د طوفان الاقصی عملیاتو ستراتژیک ابعاد!

نعمان سعید

په سپتمبر ۲۰۲۳م کې نتنياهو په تکبر ولاړ و او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۷۸مه غونډه کې یې د «لوي منځني ختيځ» نقشه نندارې ته وړاندې کړه.

ډېر وخت تېر نشو، چې د شهید عزالدین القسام لواو عمومي قوماندان، شهید محمد الضیف، د “طوفان الاقصی” د عملیاتو اعلان وکړ. د داسې یوه اسلامي مقاومت په بڼه کې، چې د اسراییلي غاصب رژیم غرور یې مات کړ او د ځواک توازن یې ور ګډوډ کړ او د عربو او صهیونیستانو ترمنځ یې په جګړه کې نوی باب پرانیست، ترڅو د علم، امنیت، سیاست، سیمېیزو او نړیوالو اړیکو په ډګر کې د یو نوي ستراتیژیک پړاو بنسټ کېږدي.

د ۲۰۲۳م د اکتوبر په اووم سهار، منځنی ختیځ له یوې بې‌سابقې پوځي زلزلې سره مخ شو. دا هغه وخت و، چې په غزه کې د شهید عزالدین القسام لواوو د «طوفان الاقصى» په نوم ستر او پراخ پوځي عملیات ترسره کړل. دا عملیات د راکټي او توغندیو د بریدونو په لړۍ سره پیل شول او د اسرائیلو په دننه او د غزې شاوخوا اشغال شوې سیمو کې د اشغالګرو یهودو میشت‌ځایونه او پوځي مرکزونه په نښه کړل.

وروسته ور پسې د ځمکني بریدونو څپې راغلې، چې د قسام، سرايا القدس، او نورو ډلو جنګیالیو ترسره کړې او سلګونه مجاهدین د غزې له سرحد نه واوښتل او د اشغال شویو سیمو په دننه کې یې له شلو ډېر پوځي مرکزونه او میشت‌ ځایونه فتحه کړل او د صهیوني پوځ لیکو ته یې درنې مرګ‌ژوبلې ور واړولې، وسایط یې ورته ویجاړ کړل او سلګونه نظامي عسکر او د استخباراتو کسان یې اسیران کړل.

طوفان الاقصی د زماني مقطع، بڼې او بې‌سابقه استخباراتي نفوذ له اړخه بشپړ حیرانونکی اقدام و؛ ځکه سره له دې چې اسرائیلو استخباراتي وسایل خورا پرمختللي دي؛ خو د راتلونکي خطر د درک توان یې ونه درلود او د دوی استخباراتي سیستم هېڅ داسې جدي نښه ونه موندله، چې د دې سترې امنیتي او پوځي زلزلې د رارسېدو خبر ورکړي. پدې توګه د “اسرائیلي امنیت/موساد” هغه افسانوي غرور راونړېد، چې صهیوني رژیم له کلونو راهیسې پرې نړۍ ته فخر کاوه.

امنیتي او ستراتیژیک اړخونه

د «طوفان الاقصی» عملیات یوازې د اشغالګرو د جرمونو پر وړاندې، چې په اقصى او غزه کې یې ترسره کړي و، یو عکس العمل نه و؛ بلکې دا یو ژور، اوږدمهاله او له مخکې څخه پلان شوی ژور ستراتیژیک اقدام و، چې د حماس د مقاومت د ژور لید پر بنسټ جوړ شو. دا عملیات د دښمن سره د جګړې د اصولو او تګلارې د بیا ټاکلو په موخه ترسره شول، چې د جګړې صحنه یې له دفاعي حالت څخه انتقامي برید او د ابتکار پړاو ته انتقال کړه.

دغه عملیاتو له سیمییز او نړیوالو محورونو څخه هم ګڼ سیاسي او پیغامیز اړخونه لرل. په امنیتي لحاظ سره دې عملیاتو دا وښوده، چې د اسرائیلو امنیتي نظام له ټولو ادعاو سره ـ سره بیا هم ډېر کمزوری او بې‌وسه دی. په پوځي لحاظ، دا ثابته شوه، چې غیر منظمې (چریکي) ډلې هم د تاکتیک او ناڅاپي برید په توسط د مخنیوي توازن رامنځته کولی شي.

په سیاسي لحاظ، دې عملیاتو د صهیوني رژیم هغه دروغجن تصویر ونړاوه، چې ګواکې دا یوه نه‌ماتېدونکې ځواکمنه قوه ده او د هغو عربي نظامونو حسابونه یې ور ګډوډ کړل، چې د «اسرائیلي سولې» پر خیال یې شرط ایښی و. د رسنیز او رواني اړخ له مخې، طوفان الاقصی وتوانېد، چې د امت ځان‌باوري بېرته را ژوندۍ کړي او د وېرې هغه دیوال ونړوي، چې د لسیزو تبلیغاتو پرمټ د اسرائیلې رژیم لخوا د دوی لپاره جوړ کړی و.

د طوفان الاقصی وروسته سیمییز بدلونونه

د «طوفان الاقصی» عملیاتو د عربي سیمیېز نظام په جوړښت کې ژوره زلزله رامنځته کړه، دې عملیاتو جوته کړه، چې هغه اتحادونه، چې د صهیونيستي رژیم سره د «عادي اړیکو» پر بنسټ جوړ شوي، ډېر کمزوري دي او هغه رژیمونه، چې د اسراییلو سره یې اړیکې عادي کړې وې، د خپلو غوسه‌ناکو ولسونو په وړاندې په سخت شرمناک حالت کې ښکاره شول.

همدارنګه، دغو عملیاتو د فلسطین قضیه يوځل بیا د عربي، اسلامي او ټولې نړۍ د بحث وړ او د پاملرنې لومړي مقام ته راوستله، حال دا چې له ډېرو کلونو راهیسې د عادي اړیکو د فشار او د داخلي ستونزو له امله دا قضیه شاته شوې وه.

په نړیواله کچه، دغو عملیاتو د «اسرائیلو» هغه انځور ولړزاوه، چې ګواکې دا یو د باور وړ متحد دی؛ ځکه اسراییل داسې ښکاره شول، چې حتی د غزې په یوه کوچنۍ، محاصره شوې سیمه کې له یوې ډلې څخه د ځان د دفاع وس نه لري.

دغه عملیاتو لوی قدرتونه دېته اړ ایستل، چې د عربي – صهیوني شخړې په اړه خپل حسابونه او دریځونه له سره وارزوي، په داسې حال کې، چې متحده ایالاتو ځان له یوه ستراتیژیک بن‌بست سره مخامخ وموند، چې نه یې د دې انفجار مخه ونیولی شوه او نه یې د هغه د سیمېیزو پایلو د کنټرول وس درلود.

د الاقصی طوفان فرهنګي او ایماني اړخونه

د الاقصى طوفان عملیات، یوازې یوه پوځي یا سیاسي پیښه نه وه؛ بلکې دا د ټول اسلامي امت لپاره فرهنګي او ایماني پیغام هم و. دې عملیاتو په زړونو کې د جهاد او مقاومت روحیه بېرته را ژوندۍ کړه او دا یې ثابته کړه، چې امت کولی شي د اشغال پر وړاندې مقاومت وکړي، که څه هم دښمن هر څومره قوي هم وي.

همدارنګه، دې عملیاتو د با ایمانه انسان رول هم څرګند کړ او دا یې وښوده، چې د مقاوم انسان جوړول د ټولو وسلو او ماشینونو څخه مهم دي. ځکه هر مادي بریالیتوب، چې ترلاسه کیږي، بې له کلکې ارادې او نه ماتېدونکې هوډ څخه هیڅ ارزښت نلري.

دې عملیاتو د قوت، نصرت، سرعت او دفاع په مفاهیمو باندې بیا کتنې ته نړۍ اړ کړه او دا یې ور وښوده، چې اصلي بریا له ځان او ارادې څخه پیلېږي، مخکې لدې چې په ځمکه تحقق ومومي. له همدې امله، د الاقصى طوفان د جهاد، صبر، ثبات او ایمان د ارزښتونو د زده‌کړې یوه بشپړه مدرسه ګڼل کېدای شي.

پایله:
د الاقصى طوفان له دوه کلونو تیریدو وروسته، ویلی شو، چې دا عملیات په معاصر تاریخ کې یو څرګند ستراتیژیک او فرهنګي موړ و، چې اغېز یې یوازې تر پوځي ډګر پورې محدود نه و؛ بلکې سیاسي، ډیپلوماتیک، رسنیز، رواني او ایماني برخو ته هم وغځېد او د عملیاتو ترسره کونکو بې سارې مقاومت وښوده، چې اراده، عقیده او شعور د ټولو وسلو او ماشینونو څخه مهم دي.

همدارنګه، دې عملیاتو صهیوني رژیم او نور لوی قدرتونه اړ کړل، چې خپل دریځونه او سیمییز او نړیوال حسابونه له سره وارزوي، دې عملیاتو د ستراتیژیک پلان جوړونې، د جګړو مدیریت او د مقاوم انسان په ګټور ډول کارونې د رول او ارزښت درسونه ورکړل، چې په لنډه توګه د الاقصى طوفان د ټولو اړخونو لپاره یوه بشپړه مدرسه او روزنتون ګڼل کېدای شي، چې هغه پوځي، امنیتي، سیاسي، رسنیز، رواني او ایماني دي.

Exit mobile version