تېره شپه یو ځل بیا د پاکستان پوځي رژيم تور سیاست د کابل پر اسمان د باروتو په لوګي کې راڅرګند شو. د بمونو هغه غږ چې ښار یې ولړزاوه، یواځې د یوې حملې نښه نه وه؛ دا د هغه رژيم چیغه وه چې خپله بقا د نورو په وینو کې لټوي. د معتادینو د درملنې پر مرکز بمبار د جګړې عمل نه و، بلکې د انسانیت پر وړاندې ښکاره او بې شرمه جنایت و. هلته نه سنګر و، نه پوځ و او نه کومه جګړه روانه وه. هلته بې وسه انسانان پراته وو، چې د ژوند د ژغورلو لپاره یې درملنه کوله، خو د پاکستان د پوځي رژيم ړندو بمونو هغوی د مرګ په سيند لاهو کړل.
دا وحشت یوازې د یوې شپې پېښه نه ده، دا د هغه خونړي سیاست دوام دی چې د پاکستان د پوځي رژيم یوه متکبره او بې رحمه کړۍ یې پر مخ وړي. د همدې سیاست په سر کې عاصم منیر او د هغه د رژيم د دفاع وزیر خواجه آصف ولاړ دي، داسې څېرې چې د قدرت د ساتلو لپاره د جګړې اور ته لمن وهي او د سیمې د بېثباتۍ دوام خپله ستراتېژي ګڼي. د دوی سیاست د سولې ژبه نه پېژني. د دوی ژبه باروت دي او د دوی منطق بمبار دی.
پر فرضي کرښه هم هره ورځ همدا خونړۍ سناریو تکراریږي. د پاکستان د پوځي رژيم توپونه د افغانانو پر کورونو اور شیندي، کلي د باروتو په لوګي کې ورک شي او بې دفاع انسانان د همدې ړندو بریدونو ښکار شي. ښځې، ماشومان، ځوانان او سپینږیري – هغه خلک چې نه سنګر لري او نه جګړه – د همدې وحشي مرمیو قرباني کیږي. دا جګړه نه ده، دا د بربریت هغه بڼه ده چې یوازې د اخلاقي سقوط او ظالمانه ذهنیت لرونکي رژيمونه یې ترسره کوي.
دې ظالم او لاسپوڅی رژیم نور د اسلام، انسانیت او مسلمانۍ ټول حدود تر پښو لاندې کړل. هغه لاسونه چې باید د مسلمان د وینې د ساتنې لپاره پورته شوي وای، د بې دفاع انسانانو د وژلو وسیله وګرځېدل. کله چې ظلم تر دې حده ورسیږي، چې د انسانیت ټول سرحدونه مات کړي، نو بیا د تاریخ غبرګون هم نرم نه وي. همداسې به یې پر وړاندې ټول حدود ماتیږي. د ظلم د ماڼیو ستنې به ولړزېږي، د متکبرو واکمنو ورمېږونه به تاویږي او د غرور تاجونه به د خپلو جنایتونو تر بار لاندې راولویږي.
تاریخ تل د ظالمانو لپاره یو بې رحمه قاضي پاتې شوی دی. یو قانون شته، چې هیڅکله نه بدلیږي: هغه دولتونه او رژیمونه چې د نورو د بې ثباتۍ لپاره کار کوي، ډېر ژر خپله هم د بې ثباتۍ له څپو سره مخ کیږي. څوک چې د ګاونډي کور ته اور وړي، ډېر ژر به وویني چې د همدې اور لمبې د ده خپل چت ته هم رسېدلې دي. هغه باروت چې بل ته چمتو شي، بالاخره یې لمبه د هماغه لاس لمن هم سوځوي، چې اور یې بل کړی وي.
افغانستان هغه خاوره ده، چې د زور امپراتورۍ یې ماتې کړې دي. دا ملت د دردونو تاریخ لري، خو د ماتې تاریخ نه لري. بمبارونه ښارونه لړزولای شي، خو د ملتونو اراده نه شي ماتولای ځکه د مظلوم وینه یواځې وینه نه ده، هغه د عدالت چیغه ده، د تاریخ ژبه ده او دا هغه اور دی، چې بالاخره د ظالم د تخت بنسټونه لړزوي.
نن که د پاکستان د پوځي رژيم غرور د باروتو په شور کې مست دی، سبا به د تاریخ سخت قضاوت د همدې غرور ماڼۍ ونړوي. هغه ورځ به خامخا راځي، چې د ظلم واکمنان به د خپلو جنایتونو تر بار لاندې راپرځي. د زرې ـ زرې حساب به ترې واخیستل شي او د بې ګناه انسانانو وینه به د عدالت په محکمه کې خپله وروستۍ پرېکړه واوروي.









































