د پاکستان له تاسیس وروسته د پوځي رژیم تاریخ
د پاکستاني پوځ بیا بنسټ ایښودنه:
د ۱۹۴۷م کال د اګست په ۱۴مه د پاکستان په نوم یو دولت د نړۍ پر نقشه راڅرګند شو. دا هېواد د لوېدیځ هند له هغو سیمو جوړ و چېرې چې مسلمانان په اکثریت کې وو، لکه پنجاب، سند، سرحد (خیبر پښتونخوا)، بلوچستان او کشمیر، او په ختیځ کې د بنګال سیمه هم د دې برخه وه. مسلمانانو د دې دولت د رامنځته کېدو لپاره سترې قربانۍ ورکړې او په زړونو کې یې دا هیله ژوندۍ وه چې دلته به داسې یو نظام ټینګېږي چې د اسلامي اصولو، په ځانګړې توګه د «لا إله إلا الله» د غوښتنو سره سم وي.
خو کله چې عملي حالت ته وکتل شي، څرګندیږي چې د دولت په جوړښتونو، په ځانګړې توګه پوځ کې، کوم بنسټیز بدلون رامنځته نه شو. د هند د وېش په پایله کې پاکستان ته چې کوم پوځ ورسېد، هغه په اصل کې هماغه د برتانوي دور “شاهي هندي پوځ” و، چې اوږده موده یې د برتانوي استعمار د ګټو ساتنه کوله. د دې پوځ تنظیم، روزنه، نظم او انضباط، او حتی فکر او پوځي ستراتیژي تر ډېره د برتانوي سبک پر بنسټ ولاړه وه.
د وېش د فارمول له مخې، پاکستان ته د دې پوځ او د هغه د شتمنیو نږدې شپږ دیرش(۳۶) سلنه برخه ورسېده، چې پکې اته (۸) پیاده، اته (۸) د توپخانې او اته (۸) زغره وال (بکتر بند) لواګانې شاملي وې. سربېره پر دې، یو شمېر مهم روزنیز مرکزونه او په کراچۍ او چټاګانګ کې سمندري تأسیسات هم د پاکستان برخه شول. (پاکستان آرمی، تاریخ و تنظیم از سټیفن پی کوہن، مخ ۳)
له همدې امله، د پاکستان د جوړېدو پر مهال د هېواد تر ټولو لوی، منظم او ملي بنسټ همدا د پوځ اداره وه. په لومړیو ورځو کې هېواد له سختو اداري، اقتصادي او دفاعي ستونزو سره مخ و. د دغو حالاتو د مهارولو لپاره پوځ مهم رول ولوباوه، چې منطقي پایله یې دا شوه چې په راتلونکو کلونو او لسیزو کې همدغه اداره د هېواد واګې په بشپړه توګه په لاس کې واخلي. خو د دولت د اصلاح او پرمختګ پر ځای، همدا پوځ پر دولت غالب شو او خپله وده او پیاوړتیا یې تعقیب کړه. سربېره پر دې، پوځ د پاکستان له جوړېدو څخه مخکې نافذ فرنګي نظام کې کوم بنسټیز بدلون ته لار ورنه کړه.
خو یوه مهمه پوښتنه دا وه چې ایا د دې پوځ فکري او نظریاتي بنسټونه هم بدل شول که نه؟ حقیقت دا دی چې په دې برخه کې کوم د پام وړ ګامونه پورته نه شول. که څه هم تر یوې کچې د ځايي افسرانو د روزنې او ګومارنې بهیر پیل شو، خو عمومي جوړښت، تعلیمي نصاب او اداري فکر تر ډېره هماغه پخوانی پاتې شو چې د برتانوي دور ځانګړنه وه. که په هماغه وخت کې یو هر اړخیز اصلاحاتي بهیر پیل شوی وای، چې پکې د پوځ نظریاتي لوری د اسلامي اصولو له مخې برابر شوی وای، روزنیز نصاب بدل شوی وای، او د رهبرۍ جوړښت د سیمهییزو اړتیاوو له مخې له سره جوړ شوی وای نو امکان درلود چې یو نوی او بېل ډول پوځ رامنځته شوی وای.
د وخت په تېرېدو سره د پوځ رول لا پراخېده. سیاسي بېثباتي، کورني شخړې او پرلهپسې بحرانونو پوځ دې ته اړ کړ چې د دولت په چارو کې لا ډېر فعال شي. په دې توګه، دا اداره یوازې یوه دفاعي ځواک پاتې نه شوه، بلکې د پالیسۍ جوړونې او د حکومتولۍ په ټولو اړخونو کې هم اغېزمنه شوه. که د پاکستان له تاسیس وروسته جدي ګامونه پورته شوي وای او دا پوځ، چې انګرېز ته وفادار و، له بنسټه بدل شوی وای؛ د هغه روزنیز نصاب د جیدو دیني علماوو، د سرحدي سیمو د مجاهدینو او د عصري پوځي متخصصینو په لارښوونه له سره برابر شوی وای؛ د پوځ بشپړه بیا تنظیم شوې وای او د انګرېز پلوه افسرانو طبقه له دندو ګوښه کړل شوی وای نو ښایي دا امکان موجود وای چې دا پوځ په رښتینې مانا “اسلامي پوځ” ګرځېدلی وای.
خو عملي حقیقت دا دی چې نه دا کار وشو، او نه هم په دې لور چندان فکر وشو. په پایله کې، د پاکستان له جوړېدو وروسته هم هماغه شاهي هندي پوځ بې له بدلون او اصلاح څخه پاتې شو؛ یواځې دومره وشول چې د مسلمانانو په وینو ککړ لاسونه لرونکی همدا پوځ اوس د ”پاک پوځ“په نوم یادېږي.










































