د شهيد ملا عبدالحمید حنفي تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

د علم بل څراغ، د سنګرونو اتل، مېړنی او شجاع زلمی، شهید سعید ملا عبدالحمید حنفي د محمد اسحاق زوی، په ۱۳۸۰هـ ش کال د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ د ویشتان کلي په یوه دینداره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

د هغه کورنۍ د ایمان، دیانت او پاکې عقیدې څخه برخمنه وه، د ده د ماشومتوب کلونه د قناعت، دیانت او پاک ژوند په فضا کې تېر شول، د کورنۍ د ديني ماحول برکت یې دا و، چې له وړوکتوبه د عبادت، علم او نرم خوی نښې یې په څېره کې له ورایه معلومېدې.

په ۱۳۹۱هـ ش کال کې له کورنۍ سره د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ ته کډه شو او په ۱۳۹۴هـ ش کال کې یې د دیني زده‌ کړو لومړۍ پله کېښوده. ده د علم په مینه کې داسې لاره خپله کړه، چې نه یې ستړیا پېژندله او نه یې د تکلیفونو پروا کوله، د علم بې‌ پایه مینې هغه له هراته تر نیمروز، له هغه ځایه تر کوټې (پاکستان) او بیا قندهار او کابل پورې ورساوه، په هر مدرسه کې یې چې داخله اخیسته هلته به د اخلاقو، هڅې او اخلاص بېلګه وو.

خو د شهید حنفي لپاره زده‌ کړه یوازینی هدف نه و؛ ده علم د بیدارۍ او خدمت وسیله بلله، له ۱۳۹۸هـ ش کال راهیسې د درسونو تر څنګ په رخصتیو کې د جهاد سنګر ته تللو، او د مجاهدینو ترڅنګ یې په هرات او نیمروز ولایتونو کې د اسلام د دښمنانو پر وړاندې مبارزه شروع کړه. د امت دغه ویښ زلمي علم او عمل سره یو ځای کړي وو؛ ورځ یې د زده‌ کوونکو په صف کې تېروله، شپه یې د مجاهدینو په سنګر کې.

په ۱۴۰۲هـ ش کال د کابل د امام ترمذي مدرسې له زده‌ کړې وروسته یې یو بل تصمیم هم ونیوه؛ داسې تصمیم چې د ده د اخلاص او صداقت ښکارندويي یې کوله، هغه په دې پوهېده، چې د یو دیني عالم رسالت یوازې د مدرسې په څلور دېوالونو کې نه خلاصه کېږي؛ بلکې د خلکو له خدمت د جهاد تر ډګره باید په هر میدان کې وځلېږي، په همدې نیت یې په پنجشیر ولایت کې د خدمت مسؤلیت پر غاړه واخیست.

پنجشیر د هغه لپاره یوازې یوه اداري وظیفه نه وه؛ بلکې د ایثار او امتحان ډګر وو، په خالص نیت او پاکې روحیې یې هلته قدم کېښود، څو د علم او ایمان په مټ هم د اسلامي ارزښتونو مدافع او هم د مظلومو خلکو مددګار شي.

په ۱۴۰۳هـ ش کال کې، د خپلې کورنۍ له یوې لنډې لیدنې وروسته، بېرته د پنجشیر پر لور وخوځېد؛ داسې ښکارېده چې زړه یې پرته له سنګرونو او ريښتني خدمت نه آرامېده، خو د لارې په نیمایي کې د تقدیر له بلې فیصلې سره مخ شو؛ د خوارجو داعشیانو له خوا برید ورباندې وشو او دا مؤمن مجاهد ملا عبدالحمید حنفي تقبله الله یې په ناځوانمردانه توګه شهید کړ، نحسبه کذالک والله حسیبه.

شهادت د هغه ستره تمنا وه، هغه الٰهي پاداش چې د کلونو کلونو زده‌کړو، هجرتونو، جهادونو او خدمتونو په پایله کې ورته ورسېد، نن د هغه یاد د یارانو او ملګرو په زړونو کې ژوندی دی، هغه د داسې نسل یوه داسې نمونه وه، چې د لوګیو او اور په منځ کې له علمه تر عمله ورسېد، له مدرسې تر جهادي سنګر پورې وګرځېد او په پای کې یې د خپل وینې په مهر د اېمان او عزت لاره خپله کړه.

Exit mobile version