د مظلومانو مدافع؛ شیخ اسامه بن لادن “رحمه الله” 

#image_title

ابو هاجر الکُردي

 

پرون د شیخ شهید اسامه بن لادن رحمه الله دیارلسمه کلیزه وه.

 

په داسې نړۍ کې چې ظُلم او استبداد د باران د څاڅکو په څېر پر مسلمانانو نازل و او حتیٰ مسلمانو واکمنانو هم په اسلامي هېوادونو کې له وېرې سره-سره واکمني کوله. یو ستر انسان د بلاد الحرمین له زړه څخه راپاڅېد او د خپل جد (نیکه) خاتم المرسلین صلی الله علیه وسلم د دین د ساتنې په ویاړ، د خپل کور او هېواد څخه وشړل شو.

 

هغه اسامه بن لادن رحمه الله وو؛ د بلاد الحرمین د حاکمانو په منځ کې د لوړ مقام او د یوې ثروتمندې (شتمنۍ) کورنۍ څخه وو.

 

د دين او د اسلام له سپېڅلي حریم څخه د دفاع په برخه کې يې احساس او هوډ دومره لوړ و چې د حق له اعلان وروسته خپل ښار او هېواد پرېښود او په زرګونو کيلومتره واټن يې د کُفارو سره د مبارزې لپاره وواهه.

 

اسامه بن لادن رحمه الله؛ د اُمت محسن او د اوسني عصر د جهاد او د فتنې په زمانه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سُنتو پلي کوونکی!

 

اسامه بن لادن رحمه الله هغه څوک و چې ځوانانو ته یې د قربانۍ، مینې او زړورتیا درس پرېښود.

 

هغه په ​​خدای جل جلاله باور درلود، هغه د حوصلې، جرئت، شهامت يو غمی او زړور مجاهد وو.

 

د اسامه بن لادن رحمه الله په څېر خلک په نن عصر (زمانه) کې ډېر کم موندل کېږي. ځکه چې د دُنيا د شتمنۍ د درلودو سره سره يې د اسلامي اُمت د ويښولو لپاره ځان وقف کړ او خپل ټول مال (شتمني) يې د الله جل جلاله او د مسلمانانو د وياړ په لاره کې قربان کړه.

 

هغه اسامه بن لادن رحمه الله دی؛ هغه څوک چې امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د هغه د دفاع په خاطر د ټولو (شرقي او غربي) قوتونو په وړاندې ودرېد او حتیٰ د هغه د ساتنې لپاره یې خپل حکومت او واک له لاسه ورکړ.

 

هغه اسامه بن لادن رحمه الله دی؛ یو بې مثاله مجاهد او د هر مظُلوم مدافع.

 

خدای تعالیٰ جل جلاله دې یې له شهیدانو او صالحانو سره یو ځای کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version