو ناستو کې د رسنیو د خپرو شوو راپورونو له مخې امریکا او غربي ټولنې د خپل طبیعت له مخې بیا بیا د مادیاتو، اقتصادي او سیاسي فشارونو الې کارولې دي او په تېر کې یې د افغانستان د ګاونډیانو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې دوی ته ښه پایله هم په لاس ورکړې وه، خو دا ځل دلته معادله برعکس شوه او د اسلامي امارت پلاوی د هر ډول مادي او اقتصادي فشارونو پر وړاندې ثابت قدمه او بې پروا پاتې شو او د افغانستان د خپلواکۍ په چاره کې له خپلو موخو یوه لوېشت هم شاته نه شول.

۶:- د جګړې او خبرو توازن

امریکايي پلاوي او د کابل ادارې ورغلو مشرانو بیا بیا هڅه کوله چې د خبرو د تدوام په بهانه د جګړې په ډګرونو کې د سولې او ملي پخلاینې په نامه خنډ او ځنډ رامنځته کړي، خو د اسلامي امارت مجاهدینو او نظامي مشرانو د خبرو د بریا په هیله هېڅکله هم د جهاد او مبارزې سنګرونه ساړه نه کړل، بلکې تر پخوا یې مبارزه سخته او ګړندۍ وه، چې د جګړو او خبرو دغه مثبت توازن په دیپلوماټیک ډګر مغروره امریکان هم اړ کړل چې خبرو ته غوږ ونیسي.

۷:- د بحران مدیریت

د دوحې تړون پلاوو د خبرو پر مهال کورنیو او بهرنیو استخباراتي کړیو، هېوادونو او سازمونو هڅه کوله چې دا پروسه سبوتاژ شي، افغانستان رښتینې خپلواکۍ ته ونه رسېږي، اسلامي امارت پر ولس تپل شوې ډله او د کابل اداره رښتینې استازې معرفي کړي، د هغوی د مبارزې په پایله کې یې د اقتصادي ناورین او نورو تبلیغاتو په نامه زهر وپاشل، د اربکي، محلي اردو، قطعاتو او نورو ډلو ټپلو په نامه د بحران کړۍ رامنځته شوې، خو اسلامي امارت ددغه بحران په غوره مدیریت سره هر څه شنډ کړل او افغانستان یې تر رښتیني ازادۍ پورې ورساوه.

۸:- د حل رښتینې مرجع موندل

اسلامي امارت د خپلې مبارزې په بهیر کې هېڅ وخت هم د واقعي خبرو اترو او سولې دروازه نه ده تړلې، له هېواد د ننه او بهر یې خبرو ته چمتو والی ښودلی و، خو مقابل لوری به دا نېک نیت کله کله د کمزورۍ او کله هم د یوه بل فرصت په نامه ضایع کاوه، چې بالاخره یې د خبرو دا دروازه د ستونزې د اصلي او واکمنې مرجع ( امریکا)  لپاره پرانېسته او هغوی چې نور خپله بېړۍ ډوبېدونګې ولیدله، هوښیاري یې وکړه او د قطر دفتر له لارې اسلامي امارت ته د افغانستان د واقعي استازي په توګه قایله شوه. همدا لامل شو، چې له اصلي مرجع سره خبرې کامیابۍ او د دوحې تړون لاسلیک شي.

۹:- دوه اړخیزه ژمنتیا او تعهد

د دوحې تړون د دواړو لورو تر منځ په بېلابېلو مادو کې پر ژمنو او عملي اقدماتو ولاړ دی، له نېکه مرغه چې اسلامي امارت تل په خپل قول او ژبه عمل کړی دی، ددې تړون له مخې ټولې کړې ژمنې یې عملي کړي دي، د خوارجو پر وړاندې مبارزه شوې، افغانستان هېڅ بل هېواد ته خطر نه دی او نه یې څوک له خاورې استفاده کولی شي، خو له بده مرغه چې مقابل لوري ګڼې مادې تر پښو لاندې کړې،  د سرغړونې لسګونه موارد لري، چې یادون یې جلا بحث غواړي، د افغانستان شاوخوا شپږ میلیارده ملي شتمني لا هم بنده ده او هغه بشري مرستې چې افغانان یې مستحق دي، په منظم ډول نه دي شوې او یا هم ناڅيزه دي.

۱۰:- د تېروتنو د نه تکرار لپاره چمتو والی

په تېرو انقلابونو کې اکثره وخت افغانانو له بریا وروسته خپل ځان او هېواد هېر کړی، هم یې مبارزه او هم یې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې، چې د روسانو پر وړاندې له بریالي جهاد وروسته د تنظیمي مشرانو تېروتنې یې ښې بېلګې دي، چې افغانستان په کې د خاورو په کنډواله بدل شو، خو دا ځل د دوحې تړون له لاسلیک او د اشغالګرو د وتنې نېټې له څرګندېدو سره سم د اسلامي امارت اړوند ارګانونه لاس په کار شول او د هېواد ورانۍ، دښمنۍ او لوټمار په څېر ناورینونو د مخنیوي لپاره یې چمتو والی پیل کړ، چې د فتحې په ورځو کې یې هېوادوال د تیاري او نظم شاهدان دي، بیا الحمدالله تر ننه پورې داسې تېروتنه، چې بیت المال دې لوټ او هېواد وران شي، نه ده لیدل شوې.

د کب لسمې نېټې پیغام

پورتنیو څرګندونو ته په پام سره ویلی شو، چې د کب لسمه نېټه یوه عادي ورځ نه ده، د هېواد معاصر تاریخ کې جلا ځای او مقام لري، دې ورځې هم په نړیوال ستیج د افغانانو د سیاسي بصیرت او هوډ روڼ تصویر وړاندې کړ او هم یې په ملي کچه افغانانو ته پیغام ورکړ چې د هرې ملي ستونزې د حل لپاره باید هر وخت د نړیوالو په تمه پاتې نه شو.

هر نظام او حاکمیت چې په ولس کې رېښه او ملاتړ ونه لري، د سیلاب په سر روان ځک او حباب ته ورته دی، هغه نظامونه چې د جمهوریت په څېر په بهرني ملاتړ او مرستو متکي وي، د نورو د ګټو لپاره کار کوي، یوه ورځ را پرځېږي او ځای به یې د هېواد رښتیني خدمتګاران او مشروع نظامونه نیسي. بالاخره د کب لسمه باید له خپل ټول تاریخي عظمت سره د نصاب په کتابونو او نشراتي موادو کې ځای پر ځای شي، څو راتلونکي نسلونه د خپلو نیکونو دا ویاړلی یادګار په یاد وساتي.

Exit mobile version