د پاکستان پوځي رژیم حقیقت، د تاریخ په اوږدو کې! دویمه برخه

ډاکټر همام خان

له استعماري پوځ څخه تر پاکستاني پوځ پورې

که څه هم د پاکستان د تاسیس څخه نږدې اته اویا کاله تېر شوي، خو د پاکستان پوځ بنسټ تر دې څه کم یوه پېړۍ وړاندې، یعنې په ۱۸۴۹م کال کې اېښودل شوی و. ښایي له همدې امله دغه پوځ نه یوازې د عمر له مخې د دې هېواد څخه نږدې سل کاله زوړ دی، بلکې په عملي ډول هم د هېواد په هره برخه کې ژور اغېز او پراخ نفوذ لري. دلته پوځ اصلي بنسټ ګڼل کېږي او نورې ادارې یې فرعي بلل کېږي. له همدې امله، د پاکستاني پوځ د رامنځته کېدو څخه مخکې شاوخوا سل کلن تاریخ پېژندل هماغومره اړین دي لکه د تاسیس وروسته د هغه د رول او پرمختګ پوهه.

د بریتانوي هندوستان «صدارتي اردو»

په ۱۷۵۷م کال کې د پلاسي له جګړې وروسته، بریتانویانو په تدریجي ډول پر ټول هندوستان خپل واک ټینګول پیل کړل. بریتانوي واکمنان په دې ښه پوهېدل چې د دوی واکمني د ولسي رضایت پر بنسټ نه، بلکې پر عسکري ځواک ولاړه ده، او د دې واک د ساتلو لپاره هم پر دوامداره پوځي ځواک تکیه اړینه ده.

بریتانویانو پر هندوستان د خپل واک د دوام لپاره د یوې منظمې او ځواکمنې اردو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړه. که څه هم په تاریخ کې د زور له لارې د قومونو تر غلامۍ لاندې راوستلو بېلګې شته، خو دا یو غیر معمولي حالت و چې یوه ټولنه دې د خپلو خلکو په مرسته د پوځ له لارې تر واک لاندې وساتل شي. بریتانویانو پرېکړه وکړه چې داسې اردو جوړه کړي چې مشري یې د اروپایي افسرانو په لاس کې وي، خو سرتېري یې په بشپړه توګه هندي وي.

دغه اردو په تدریجي ډول منظمه شوه او بریتانویانو ورته د درې «صدارتي اردوګانو» (Presidential Armies) بڼه ورکړه، چې په لاندې ډول وې:
• بنګال آرمي
• بمبئي آرمي
• مدراس آرمي

د هند لوېدیځ (اوسنی پاکستان) باندې د بریتانوي واکمني

د نولسمې پېړۍ تر لومړیو لسیزو پورې، بریتانوي استعمار د هند په ختیځو، سوېلي او مرکزي سیمو کې خپل واک نسبتاً ټینګ کړی و. په همدې وخت کې د شمال لوېدیځې سیمې مهم مرکز لاهور و، چې د سیک واکمنۍ پلازمېنه بلل کېده. د سیک سلطنت د خپل عروج په پړاو کې، د ننني جغرافیایي نقشې له مخې، د پاکستان پنجاب، د هند پنجاب، کشمیر، د سرحد ایالت اداري او ښاري سیمې، او همدارنګه د پنجاب له پولې سره نښتې د سند ځینې برخې تر خپل نفوذ لاندې راوستې وې.

په همدې تاریخي شالید کې، د ۱۸۲۵م او ۱۸۳۰م کلونو ترمنځ د سید احمد شهید رحمه‌الله تر مشرۍ لاندې د مجاهدینو خوځښت د سیک واکمنۍ پر ضد منظم جهادي مبارزه پیل کړه. د دې خوځښت په پایله کې مردان، بونیر، پېښور او ورسره نښتې نورې سیمې د سیکانو له واکمنۍ څخه آزادې شوې، او هلته د سید احمد شهید رحمه‌الله د امارت تر چتر لاندې یو منظم شرعي نظام ټینګ شو.

په ۱۸۳۱م کال کې، سید احمد شهید رحمه‌الله او د هغه نږدې ملګری، همفکر او د هند ستر دیني عالم شاه اسماعیل شهید رحمه‌الله، د بالا کوټ په سیمه کې د سیکانو پر ضد د مبارزې پر مهال په شهادت ورسېدل. د دوی شهادت که څه هم په ظاهره د خوځښت پوځي اړخ ته لوی ټکان و، خو په فکري او دیني لحاظ یې ژور اغېز پرېښود. دغه خوځښت په مسلمانانو کې دیني ویښتیا، د عقایدو اصلاح او د استعماري ځواکونو پر ضد د مقاومت روحیه پیاوړې کړه. د بالاکوټ له پېښې وروسته، خوځښت په موقتي ډول وویشل شو، خو نظریاتي اغېزې یې په شمالي هند او سرحدي سیمو کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شوې.

بل لور ته، په ۱۸۳۹م کال کې د سیکانو د سلطنت بنسټګر او ځواکمن واکمن مهاراجه رنجیت سنګ له مړینې وروسته، د سیک دولت د سختې سیاسي بې‌ثباتۍ ښکار شو. خپلمنځي سازشونو، د واک پر سر کورنیو شخړو او د پوځي مشرانو اختلافاتو د دوی ځواک کمزوری کړ. انګریزانو له دې حالت څخه ګټه واخیسته او په ۱۸۴۶م کال کې د لومړۍ انګریز–سیک جګړې او په ۱۸۴۹م کال کې د دویمې جګړې له لارې یې پاتې مقاومت هم پای ته ورساوه. په دې توګه، د ۱۸۴۹م کال تر پایه پورې د پنجاب په ګډون د سیکانو ټولې سیمې د بریتانوي واک لاندې راغلې.

په همدې موده کې انګریزانو یو خوا په پنجاب او سرحدي سیمو (اوسنی خیبر پښتونخوا) کې خپل واک ټینګ کړ، او بل خوا یې په سند او بلوچستان کې خپل سیاسي او پوځي نفوذ پراخ کړ. په هغه وخت کې په سند کې د تالپور کورنۍ د مسلمان امیرانو حکومت و، خو د کورنیو شخړو او سیاسي کمزورۍ له امله دغه ریاست په خیرپور او میرپور ووېشل شو. انګریزانو له دې وضعیت څخه ګټه واخیسته او په ۱۸۴۳م کال کې د میاني په جګړه کې د سند امیران مات کړل، چې په پایله کې یې د سند لویه برخه د بریتانوي واک لاندې راغله.

همدارنګه، انګریزانو تر ۱۸۳۹م کال پورې په بلوچستان کې پر قلات خپل نفوذ ټینګ کړی و، او په ۱۸۴۲م کال کې یې هلته د «سیاسي اجنټ» نظام په رسمي ډول پلی کړ. د دې نظام له لارې یې سیمه‌ییز سرداران تر خپل نفوذ لاندې راوستل او په تدریجي ډول یې په ټول بلوچستان کې خپل واک پراخ کړ، تر دې چې په ۱۸۷۶م کال کې کویټه هم بشپړ د بریتانوي واک لاندې راغله. په دې ټولو پوځي او سیاسي اقداماتو کې انګریزانو په بنسټیز ډول د بنګال او مدراس له پوځونو څخه استفاده وکړه، او د بریاوو وروسته یې په لوېدیځ هند او سرحدي سیمو کې ګڼ شمېر پوځیان او قوماندانان ځای پر ځای کړل، چې له امله یې د بریتانوي واک ریښې نورې هم پیاوړې شوې.

د فرنټيئر فورس جوړېدل

د پنجاب او سرحدي ښاري سیمو تر نیولو وروسته، د بریتانوي استعمار لپاره تر ټولو جدي ننګونه د خپلې لوېدیځې پولې ساتنه وه. که څه هم د سید احمد شهید رحمه‌الله له شهادته وروسته د مجاهدینو خوځښت سخت زیان ولید، خو پای ته ونه رسېد، بلکې په تدریجي ډول بیا منظم شو. تر دې چې د ۱۸۴۵–۴۶م کلونو په ترڅ کې په بالا کوټ، ګړهي حبیب‌الله، مانسهره او مظفرآباد کې یو منظم شرعي امارت جوړ شو، چې امیر یې مولانا عنایت علي عظیم‌آبادي و.

د مجاهدینو دوامداره فعالیتونو او په پېښور، مردان، کوهاټ او نورو سیمو کې د قبایلو بریدونو انګریز حکومت اندېښمن کړ. د همدې ګواښونو د مخنیوي لپاره، په ۱۸۴۹م کال کې د «فرنټيئر فورس» (Punjab Irregular Frontier Force) په نوم یو نوی پوځي ځواک جوړ شو. په دې ځواک کې لس لواګانې شاملې وې؛ پنځه پیاده او پنځه سپاره، چې د قبایلي پولې ترڅنګ په مهمو سیمو لکه ډېره اسماعیل خان، کوهاټ، بنو او پېښور کې ځای پر ځای شوې.

د هرې لوا مشري به د څلورو اروپایي افسرانو په لاس کې وه، او د هغوی تر قوماندې لاندې شپاړس (۱۶) ځایي قوماندانان او نږدې نهه سوه (۹۰۰) ځایي سرتېري دنده ترسره کوله. د دې سرتېرو ډېری د همدغو اشغال شویو پښتني سیمو اوسېدونکي وو، څو د جغرافیې، ژبې او ټولنیز جوړښت له پېژندنې څخه په عملیاتو کې ګټه واخیستل شي، خو له پنجاب او د هند له نورو سیمو څخه مسلمانان، سیکان او هندوان هم په لږ شمېر شامل وو.

په حقیقت کې، د «فرنټيئر فورس» جوړېدل د اوسني پاکستاني پوځ د غیر رسمي پیل بنسټ بلل کېږي. دا لوا تر اوسه هم د پاکستان د پوځ برخه ده او خپل نوم یې ساتلی دی. په پوځي کړیو کې دې ته په لنډ ډول «پیفرز» (Piffers) ویل کېږي.

د غور وړ دا ده چې د پاکستان د جوړېدو مخکې او وروسته پوځونو ترمنځ نه یوازې د نوم ورته والی شته، بلکې په عملي ډګر کې هم د پاکستاني پوځ او فرنټيئر کور فعالیتونه له هغو موخو سره ورته دي چې نږدې ۱۷۰ کاله مخکې د «فرنټيئر فورس» د جوړېدو پر مهال ټاکل شوې وې. دغه ځواکونه اوس هم په قبایلي سیمو لکه شمالي او سوېلي وزیرستان، باجوړ، سوات، دیر، خیبر او مهمند کې په ورته ماموریتونو بوخت دي. د یادونې وړ ده چې د همدې لوا ځینو سرتېرو په ۱۹۹۳م کال کې د امریکایي ځواکونو سره په ګډه په سومالیا کې هم عملیات ترسره کړي وو.

Exit mobile version