شهید سعید اسماعیل “تقبله الله” د محمد ایوب زوی د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ډنډوکي د کلي اوسېدونکی، په ١٣٧٣ ه. ش کال یې دې فاني نړۍ ته په یوه دینداره او مجاهده کورنۍ کې سترګې وغړولې.
تر نهم ټولګي پورې یې عصري زده کړې وکړې، بیا دیني مدرسې ته داخل شو، د صوفي ملاګل خان بابا په مدرسه کې یې د قرانکریم حفظ ته اوږه ورکړه، له درسونو سره په څنګ کې یې له مجاهدینو سره یو ځای د جهاد ډګر هم ګرم ساته، وخت ناوخت به په پټه له مجاهدینو سره د ماین یا کمین لپاره تله، دغه پټې مبارزې دری کاله دوام وکړ، چې کور او ملګري نه وو پرې خبر. کاکا یې ویل: یوه ورځ زه د شپې ناوخته د ده اوطاق ته ورغلم ځای (بستر ) یې هوار و، مګر دی نه و پکې، وپوهېدم چې خامخا له مجاهدینو سره پټ تللی دی، ما یې پلار پرې راخبر کړ، مګر مور يې مداخله وکړه او ویې ویل: زيات وخت کېږي، چې اسماعیل له مجاهدینو سره ماین خښولو ته ځي، ته اوس پرې خبر شوې، بیا یې مور او پلار دواړو په ګډه دعا ورته وکړه. ویل یې موږ په الله جل جلاله سپارلی.
اسماعیل تنکی ځوان و چې د جهادي مبارزې عملي ډګر ته راووت، د سیدآباد ولسوالۍ په اکثریت کمینونو، ماینونو او تعرضونو کې یې برخه اخیسته، هغه له جنګونو، چاپو او سختیو سره ښه پوره بلدتیا ومونده، دا چې د مجاهدینو پر کورونو به له هر کمین یا تعرض څخه وروسته خورا زیاتې اندېښنې تېرېدې او هر کور به کمین ته د خپل تللي مجاهد لارې څارلې، په دې لړ کې یوه ورځ د اسماعیل د شهادت آوازه خوره شوې وه.
د هغه ورور ویل: د اسماعیل د شهادت آوازه خوره شوه، زه هم خبر شوم له یوې دونیا غمونو او دردونو سره حیران یوې/ بلې خوا ته ګرځېدم، ځمكې ځای نه را کاوه، زړه او سترګو مې بې اختیاره ژړل، له خپل کلي څخه بل کلي چهاردهي خواته پخپلو ماتو او ستړو قدمونو روان شوم، له ځان سره مې ویل: زما کوچنی ورورک به نور په دې نړۍ کې نه وي، هغه به څنګه او چېرته شهید شوی وي، نه پوهېږم زه به په کوم حالت کې وم، رنگ به مې څومره زیر تښتيدلي و، شونډو به مې څومره پولۍ نیولې وې، څومره به وارخطا په لاره روان وم.
خو یو دم (ناڅاپه ) شهید بلال غږ را باندې وکړ، همایونه! چېرته داسې ورخطا روان یې، خیر خو به وي، بلال د اسماعیل د سنګر ملګری و، ما په ژړغوني غږ ورته وویل: ورور مې شهید شوی دی، ده راته وخندل ما ورته وویل: زما ورور شهید شوی دی او ته راته خاندې! ده راته وویل: هغه خو جوړ/ روغ دی، چا ویل چې شهید شوی دی، راځه! زه به دې ورولم.
حیران او دوه زړی ورسره روان شوم، داسې یوه مجاهد ته یې مخامخ ودرولم چې نظامي یونیفورم یې په تن او مول یې وهلی و، هغه وویل: دغه دی اسماعیل!! ما سمدستي د هغه له مخ څخه دستمال لرې کړ، اسماعیل شنه خوله راته وخندل!!! ویل یې: نږدې و چې وژاړې ھی بې غیرته!!!
ما په غېږه پورې ټینګ کړ او په زړه پورې مې کلک نیولی و، هغه د غم او خپګان اوښکې مې د خوښۍ په اوښکو بدلې شوې، ښه شېبه مې په سينه پورې کلک نیولی و، بیا دواړه کور خواته روان شوو.
دا چې نوموړی مجاهد بااستعداده، متقي او د قوي عزم څخه برخمن و، د خپل سرګروپ له لوري د هغه مجاهدینو په لېست کې شامل شو، چې ننګرهار ولایت ته د خوارجو( داعشیانو ) د ځپلو لپاره په تشکیل روانېدل، له قطعې سره په داسې حال کې روان شو، چې کور ته یې احوال ور نه کړ.
پلار یې د غربت له وجې اېران هېواد ته د کار لپاره تللی و، هلته یې د مسافرت شپې ورځې سبا کولې، هغه ویل: یوه ورځ سخت ستړی وم، ګورم چې تلېفون ته مې زنګ راغی، OK مې کړ، یو خوږ غږ راباندې ولګېد، زما د ګران او زړه ته رانیږدې زوی اسماعیل جان غږ و، ډېر په مينه، مينه راسره غږېده، د کور احوال مې ځنې واخیست، ښه ډېر ورسره وغږېدم په اخر کې یې راته ویل: یوه خبره درته کوم که خپه کېږې نه! ما ورته ویل: وايه زويه! ولې به خپه کېږم، ده راته ویل: آغا زه ستا له اجازې بغیر د ننګرهار ولایت ته د جهاد لپاره په قطعه کې تللی یم، دلته د داعشیانو پر وړاندې جهاد او مبارزه کوو، زړه مې ناقراره و، چې له پلار څخه مې اجازه نه ده اخیستې.
ما ورته ويل: زويه ما په هغه الله جل جلاله سپارلی یې کوم رب ج چې ته ماته راکړی یې!!!
په کړس یې راته وخندل؛ ویل یې: آغا ډېر نر سړی یې، ما بیا خپله خبر ورته تکرار کړه. خورا زیات خوشحاله شو، بیا یې خدای پاماني رانه واخیسته، زه نه پوهېدم چې دا مې د زوی وروستۍ خدای پاماني ده، یوه اونۍ وروسته شهید شوی و.
شـــهـــادت: شهید اسماعیل جان د وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې په زیاتو عملیاتو کې د فزیکي حضور تر څنګ د اسلام، مسلمانانو او پر ځانګړي ډول په نړۍ واله کچه د اسلامي خوځښتونو او حرکتونو د تضعیف او له منځه وړلو په پار د اېجاد شویو دواعشو پر وړاندې د ننګرهار غرونو ته جهادي سفر وکړ او هلته یې د دغې منحرفې پدیدې پر وړاندې د اسلام د نورو غازیانو تر څنګ پر دغه لویه مقابله کې برخه واخیسته.
خوارجو د سرسپارلو شازلمو تر سختو او مرګونو بریدونو لاندې وروستۍ سلګۍ وهلې او د نابودۍ پر ګړنګ ولاړ وو؛ نو دې وخت کې اشغالګرو له دوی سره د خپلې همېشنۍ همکارۍ له مخې، د مسافرو مجاهدینو پر لومړي خط سنګرونو هوایي بریدونه او شپنۍ چاپې پیل کړې، چې د دغه شپنیو او هوایي عملیاتو په جریان کې شهید اسماعیل او هلته مېشت د لومړۍ لیکې غازیان د اشغالګرو د چاپې او هوایي برید ښکار شول؛ چې نوموړی په 1397/8/24 مه نېټه د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند وزیرو تنګي سیمه کې، د اشغالګرو د یوې نامرده چاپې پر مهال، له زیات مقاومت وروسته د اشغالګرو په هوایي برید کې د څو نورو ملګرو سره یو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
نَحْسَبُهم کَذاَلِک وَالله حَسَیْبُهُمْ.