د شر و فساد جبهه؛ د داعشي خوارجو نوې تبلیغاتي آله!

ابو اسامه الخراساني

#image_title

د داعش ډله د امریکا وروستۍ وسله ګڼل کېدای شي، چې غواړي د اسلامي امارت د ورځ تر بلې فتوحاتو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په وړاندې یې وکاروي.

 

کله چې طاغوتي امریکا په دې پوهه شوه، چې د جمهوریت اجیران نور د اسلامي امارت پر وړاندې نه‌ شي درېدلی او د کابل ادارې بې‌ کفایتي ورته، تر بل هر وخت ډېره څرګنده شوه؛ نو په یوه بل مکر یې لاس پورې کړ.

 

له همدې امله یې داعش خراسان جوړ کړ او د دې سرطاني ډلې د ودې لپاره یې هره لاره هواره کړه، تر څو وکولای شي له دې نوې قُوې څخه، د مجاهدینو د مخنیوي لپاره ګټه پورته کړي، د جمهوریت زوړ شوی نظام او د هغه نا مبارکې لاسته راوړنې وساتي.

 

خو لله الحمد! لکه څنګه چې د جمهوریت غلامان د مجاهدینو پر وړاندې تسلیم شول؛ همدا راز د خوارجو د مکتب غولېدلي کسان هم د اسلام د اصلي بچیانو پر وړاندې د مبارزې توان پیدا نه کړ او تر هغه څه ژر دړې وړې شول؛ چې دوی یې هیله لرله.

 

د افغانستان تر فتحې وروسته، سره له دې چې داعش خراسان په بشپړه توګه مات شو او د افغانستان پر خاوره حتی یوه ټوټه ځمکه هم پاتې نه شو؛ خو بیا هم کفري نړۍ په سر کې امریکا؛ له دې نااهله زوی ته له تبلیغاتو څخه لاس نه‌ دی اخستی، په هر مجلس او پېښه کې د دې ډلې له خطره نړۍ ته خبرداري ور کوي.

 

حال دا چې، داعش خراسان د دې ډلې د نورو پیروانو په پرتله ډېر کمزوری دی او په کفري هېوادونو کې د دې ډلې فعالیتونه تر افغانستان زیات دي.

 

له هغه وخته چې په افغانستان کې اسلامي نظام را منځته شوی؛ د داعش خوارجو ترڅنګ د بغاوتګرو او جمهوریت پاتې شوني هم کله کله تخریبي کارونه کوي، چې د دوی د هلاکت سبب ګرځي.

 

څه موده وړاندې، د دې دواړو ډلو تر منځ د يووالي خبر خپور شو، هغه یووالی چې د دوی د بېلابېلو نظریو او نازکو شعارونو له امله هیڅ یوه تمه نه‌ درلوده؛ خو د دوی د بادارانو یووالی د دې سبب شو، چې د دې دواړو ډلو فریب‌ خوړلي کسان، سره له ټولو اختلافاتو، د اسلامي نظام پر وړاندې ودرېږي.

 

که څه هم د دې یووالي له لارې یې، نه کوم پرمختګ وکړ او نه یې د کفر نقشه د اسلامي نظام د کمزوري کولو لپاره پلې کړای شوه؛ خو بیا هم کله ناکله دوی د یو بل د ګټو لپاره ناکامي هڅې کوي.

 

په وروستي اقدام کې، هم د بغاوت جبهې د امریکا په تقلید د خپل متحد داعش، تبلیغاتي کمپاین پر غاړه اخیستی او په یوه اعلامیه کې یې د دې ډلې پرمختګ ښودلی، دوی د افغانستان د خلکو ترمنځ د وېري او وحشت خپرولو لپاره ادعا کړې، چې په نږدې ورځو کې به پر ډیپلوماټیکو ځایونو او د سیمې د هېوادونو پر استازولیو بریدونه وشي.

 

دا ادعا پرته له تبلیغاتي اړخه بل هېڅ حقیقت نه‌ لري او په پوره باور سره ویلای شو؛ چې اوس د ټولو ډیپلوماټیکو ځایونو امنیت تر بل هر وخت ډېر خوندي دی او هېڅ فاسد ته به د تخریبي کړنو د ترسره کولو فرصت ور نه‌ کړای شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version