د پاکستاني پوځ په جوړښت او وده کې د امریکا ونډه او اغېز
په همدې موده کې له انګریز څخه په مستقیم ډول اغېزمن شوی دغه پوځي نسل تر سیوري لاندې، یو بل پوځي نسل هم وده او روزنه موندله. د دې نسل په روزنه کې دوه مهمو عواملو ژور اغېز درلود. له یوې خوا، د لومړي نسل پوځي افسرانو هغه ټول مهارتونه او تجربې دې نوي نسل ته انتقالولي چې دوی له برتانوي افسرانو څخه په میراث کې ورپاتې وې. له بلې خوا، د پاکستان پوځي او سیاسي رهبرۍ له امریکا سره د اړیکو په پیاوړتیا بوخت و.
امریکا چې د برتانوي استعمار له بطنه راټوکېدلی وه، ډېر وخت یې تېر نه کړ چې پاکستان د خپلو متحدینو په ډله کې شامل کړي. په ۱۹۵۴م کال کې پاکستان له امریکا سره د «متقابل دفاعي همکارۍ تړون» لاسلیک کړ، چې له دې وروسته پاکستان ته امریکايي مرستې پیل شوې. ورپسې په ۱۹۵۵م کال کې پاکستان د سیټو (SEATO) او سینټو (CENTO) غړیتوب ترلاسه کړ او په ترڅ کي یې ځان په ښکاره توګه د امریکا نږدې خواخوږی وښود. امریکا هم د پاکستاني پوځ پر روزنه خورا ژوره پاملرنه وکړه.
پاکستاني پوځ د امریکايي پوځ د تنظیمي جوړښت په رڼا کې خپله نظامي بڼه یې بېرته له سره منظمه کړه. په پوځ کې داسې ګڼې څانګې او فرقې رامنځته شوې چې بشپړ په امریکايي وسلو سمبالې او د امریکايي معیارونو له مخې روزل شوې وې. د پاکستان ډېری لوړپوړي افسران د زده کړو او روزنې لپاره امریکا ته ولېږل شول. د ۱۹۵۵م او ۱۹۵۸م کلونو ترمنځ، یعنې یوازې د درېیو کلونو په موده کې، یوازې د توپچي له څانګې څخه شاوخوا ۲۰۰ افسران امریکا ته واستول شول.
سربېره پر دې، امریکايي افسران هم پاکستان ته راتلل او په پوځي اکاډمیو کې یې تدریس کاوه، او د دغو اکاډمیو په نصاب کې یې هم مهم بدلونونه راوستل. له دې ټولو سره سره، پاکستاني افسران د روزنې لپاره برتانیا او د دولتِ مشترکه نورو هېوادونو ته هم لېږل کېدل. د دې بهیر په پایله کې یو داسې پوځي نسل رامنځته شو چې په اصل کې یې فکري او تاریخي بنسټ برتانوي و، خو پر هغه د امریکايي اغېزو ژوره نښه هم په څرګند ډول لېدله کېده.
اسټیفن کوهن همدا حقیقت داسې لیکي:
“امریکايي پوځي کارپوهانو وخت په وخت د کوټې د سټاف کالج څخه هم لیدنې کولې؛ دا هغه پوځي اداره ده چې په پاکستان کې تر ټولو پخوانۍ ده او تر ننه پورې یې برتانوي ځانګړتیاوې ساتلې دي. په دې توګه، د دغه کالج په تعلیمي او روزنیز نظام کې د امریکایانو مهمه ونډه وه. د کالج په خپله تدوین شوې تاریخ کې راغلي چې په ۱۹۵۷م کال کې د امریکا د اټومي جګړې د متخصصینو د یوې ډلې لیدنه ډېره ګټوره ثابته شوه، چي پایله یې د پخواني نصاب بدلون او بیاکتنه وه.” (پاکستان آرمي: تاریخ اور تنظیم، سټیفن پي کوهن، ص: ۶۵-۷۲)
همدارنګه، په ۱۹۵۶م کال کې د «ایس ایس جي» (SSG) رسمي بنسټ اېښودل هم د امریکايي ځانګړو ځواکونو (Special Operations Forces) په مرسته ترسره شول، او دغه ځواک د امریکايي ځانګړو قطعاتو په طرز او معیار وده او روزنه ترلاسه کړه. له ۱۹۷۱م کال وروسته د امریکا پام د ویتنام پر لور واوښت او پاکستان هم په موقتي ډول د هغې د متحدینو له کتار څخه ووته. خو د ۱۹۸۰مې لسیزې له پیل سره سم، امریکا یو ځل بیا د شوروي (روسي) ګواښ د مخنیوي لپاره پاکستان ته اړتیا پیدا کړه، او پاکستان هم د پوځي او غیر پوځي مرستو د دروازو په پرانیستل کېدو خوشاله شو او په خوښۍ سره یې د امریکا د «لومړۍ کرښې متحد» کېدو ته غاړه کېښوده. په دې توګه، پاکستاني پوځ یو ځل بیا د امریکا تر سرپرستۍ لاندې راغی.
د افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته دا لړۍ بیا لنډ مهال لپاره کمزورې شوه، خو د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې له پېښو وروسته، پاکستان یو ځل بیا د امریکا «لومړۍ کرښې متحد» وګرځېد او دا حیثیت یې تر نن ورځې پورې دوام لري. په دې ټوله موده کې چې د افسرانو کوم دوهم نسل وروزل شو، هغه نه یوازې له برتانیا سره، بلکې له خپل نوي بادار، امریکا سره هم وفادار و، بلکې په ډېرو برخو کې ترې لا زیات نږدې و.
پروېز مشرف هم د همدې نسل له ډلې څخه و. هغه د امریکایي اغېزو لرونکي د کوټې د سټاف کالج څخه تر زده کړو وروسته، د برتانیا په «رایل کالج آف ډیفنس سټډیز، لندن» کې هم زده کړې وکړې، او په ۱۹۹۸م کال کې د پاکستان د پوځ مشر وټاکل شو، چې نږدې نهه کاله یې د امریکایي ګټو په خدمت کې تېر کړل.











































