د افغان ځواکونو ولسي ملاتړ او د هېواد ساتنې اوچت مورال

خلیل

د یوه رښتیني اسلامي نظام د پایښت او اقتدار د تداوم راز په پوځي ځواک او نړیوال ملاتړ کې نه دی نغښتی، بلکې په دې پورې اړه لري چې حاکم نظام په خپله ټولو تګلارو کې نظام څومره اسلامي اصولو ته ژمن دی او ولس ورڅخه تر کومه خوښ او ملاتړ دی. د پاکستان پوځي رژیم سره د افغانانو په روانه شخړه کې دوه داسې اړخونه سره مخامخ دي چې یوه په زور او زیاتې سره د پردیو موخو لپاره خپل اجیر، قراردادي او پروژه یي پوځ رامخکې کړی او غواړي د نړیوالو پروژو او ډالرو د تر لاسه کولو لپاره خپله پوځي وړتیا ثابته او خپلې کورنۍ تشې او کمزورۍ په ډېره بې شرمۍ سره پټې کړي.

بل اړخ ته بیا د یوه داسې اسلامي نظام مجاهدین له خپل هېواد څخه د دفاع جهاد ته راوتلي، چې شاته یې د سلګونو بې ګناه ملکي وګړو د مظلومانه شهادت لړۍ روانه ده، دا ماشومان، ښځې او بوډاګان د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې کوم امریکايي، غربي او انګلیسي پوځي په خپلو کورونو کې نه دي وژلي، بلکې یوه داسې «اتومي قدرت» په شهادت رسولي چې په نړۍ کې د لسم ځواک ادعا کوي او د پوځي رژيم مشرانو تل د نړیوالو لپاره د پیسو په مقابل کې د کرايي قاتلانو په توګه ډېر ارزانه لیلام کړی دی، چې وروستی مورد یې هم د اسرائیلي اشغالګر پوځ د ملاتړ او ژغورنې لپاره غزې ته د استولو وړاندیز و.

دغه پوځ نه یوازې چې د خپل ملت د ژغورنې، سوکالۍ او ملاتړ لپاره هېڅ مخینه نه لري، بلکې برعکس، هر وخت یې خپلې وسلې او پروژې په ټول غیر پاکستاني ولس ازمایلی او تر دې حده پورې پست تاریخ لري چې د عافیه صدیقي په نوم مسلمانې مېرمنې یې هم پر امریکا او نورو ډالري بازارونو پلورلې دي. همدا اوس په پاکستان کې د ګڼو داسې لاریونونو او اعتراضونو مخنیوی کېږي چې موخه یې د پاکستان د خاصې پوځي ګړۍ د حاکمیت، پر افغانستان د وحشیانه بریدونو غندنه او د خپلو حقوقو ورکړه ده، دوی نه رسنۍ او نه هم سیاسي شننونکي پرېږدي چې د پوځ د ظالمانه او افغانستان ضد پالیسیو پر وړاندې غږ اوچت نه کړي او نه هم هغو نړیوالو اصولو او معاهدو ته څه درناوی پېژني چې دوی ورباندې باور لري او د نړیوالتوب په موخه یې لاسلیک کړي دي.

بل اړخ ته افغان امنیتي ځواکونه د انتقامي بریدونو له لارې د خپل مظلوم ولس غچ اخلي او د خپلې سپېڅلې خاورې دفاع ته وردانګي، هغه خاوره چې پرون یې د ناټو او امریکايي اشغالګرو له سخت او سیسټماټیک اشغال څخه د سر او مال په قربانۍ وژغورله او په تاریخ کې یې د فتحې یو بل زرین باب هم ثبت کړ.

ټول پوځي شننونکي او د تېر شل کلن جهاد څارونکي دې ته حیران دي چې څنګه طالب مجاهدینو په تش لاس او نا ممکنه شرایطو کې وکولی شول چې یو خپل بیا پر خپله خاوره د اسلامي نظام حاکمیت رامنځته کړي او د اسلامي امارت هغه اصول پر ځان او ټولنه تطبیق کړي چې ټوله نړۍ یې په مخالفت کې ولاړه وه؟ د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی او هغه دا چې دا مباره د خپل ولس له ښکاره او پټ ملاتړ څخه په ژوره توګه برخمنه وه.

د ولس له ملاتړ څخه پرته امکان نه و چې د نړۍ د معاصرې او تر ټولو نهايي حد خطرناکۍ پوځي ټکنالوژۍ پر وړاندې دې هغه لښکر بریالی شي چې وسلې او اکمال یې په سوال چلېده. دا معاصره تاریخي پېښه پاکستاني رژیم او پوځیانو ته درس ورکوي چې جګړې په مورال او عقیده ګتل کېږي او د دوام تر ټولو مهم راز یې د ولس پرېکنده ملاتړ دی. له هغه ورځې راهیسې چې افغان زړورو ځواکونو د خپلې خاورې او ولس د دفاع لپاره انتقامي عملیات «رد ظلم» پیل کړي دي، ورسره هم مهاله د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ولسي خلکو ملاتړ غونډې روانې دي او د خپلو دفاعي ځواکونو غاړو ته ګلونه اچوي، د روژه ماتي ډوډۍ او دعاګانې ورته کوي.

دا توپیر، چې له یوې خوا څخه ولس په تېښته دی، د شر او وژونکو په سترګه ورته ګوري او بل اړخ ته بیا خپل امنیتي ځواکونه د نجات پرښتې او خپل ژغورونکي بولي؛ ډېر څرګند پیغام لري او هغه دا چې نور باید هېڅوک هم افغانستان ته په بده او د یرغل په سترګه ونه ګوري. نن په افغانستان کې داسې یو نظام رامنځته شوی دی چې په بهرنیو پروژو، فرمایشونو او مشورو مخته نه ځي، بلکې په خپله اسلامي تګلاره او ولسي ملاتړ باندې ولاړ دی، د لویو امپراتوریو د ماتولو تاریخ لري او د هغوی کوچنیو ګوډاګیانو او ابن غلامانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکولی شي.

ښه به دا وي چې پاکستانی رژيم خپلې ملامتۍ ومني، خپل ولس ته درناوی وکړي، د خپلو ستونزو حل په خپله خاوره کې وګوري او نور ځورېدلي افغانان پرېږدي چې د خپل هېواد د ابادۍ او بیا رغونې په روان ځلانده بهیر کې خپل نقش تر سره کړي. د پوځي رژیم تر څنګ که بل هر ګاونډی او د سیمې هېواد له اسلامي امارت سره ستونزه لري، یا له افغان خاورې څخه د کوم تهدید او ګواښ احساس کوي، ښه لاره یې دا ده چې په دیپلوماټیکه ژبه یې مطرح کړي، څو د افهام او تفهیم له لارې ځواب تر لاسه کړي، په دې برخه کې د اسلامي امارت څرګنده بهرنۍ پالیسي لري او د نړۍ په څه باندې څلوېښتو هېوادونو کې رسمي او پرانېستې استازولۍ لري چې هره یوه یې د خبرو اترو د مرکز او ادرس په توګه هر کلی کولی شي.

Exit mobile version