د علماوو ترور؛ د اوسنيو خوارجو د ذلت انتها

مبارز هروي

#image_title

د خوارجو لارویان، دغه ستره فتنه، جبهه ضرار هغه ډله ده چې د دين په جامو کې د دين پر رېښو بريد کوي، د خپل تاريخ په ټول دور کې یې اسلامي اُمت ته له بلا او مصيبت پرته بل څه نه دي راوړي.

 

د اسلام د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم د وينا له مخې د دې فتنې ډېرى پيروان هغه كسان دي چې له ديني پوهې او عقل څخه بې برخې دي او د اسلامي شريعت سم او بشپړ درک نه لري.

 

په پایله کې دوی د قرآنکریم او مُبارکو سُنتو د ناسم پوهاوي له امله د نه بښلو وړ جرمونه او جنایتونه ترسره کوي.

 

کله عام خلک په نښه کوي او کله لوی مفکرین او پوهان په نښه کوي.

 

له هغه وخته چې د دې منحرفې ډلې پلویان د ملت د حقیقي علماوو په وړاندې د دلیل او ثبوت په ډګر کې بې واکه شوي دي، دوی د خپلو نیکونو په څېر په ډېر ذلت او حقارت سره علماء په شهادت رسوي.

 

هو! خوارجو په افغانستان کې ډېر حقاني او رباني عالمان په دې موخه له منځه یوړل، ترڅو وکولای شي چې د دې اُمت د خلکو د غولولو او د حقانيت څراغونه خاموشه کړي.

 

د رحيم الله حقاني او مجيب الرحمن انصاري تقبل الله په شان علماء هغه هستۍ وې چې د دغو فتنو په وړاندې د غره په څېر ولاړ وو او د دې شر تور مخ يې ټولو ته ښکاره کړ.

 

دا لنډ فکره باید پوه شي چې څومره د دغو علماوو ژوند د ملت د روښانتیا لپاره رڼا وو، یقیناً د دوی شهادت هم د دې ملت د ویښتیا لپاره سبب شو.

 

ښايي د علماوو په شهیدانولو سره به د دوی غږ خاموشه شوی وي، خو د خدای جل جلاله شکر دی چې د دغو علماوو له مدرسو او مجلسونو څخه په زرګونه نور علماء او مفکرين فارغ شوي او هر يو يې د خوارجو په مخ کې د اوبو په څېر دی چې ډېر ژر به دغه د ایمان د سوځولو اور مړ کړي.

 

ان شاء الله.

هرماس الافغاني
Exit mobile version