له پخوا زمانې یې ویلي: «لومړی د پښې ایښودلو ځای وګوره، بیا پښه کېږده» نن پاکستان د خپل هېواد کورنی کنټرول له لاسه ورکړی او د خپلو خلکو د امنیت او غوښتنو د پوره کولو توان نه لري، پر خپلو خلکو یې بې حده ظلم دومره زیات شوی چې هره شېبه د خپل ظالم رژیم د ړنګېدو هیله کوي.
د مثال په توګه، بلوڅ قوم چې د پاکستان له لویو قومونو څخه دی، نن یوازې پر دوی د بې حده ظلم او زیاتي له امله یې حکومت پر وړاندې پاڅون ته اړ کړي دي او موږ د دغه قوم او حکومت ترمنځ د نښتو شاهدان یو او یو به؛ دغه قوم اوس داسې اقتصادي محرومیت احساسوي چې تل وایي، سره له دې چې ډېر طبیعي سرچینې (لکه ګاز او کانونه) لري، خو دغه شتمنۍ د دوی په ګټه نه کارول کیږي او دوی پخپله په غربت کې ژوند کوي.
د پاکستان حکومت د دوی غږونه ځپي، مدني او سیاسي فعالین نیسي او یا یې تري تم کوي. د کلتوري هویت په اړه بې پامي تر دې حده ده چې دوی خپل ژبه، کلتور او قومي حقونه غواړي. نور قومونه لکه پښتانه او …، په هیڅ ډول له اوسني حکومت څخه راضي نه دي او هره شېبه د خپل لاسپوڅي او ظالم دولت څخه د بې شمیره جنایاتو او ظلمونو شاهدان دي.
په سیمو کې یې پوځي عملیات، نه یوازې د ټي ټي پي د لمنځه وړلو لپاره کیږي؛ بلکې د «پښتون» په نوم د یوه قوم د ځپلو او لمنځه وړلو لپاره دي. همدارنګه په پښتنو میشتو سیمو کې پوځي عملیاتو داسې ملکي تلفات او بې کورۍ رامنځته کړي دي، چې ټول قومونه یې مجبور کړي دي ترڅو د دې ظالم رژیم پر وړاندې راپورته شي. هغه ولسي غورځنګ چې د تاوتریخوالي او خپلسري نیونو پای ته رسولو غوښتنه کوي، وایي چې تر هغه وخته به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي چې دا ظلم او زیاتی پای ته ورسیږي.
نن د پښتنو انځور په رسنیو کې منفي ښودل کیږي او په ملي کچه ورته اهمیت نه ورکول کیږي. لنډه دا چې ټول نور اقلیتونه (سندي، ګلګیتي او …) د محلي سرچینو په مدیریت کې د تمرکز د لمنځه وړلو او ډیرې خپلواکۍ غوښتونکي دي.
اوس همدغه حکومت چې پر خپلو خلکو او رعیت باندې یې ظلم، قساوت او بې رحمۍ د ټولو په ژبه ګرځیدلې ده او د امنیت د ټینګښت ناتواني یې ټولو ته ښکاره شوې او په سلګونو نورو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دی؛ د افغانستان په نوم پر یوه ازاده، میړني او مجاهد هېواد لاسوهنه کوي، غواړي خپلې ټولې رسواییانې او ناتوانۍ د هغه پر غاړه واچوي او د نړۍ پام له ځانه لرې کړي.
خو دغه ناوړه رژیم ته باید یادونه وشي: «دا لاره چې ته پرې روان یې د ترکستان په لور ده» هیڅکله هم د افغانستان ازادو، شهید پرورو او مجاهدو خلکو په وړاندې له خپلو ناکامو تجربو څخه کار مه اخله، ځکه د دې کار پایله به رسوایي او تباهي وي.








































