د شهید نعمت الله سعد تقبله الله ژوند او مبارزې ته لنډه کتنه

#image_title

د الله جل جلاله د لارې يو بل تاند زلمی، چې له خوارجو سره په مخامخ جګړه کې، د شهادت په سفر له کور او کلي د ابد په لور کوچېدلی دی؛ در پېژنو.

 

د سپېڅلې لارې لاروی، د مظبوطې عقیدې څښتن، د ايمان په ګاڼه سمبال، د جهادي ډګرونو تږی، لېوال، شهيد سعید نعمت الله (سعد) د حاجي لعل محمد زوی، د پکتيا ولایت زرمت ولسوالۍ، د سهاکو اوسېدونکی و.

شهيد سعد په يوه متدینه او جهاد پاله کورنۍ کې په(۱۳۷۱ ه، ل )کال دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

 

شهيد نعمت الله (سعد) چې څومره له ديني او عصري زده کړو سره مينه درلوده؛ له هغه زیاته یې د الله په لار کې، له سپېڅلي جهاد او مبارزې سره لرله، الله جل جلاله ښه اسلامي، جهادي فکر او تانده ځواني ورکړې وه، لومړنۍ دیني زده کړې یې د کلي له ملا امام څخه شروع کړې، د وخت په تېرېدو یې؛ د کلي له ملا امام څخه د مدرسې په لور تګ راتګ پیل کړ، د زرمت په سهاکو سيمه کې یې د ابوبکر صديق ؓ په مدرسه کې داخله وکړه، چې هلته يې تر ډېره حده درسونه وويل، د دیني زده کړو تر څنګ یې عصري زده کړې هم کولې.

 

له زده کړو سره یې هم مهاله جهادي خدمت ته هم دوام ورکړ، شهيد سعد لومړنی جهادي خدمت د زرمت سرکۍ ساحه کې؛ د شهيد ايوبي تر مشرۍ لاندې یوه ډلګۍ کې پیل کړ.

 

سعد د جهاد په ډګر کې يو ځلېدونکی ستوری او سرشاره زلمی و، له دې زړور سپاهي سره ملګرو د زړه له تله مينه پيدا کړه، د تقوا او غوره اخلاقو سره-سره د غیرت يوه نمونه هم وه، چې په ډېرو تعرضي/چریکي حملو او کمينونو کې یې په پراخه توګه برخه اخيسته، چې له دښمن څخه یې آرام اخیستی و.

 

د ايوبي تر سرپرستۍ لاندې، په جهادي خدمت کې يو ځل د زرمت په سرکۍ ساحه کې محاصره شو، چې د محاصرې په حالت کې سخت زخمي شو، په تشي او پښو کې لګېدلی و، چې بیا یوه عام کلیوال د جنګ له صحنې څخه را ایستلی و، بیا وروسته ملګرو د علاج لپاره بل ځای ته انتقال کړ، له څه مودې وروسته الله جل جلاله شِفا ور نصيب کړه.

 

له جوړېدو سره سم؛ شهيد نعمت الله سعد د زرمت له سرکۍ ساحې څخه سيدکرم ولسوالۍ ته لاړ او هلته يې د قومندان ثمر په نوم ډلګۍ مشر سره؛ خپل جهادي خدمت ته دوام ورکړ، هلته هم بې ساري کارنامې لري.

 

د ده تقوا او مېړانه خپل مشر او ملګرو ته دا په ډاګه کړله؛ چې د خوارجو لپاره جوړې شوې قطعه کې دی هم له پکتيا څخه ننګرهار ته ولېږي او هلته د اسلام له يو بل سر سخته دښمن سره مبارزه وکړي او د ده دا لوی ارمان هم و؛ چې په خوارجو خپل زړه يخ او وروسته د دوی په لاس د سپېڅلي شهادت په سفر، له دې فاني نړۍ څخه د لايزال رب په لور وکوچيږي.

 

الله عزوجل د ده دا ارمان پوره کړ، د خوارجو په خلاف جوړه شوې قطعه کې، له پکتيا څخه تر جلال اباد پورې ورسېد او هلته يې په څو ګرمو کمینونو کې برخه واخیسته؛ الله جل جلاله يې په لاس ډېر د جهنم خاشاک خوارج هلاک کړل، چې دا ارمان یې هم پوره شو، یوازې یې د شهادت ارمان پاتې و، چې د روژي په مبارکه میاشت کې، د خوارجو له خوا د شهادت په سپېڅلي خوب ويده شو.

 

الله جل جلاله د خپلو نازولو بنده ګانو ارمانونه او ور سره کړې ژمني پوره کوي، لکه د شهيد سعد تقبله الله سره؛

 

د شهيد نعمت الله سعد د شهادت وروسته يو کرامت:

کله چې د روژې په مبارکه مياشت کې، سعد د ننګرهار د معرکو په ډګرونو کې؛ له ډېر مقاومت وروسته د خوارجو خلاف جګړه کې شهيد شو؛ د ده جسد د غزا په ميدان کې پاتې شو، وروسته له ډېره وخته، د اختر په ۲۵ مه خپل پلرني ټاټوبي زرمت ته راوړل شو، د شهيد سعد مبارک جسد چې تر يوې مياشتې پورې، د جنګ په ميدان کې پاتې شوی و؛ روغ رمټ و، صرف مخ يې تېزو لمرونو څه اندازه تور کړی و، الله دې د ده شهادت قبول کړي. امین

نحسبهه کذلک والله حسیبه

هرماس الافغاني
Exit mobile version