شهيد، سعيد، حکمت الله مزمل د حاجي خلیل الرحمن زوی د ملا غلام حضرت لمسی، په ١٣٧٩/٢/٢٢ه. ش کال د وردګو ولایت د بند چک ولسوالۍ، د خوات شهید پروره درې د مدو کلي کې، دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې، اووه کلن و چې د خپل کلي له ملا امام څخه یې لومړني دیني او عقیدوي درسونه لوستل شروع کړل، وروسته د خپل کلي په دیني مدرسه کې شامل شو.
بیا د ادم خیلو دینې مدرسې ته ولاړ، هلته له څه وخت تېرولو وروسته؛ د دشتې ټوپ د شهادت دارالعلوم کې شامل شو، تر لسم ټولګي پورې یې هلته زده کړې وکړې، دیني درسونه یې تر پنځمې درجې پورې ولوستل او له فتحې څه موده وروسته د هېواد په پلازمېنه کابل کې، د مشعل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ پیل کړه، خو په درېیم سمسټر کې ترې نیمګړی پاتې شو، ځکه هغه فاني نړۍ ته شا واړوله او خپل وروستي آرمان ته وصل شو.
شهید مزمل تقبله الله د هغو مؤمنو او سرښندونکو زلمیو له ډلې څخه وو، چې د ایمان جذبه یې د بدن په رګونو کې د وینو په څېر بهېدله، هغه یو داسې مجاهد و، چې کله به د سنګر غږ پورته شو، نو تر ټولو مخکې به د مزمل وجود چمتو ولاړ و. دا غږ د ده لپاره یوازې یو امر نه؛ بلکې دا د دعوت، غیرت، او سرښندنې غږ ته د لبیک ویونکي ایماني جذبه وه.
مزمل جان په دشتې ټوپ کې درسونه ویل، چې د جهاد مینه پرې غالبه شوه او په پټه د شیخ آباد سیمې ته خپلو مجاهدینو وروڼو ته ورتله، د اشغالګرو پر وړاندې یې د خپلې مبارزې دٙیَّن اداء کاوه، له هغه وروسته د سیدآباد ولسوالۍ د شنېز درې ته مهاجر شو، د شهید الحاج محب الله ” وقاص ” له ډلګۍ سره یو ځای شو او عملاً د کمینونو، ماينونه او تعرضونو ډګر ته ښکته شو.
کله به چې مجاهدینو ته وویل شول، چې نن شپه فلاني ځای کې عملیات کوو، ملګرو به یو/ بل ته کتل، یوه به ویل: زما نوبت دی، بل به ویل: زه لا تر اوسه نه یم تللی. خو مزمل به همېشه حاضر ولاړ وو، آن داسې وختونه به راغلل، چې نورو مجاهدینو به ورته ویل: مزمل جانه! ته پرون تللی وې، نن زموږ وار دی. خو شهید مزمل به غلې، غلې سترګې لاندې ونیولې، بیا به یې له سترګو اوښکې روانې شوې او ویل به یې: الله تعالی زما نصیب ولې نه کوي، چې دا خدمت بیا زما په برخه شي.
دغه ژړا د یو عاجز، صادق او وفادار بنده ژړا وه. هغه به د شهادت، جهاد، او د الله عزوجل د رضا لپاره سل ځله ځان قربانوه. له مجاهدو ملګرو به یې کله هم ځان جلا نه باله، بلکې تل به یې ویل: زه ستاسو ورور یم، ستاسو خدمت زما ویاړ دی، که نن ستاسې نوبت وي، خو زړه مې نه منې، زړه مې غواړي چې زه لاړ شم، که مرګ یا زخم وي، نو زما برخه دې شي، که بری وي، نو زموږ ټولو لپاره دې وي.
یو ملګری یې (نېکمل) کیسه کوي:
یوه شپه وه د سرښندنې، عزم او قربانۍ شپه، ما او زما نږدې ورورک، شهید مزمل (تقبلهالله) یو ځای د سختو عملیاتو لپاره روان وو، جګړه بې سارې خطرناکه وه، هر طرف ته د بارودو اورونه جګېدل، د تکبیرونو او توپونو شور و، خو زموږ زړونه د ایمان په رڼا روښانه وو، او قدمونه مو د شهادت د لارې په امید پورته کېدل.
په هماغه ورځو کې مې نوې کوژده کړې وه، زړه مې ډک و، نه له وېرې، بلکې له مینې، د یوې بې سرحده مینې چې د کور، اېمان، او د خاورې له آزادۍ سره تړلې وه، د عملیاتو وړاندې په شپه کې موږ دواړه یوه ګوښه کې ناست وو. مزمل زما لاس ونیو له سترګو یې نور ځلېده، او په آرامه خو پخه لهجه یې راته وویل:
نېکمله! ته لاړ شه… که شهید شې، تا پسې به دوه زړونه ماتېږي!
ما ورته وخندل، ومې ویل: وروره! ته ولې داسې خبرې کوې؟ دا څه کیسه ده؟
خو دی پخپله خبره ولاړ و. ډېر باحوصلې، هوډمن او زړه ور و. ما هڅه وکړه چې قانع یې کړم، خو هغه لکه غر، همداسې په خپله خبر ولاړ و.
هغه بااخلاصه، زړور او د الله تعالی په مینه مین مجاهد و، چې ژوند یې د دین او حقې لارې خدمت ته وقف کړی وو، هغه نه یوازې د جګړې په میدان کې یو اتل و، بلکې د علماوو، مجاهدینو او د سنګر ملګرو په منځ کې د محبت، ادب، تواضع او اخلاص بې ساری مثال وو.
د هغه همسنګره مجاهد ملګری کیسه کوي:
یوه ورځ د غزني او کابل لخوا د اجیرې اوردو اکمالاتی کاروانونه راتلل، موږ د شهید محمد جمیل اسد تقبله الله په مشرۍ له یو شمېر مهاجرو مجاهدینو سره په سیمه کې کمین ونیوه، شهید محمد جمیل اسد، شهید حکمت الله مزمل تقبلهم الله او یو بل مهاجر ملګری، د کمین هغه خطرناکې خواته ولاړل، له کومې چې د محاصرې خطره وه او هر وخت به شوبلې (ټانګونه) په مجاهدینو پسې را کوزیدل.
کله چې کمین پیا شو، ګرمه او تنده معرکه روانه وه، د اکمالاتي کاروان ګڼ شمېر وسایط چپه شول، کمانډو ځواکونو د شهید محمد جمیل اسد، او شهید حکمت الله مزمل تقبلهم الله په طرف ټانګونه را وځغلول، دا چې سیمه تنګه او د یو موټر د تېرېدلو امکان و، هلته شهید محمد جمیل اسد کمین نیولی و، نو په دغه ځای کې شهید حکمت الله مزمل د خپلې اتوماتیک اسلحې په مټ د ټانګ اسلحې ته ناست عسکر مصروف کړ، او شهید محمد جمیل اسد تقبله الله د راکټ په پیر سره ټانګ وویشت، ټانګونه ټول ځای په ځای ودرېدل او د ټانګونو د راتګ مخه ونیول شوه.
دلته د راکټ له پیر سره شهید حکمت الله مزمل تقبله الله د راکټ لمبې وه واهه، د هغه د مخ، سینه، او تر پښو پورې زخمي شو، بیا یې الحمدلله تداوي وشوه او زر بېرته د معرکو په میدان ورګډ شو.
له وحشي صفته (۰۱) صفر یو قطعې سره تاریخي معرکه:
دا معرکه د ملي خېلو په سېمه کې ترسره شوه، چې پکې صفر یکو ته تاریخي او عبرتناکه سزا ورکړل شوه، د مظلومانو انتقام واخیستل شو، او وحشي صفریک د خپلو بدترینو اعمالو په سزا ورسېدل، په دغه مبارکو عملیاتو کې زیاتو قائدینو (سرګروپانو) شتون درلود، چې له هغې جملې یې زیات شمېر خپل اصلی هدف/ شهادت ته وروسته رسېدلي دي، مهم مشران یې شهید محمد جمیل اسد، شهید عبیدالله مبارز، تقبلهم الله علیه اجمعین وو، کوم چې ژوندي دي د هغوی له یادونې به تېر شو.
د شهید محمد جمیل اسد تقبله الله تر څنګ شهید حکمت الله مزمل تقبله الله هم د صفریکو سره په معرکه کې ګډون درلود، دغه معرکې تقریبا تر مازیګر مهال دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې ټول وحشي صفر یک د جهنم کندو ته واستول شول، په دغه معرکه کې له شهید حکمت الله مزمل سره راکیټ وو، کله چې صفریک د غازیانو تر تندریزو ګوزارونو لاندې راغلل، نور یې هېڅ نشو کولای نو مجاهدین ورپسې د عمومی سړک سرته پورته شول او هلته یې مخامخ لاس په لاس نښتې ته دوام ورکړ، او هلته یې رنجرې او پاتې صفریک ټول له مینځه یوړل.
په دغه وخت کې د صفریکو د کومک لپاره ضربتي ټانګونه را ورسېدل او مجاهدین بېرته د لاس په لاس جګړې څخه د کمین لومړۍ کرښې ته را ستانه شول. جګړې خورا زیات زور واخیست، شهید حکمت الله مزمل تقبله الله او دوه نور مجاهدین د راکټ د لګېدلو له کبله زخمیان شول، شهید حکمت الله مزمل تقبله الله دومره چالاک و، د جنګ له لومړۍ کرښې څخه یې خپل ځان پخپله را وایست راکټ یې ماته وسپاره یوه مرمۍ یې په راکټ کې پاتې وه، نورې یې ټولې استعمال کړې وې، وروسته یې ځان د نورو زخمیانو ځای او موټر ته ورساوه، بیا په لاره کې د میرخانخېلو په کلي کې په موټر بې پیلوټه الوتکې وار هم وکړ، خو وار خطا او بې ځایه ولګېد زخمي مجاهدین او موټر ټول بچ شول.
د واورین ژمي خاطره:
یوه شپه چې د ژمي يخني پیل شوې وه، سپینو واورو د غرونو، ځنګلونو او دښتو مخ پوښلی و، موږ د ملي خېلو په سیمه کې یو کور کې پټ اوسېدلو، تر څو شپه پکې تېره کړو او سهار بېرته خپل مرکز ته لاړ شو، د سهار تقریبا ۵ بجې وې، مخابرو کې غږ وشو، عملیاتي قوه د مجاهدینو تر تسلط لاندې سیمو ته ښکته شوه او په چاڼیزو عملیاتو یې پیل وکړ، موږ له خوبه را پاڅېدو او د غرونو په طرف مو حرکت وکړ، زیات مزل مو وکړ، آخر یوې دښتې ته ورسېدو، شوبلې هم په را نږدې کېدو وې، چې د شهید عبیدالله مبارز تقبله الله موټر راته ودرید او موږ یې له دغه ساحې څخه د حسن خېلو کلي ته یوړو، له هغه ځایه بیا په سپینو واورو کې موږ د آبدرې کلي ته لاړو، هلته مو ورځ تېره کړه، په لسهاوو مجاهدین نور هم راغلل، دغه سیمه له مجاهدینو ډکه شوه، خو پاس په هوا کې د هېڅ ډول کشفي الوتکو کمبود نه وو.
شپه را ورسېده د شپنۍ چاپې ۱۰۰% امکان و، د سیمې ځوانان او مجاهدین په دغه کلي کې پټنځایونو ته لاړل، زه او شهید حکمت الله مزمل تقبله الله او ګڼ شمېر نور مجاهدین په یوه پټنځای کې پټ اوسېدلو، د شپې ۱۱:۳۰ بجې وې، موږ د پټنځای څخه د وتلو تکل وکړ، موږ چې لومړی پټنځای ته داخل شوي وو، نو مجبور و چې تر ټولو وروسته له هغه ځای څخه را ووځو، بیا هم مونږ کوشش وکړ ځان مو لږ را مخته کړ، کله چې د پټنځای خولې ته را ورسېدو زیات مجاهدین او عوام وتلي وو.
مزمل تقبله الله غږ وکړ، ودریږئ! د الوتکو غږ دی، موږ ودریدو، بیا یې غږ وکړ ویل یې: بېرته درځئ! جنګ او بمبار شروع دی، موږ حیران شولو، چې مجاهدین خو دا اوس ووتل، دا څه کیسه ده، موږ بېرته په پټنځای کې وړاندې ولاړو، لا هغه پخواني ځای ته نه و رسېدلي، چې د یو ستر بم درب شو او د بم باد زموږ سرونه د پټنځای له چت سره ووهل، ګرد، غبار، او د بارودو بوی مو تر سپږمو را ورسېد، موږ مخونه پټ کړل او رب تعالی ته مو د هغه مجاهدینو د حفاظت سوالونه کول، چې لږ مخکې له موږ څخه بیرون ته وتلي وو، د پټنځای هوا خاموشه سلګیو، آهونو، اسوېلیو، او د باردو بوی نیولې وه.
آخر سهار شو، موږ د لمانځه کولو هڅه کوله، چې د پټنځای یوه خوله د کلي سپین ږیرو را وسپړله او را غږ یې کړ، آیا څوک ژوندي پاتې یاست؟
موږ غږ وکړ هو موږ ژوندی یوو.
کله چې له پټنځای را ووتلو هلته راته معلومه شوه، چې په دغه پټنځای F16 امریکايي جیټ ډېر لوی بم استعمال کړی و، د پټنځای خوله تر ډېره ځایه راپسې بنده وه، خو بیا هم موږ او یو ګڼ شمېر نور مجاهدین د شهید حکمت الله مزمل تقبله الله په ځیرکۍ بچ پاتې شو.
ننګرهار ولایت ته تشکیل:
په ۱۳۹۸ کال کې له خوارجو سره په ننګرهار کې درنې معرکې پیل وې، زموږ د سیمې سلګونه مجاهدین به په قطعو کې له خوارجو سره د معرکو لپاره په تشکیلونو تلل، شهید حکمت الله مزمل تقبله الله د خپلو مشرانو په امر د ننګرهار ولایت ته د خوارجو د ځپلو لپاره ولېږل شو، هغه لاړو ننګرهار ته هلته په داعشي خوارجو باندې د اسلامي امارت د مجاهدینو قوي او ځپونکي بریدونه پیل شوي وو.
له رسېدو سره سم د جګړې لومړۍ کرښې؛ چې د وادي حصار/ وډیسار په ساحه کې وه ځان ورساوه، هلته یې د سیمې نور مجاهدین هم موجود وو، نو د قیام صاحب لخوا د تصفیې امر ورته وشو، مجاهدین مخ پر وړاندې روان وو، تر دې چې وډیسار سیمه یې تصفیه کړه او ګڼ شمېر نظامي توکي، فشاري ماینونه، اسلحې او مهمات یې ونیول، لومړنۍ شپه یې په وډیسار کې تېره کړه، او سبا ورځ بېرته خپلو مرکزونو ته را واپس شول.
له یوې ورځ دمې وروسته، په دریمه ورځ د داعشیانو په تر ټولو قوي سنګر، چې دوی د بغدادي مورچه بلله پر هغه جګړه پیل وه، زیاته ساحه مجاهدینو په کنټرول کې اخیستې وه، مجاهدینو په هغه ساحه کې د جنګ لپاره نوې مورچې جوړې کړې او هلته یې د لومړۍ کرښې ساتنه پیل کړه، تقریبا په بغدادي سنګر باندې درې یا هم څلور ورځې جنګ دوام وکړ، دا په ننګرهار کې تر ټولو قوي د داعشیانو سنګر و، نه ماتېدونکی مورچل بلل کېده.
وروسته له ۴ ورځو جنګ څخه دا ځای هم فتحه شو او مجاهدینو د وزیرو تنګي سیمه کې پرمختګ پیل کړ، داعشیان ترمخ او مجاهدین له شا ورپسې وو، ښه خوندور فتوحات روان وو، تر دې چې مجاهدین تر تورې بوړې پورې ورسېدل. هلته د نوموړي شهید د سیمې درې تنه مجاهدین د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې شهیدان شول او له ۳۵ ورځني تشکیل څخه بېرته خپلې سیمې وردګو ولایت ته را ستون شو.
ناوې د پلار په کور کونډه شوه:
کلي کې ډزې وشوې، ماشومانو د خوښیو سندرې بوللې، یو خوږ او د خوښۍ خبر خپور شو، مزمل جان ته یې کوژده وکړه، خپل خپلوان راټول شول، ځوانانو، مجاهدینو او د مزمل د سنګر ملګرو هغه د خوښۍ شېبې په ورځو، ورځو ولمانځلې. مګر مزمل د کوژدې له لومړیو ورځو بېرته سنګر ته ولاړ. هماغه ورځ چې د خوښیو یوه نوې هيله ناکه پاڼه وه، اوس د ژړا په څپو لاهو ده.
کورنۍ یې د واده تیاریو کې ډوبه وه، مور یې د زوی لپاره دعاګانې کولې، خورکۍ یې د ناوې جامو خیالونه اوښکو سره لړل، او ناوې یې د یوه مخلص، باتقوا، او زړور خاوند په تمه هره شپه د زړه ژورې هیلې له آسمان سره شریکولې، خو مزمل، له هغې خوښۍ ډکې ورځې وروسته، بیا د سنګر خوا ته مخه کړه. هغې خوا ته، چیرې چې د امت د رجالو تندې خړوبېږي، چیرې چې د ارمانونو ځای د ارادې او ایماني عزم سره بدلېږي.
هر چا به تم کاوه، ویل به یې:
مزمله! لږ تم شه، واده ته څه نه دي پاتې، جامې تیارې دي، کور به له خندا ډک وي، ته به د ژوند یوې نوې مرحلې ته ورسېږې، خو هغه به یوازې مسکی شو، او غږ به یې مات، خو ډاډه و:
“وعده مې له الله سره ده… دا ژوند د آرام لپاره نه، د فداکارۍ لپاره دی.”
د ناوې زړه هره ورځ نوي امید ته سترګې نیولې وې، خو د تقدیر په پاڼه کې بل څه لیکل شوي وو. د واده د نغمو پر ځای، د شهادت غږ راغی. نه چاینک تاو شو، نه دسترخوان هوار شو، نه سندرې وشوې، نه مبارکۍ وشوې، یوازې زړه دردونکې چغې، کور د ماتم سیوري ونیوه، د واده د خوشحالۍ پر ځای، کفن پر سر شو.
ناوې هغه سور کمیس، چې د واده شپې لپاره یې ګنډلی و، اوس خاموش پروت دی، پر خاورو خاورې شوی یو خوب؛ د کوژدې عکسونه اوس د خوښیو یاد نه، بلکې د سترګو اوښکو ته یو لامل دي.
د مور شونډې، چې زوی ته یې هره ورځ دعاوې کولې، اوس خاموشې دي، یوازې ژړا ده، یوازیتوب دی، او دا ژوره پوښتنه:
زویه! ولې دې ځان نه شو تمولی؟ ولې دې د واده شپه یواځې پرېښوده؟
شهید مزمل تقبله الله، د نېکو اخلاقو، لوړ همت، صبر، او حوصلې یو ځلانده ستوری وو، تل به یې د شهادت آرمان کاوه، له فتحې وروسته، د استخباراتو په ځانګړې عملیاتي قطعه کې د یو مجاهد په حیث خدمت ترسره کاوه، تل به یې هڅه کول، چې خپل وخت بې ځایه ضایع نه کړي؛ یا به یې درس وایه، یا به یې عبادت کاوه، او یا به یې له ملګرو سره ورزش کولو ته مخه کوله، د والیبال له لوبې سره یې ځانګړی شوق درلود.
کله به چې د عملیاتو خبر ورته کېده، په ډېره خوشحالۍ او بې صبرۍ سره به یې ځان چمتو کاوه، د سفر په جریان کې به یې د خپلو شهیدانو ملګرو یادونه او د شهادت ارمانونه شریکول، درې شپې مو په لغمان ولایت کې په یو میلمستون کې ډېرې په خوښۍ تېرې کړې. د سفر له شروع تر پایه یې د اخرت، شهیدانو، او د الله ج د لیدو د امید خبرې کولې.
بالآخره په ١٤٤٧-١- ١٢ نېټه د سې شنبې په ورځ، د داعشي خوارجو پر پټنځای عملیات ترسره کېدل، له پلان سره سم مزمل د یوه ګروپ د غړي په توګه ونومول شو، له ځنډ پرته یې ځان وروستي سفر ته چمتو کړ، کله چې ملګري د هدف ساحې ته ورسېدل، امیر ورته وویل: چې له هدف څخه دې ۳۰ متره مخکې تم شي، څو امنیت یقیني شي. خو له بده مرغه، د لارې رهبر تېروتنه وکړه، او ملګري یې مستقیم د هدف خولې ته ورسول، هلته یې یوه ځای ته اشاره وکړه، چې ګواکي دښمن دلته دی، خو دښمن مخکې راغلی و له ۱۰ متري واټن څخه ناڅاپه راښکاره شو.
مزمل تقبله الله چې د یوه کمر پر سر ولاړ و، له دښمن سره مخامخ شو، دښمن پرې ډزې وکړې، او مزمل تقبلهالله د شهادت جام ته لبیک ووایه، خپل سپېڅلی روح یې خپل رب ته وسپاره، نحسبه کذلک والله حسیبه.