د ټولنیزو رسنیو له لارې د داعش جلب و جذب!  

احمد هشام الکردي

#image_title

داعش د ټولنیزو رسنیو له لارې خلک په ماهرانه او پیچلي ډول خپلو لیکو ته جذبوي، دوی په ځانګړي ډول ځوانان او هغه خلک په نښه کوي چې شاید له ټولنیزو یا اقتصادي ستونزو سره مخ وي او یا هم د پیژندلو او قبولیت اړتیا ولري.

 

دوی له ټولنیزو رسنیو د خلکو جذبولو لپاره په رواني، فرهنګي او احساساتي توګه کار اخلي او ځوانانو ته داسې یو جذاب او “له ستونزو ډک ژوند ته د حل” انځور ورکوي چې اکثریت خلک بیا په لومړي سر کې د حقایقو د ناپوهۍ له امله له دوی سره د یو ځای کولو په دام کې غورځولی شي.

 

په دې لیکنه کې مو د داعش هغو نکتو ته اشاره کړې، د کومو په اساس چې خلک له ټولنیزو رسنیو خپلو لیکو ته جذبوي.

 

١:- احساساتي مواد خپرول:

داعش د ویډیوګانو، عکسونو او کیسو له لارې ځوانان هڅوي او دا پیغام ور کوي چې د دوی په لیکو کې به یوه ځانګړې دنده ولري، دوی داسې مواد خپروي چې د خلکو په احساساتو اغېز کوي، لکه په ظلمونو او جګړو کې د مسلمانانو د ستونزو انځورول.

 

دوی دا مواد په لوړ کیفیت، ګرافیکي ډیزاین او خورا جذاب ډول وړاندې کوي، تر څو ځوانان او هغه کسان چې رواني کمزوري ولري ژر ور سره علاقه پیدا کړي.

 

٢:- د ځوانانو احساساتي اړتیاوې په نښه کول:

داعش د ځوانانو هغه احساسات په نښه کوي چې غواړي د یوې لویې او “سپېڅلې” موخې برخه وي، دوی دا باور ورکوي چې د خلافت جوړول او د “اسلام ساتنه” د ځوانانو مسؤلیت دی او که دوی ورسره یوځای شي، دا لویه موخه ترلاسه کولای شي.

 

٣:- ژمنې او دروغجنې موخې وړاندې کول:

داعش ځینې وختونه خلکو ته د غوره ژوند، مالي مرستو او حتی کورنۍ ژمنې ورکوي، دوی د خلافت ژوند داسې انځوروي چې ګواکې آرام او عدالت به پکې وي او خلک به د ستونزو او بې عدالتیو نه لرې وي.

 

٤:- پراخه تبلیغات او شخصي اړیکې:

داعش د پیغام رسولو لپاره له ټویټر، فېسبوک، ټیلیګرام او نورو پلاتفورمونو کار اخلي، دوی ځانګړې ډلې او شخصي پیغامونه کاروي تر څو ځوانانو ته په مستقیم ډول ورسیږي، هغوی هڅوي او د رواني فشار په وسیله یې جذبوي.

 

٥:- روزنیز او تعلیمي مواد:

داعش د تعلیمي موادو په بڼه کتابونه، لیکچرونه او ویډیوګانې خپروي چې په سخت دریځۍ مبني افکارو ته د دیني حقانیت رنګ ور کوي، دوی د اسلام له ځینو غلط تعبیر شویو مفاهیمو کار اخلي او خلکو ته داسې ښيي چې له دوی سره یوځای کېدل د دین یوه غوښتنه ده، خو په اصل کې دا غوښتنه د دوی د مغرضو اهدافو یوه برخه ده.

 

٦:- داعش په مختلفو ژبو، لکه عربي، انګلیسي، فرانسوي او نورو ژبو باندې تبلیغ کوي، چې په دې سره له بېلابېلو هېوادونو او کلتورونو سره اړیکه ټینګوي.

 

٧:- داعش له قران کریم او حدیثونو څخه په ټولنیزو رسنیو کې د خپل نظر استفاده کوي، هغه کسان چې د دین په اړه ژوره پوهه نه لري، ژر تر اغېز لاندې راوستلی شي.

 

له همدې امله داعش د ټولنیزو رسنیو له لارې خلک خپلو لیکو ته جذبوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د شناخت، معنی او ټولنیز ملاتړ په لټه کې وي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version